تاند- د هرات والي ډاکتر داوود شاه صبا نن په خپلو چارو کې د مرکزي حکومت د چارواکو د مداخلې له کبله استعفا وکړه.

ښاغلي صبا، چې د هرات د خلکو په وینا په تېرو دوولس کلونو کې د دې ولایت تر ټولو پاک او تعلیم یافته والي و، په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا د اعلانولو په مهال د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په معامله ګرۍ تورنه کړه او هغه یې د جادیدادونو د معاملو دفتر ته ورته وبلله.

ده وویل چې د قانون د سرغړونې په خاطر د ځانګړو ډلو هڅې او په هرات کې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې نه همکاري سبب شوې چې خپله استعفا ولسمشر کرزي ته وړاندې کړي.

ښاغلي صبا وویل چې کابو شل ورځې مخکې یې خپله استعفا د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارې ولسمشر کرزي ته لېږلې وه.

خو ده ونه ویل چې د کرزي ځواب څه و.

ده تور ولګاوه چې د سیمه ییزو اورګانونو اداره د ولایت له مشورې پرته په خپل سر ټاکنې کوي.

صبا په وروستي یوه کال کې د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې له لوري د ولایتي شورا د مشرتابه پلاوي ټاکنه، د هرات ښار د سړکونو د قیرکولو د پروژې منظوري او د یو شمېر ولسوالانو ګومارنه د دې ادارې د غیرقانوني اقداماتو بېلګې وبللې.

ده د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په لویو معامله ګریو تورنه کړه.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري د داوود صبا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

داوود صبا له تېرو درو کلونو راهیسي د هرات والي دی او ویل کېږي چې په دې موده کې یې ډېر شمېر دولتي مځکې د مځکو د غضب له مافیا څخه بېرته اخیستي دي.

9 thoughts on “د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه”
  1. .ښه سړې په افغانستان کې خدمت نه شي کولي او دا دير د خواشینی ځای دی

  2. زه د محترم والی صاحب سره څـــــــــــــه روابط نلرم که چرته ددی والی د استعفـــــــــــــــــی سبب همدا وی چه ده په ګوته کړیدی نو په موراو پلار افرین شــــــــــــــ-ه زه فقــــــــــــد دومره وایم که چرته افغانان خپل هیواد جوړول غـــــــــــــــــــواړی ددی محتر په پل دی پل کیــــــــــــــــــــــــږی ترڅو دکرزی ددی فاســــــــــــــــــــ-دی اداری د فساد مخه ونیول شــــــــــــــــــــــــی ټول وکیــــــــــــــــــــــــلان چه په خپله تر سره په فساد کی غرق دی وایی چه دولت فاســــــــــــــــــــــــد دی که رښتیاوایی نو ولی د محترم والــــــــــــــــــــــــــــــی صاحب لاره نه تعیبـــــــــــــوی ترڅو مفســــــــــــــــدین ملت وپیژنـــــــــــــــی او پر وړاندی یی ودریږی ځــــــــــــــــــــلانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ځاځی .

  3. / خبرونه / د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه

    د هرات والي داوود شاه صبا استعفا وکړه
    Thursday, 27 June 2013 18:33
    لیکنه: تاند
    4 ځوابونه
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک
    خپروونکی: تاند http://taand.com

    تاند- د هرات والي ډاکتر داوود شاه صبا نن په خپلو چارو کې د مرکزي حکومت د چارواکو د مداخلې له کبله استعفا وکړه.

    ښاغلي صبا، چې د هرات د خلکو په وینا په تېرو دوولس کلونو کې د دې ولایت تر ټولو پاک او تعلیم یافته والي و، په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا د اعلانولو په مهال د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په معامله ګرۍ تورنه کړه او هغه یې د جادیدادونو د معاملو دفتر ته ورته وبلله.

    ده وویل چې د قانون د سرغړونې په خاطر د ځانګړو ډلو هڅې او په هرات کې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې نه همکاري سبب شوې چې خپله استعفا ولسمشر کرزي ته وړاندې کړي.

    ښاغلي صبا وویل چې کابو شل ورځې مخکې یې خپله استعفا د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارې ولسمشر کرزي ته لېږلې وه.

    خو ده ونه ویل چې د کرزي ځواب څه و.

    ده تور ولګاوه چې د سیمه ییزو اورګانونو اداره د ولایت له مشورې پرته په خپل سر ټاکنې کوي.

    صبا په وروستي یوه کال کې د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې له لوري د ولایتي شورا د مشرتابه پلاوي ټاکنه، د هرات ښار د سړکونو د قیرکولو د پروژې منظوري او د یو شمېر ولسوالانو ګومارنه د دې ادارې د غیرقانوني اقداماتو بېلګې وبللې.

    ده د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په لویو معامله ګریو تورنه کړه.

    د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري د داوود صبا د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

    داوود صبا له تېرو درو کلونو راهیسي د هرات والي دی او ویل کېږي چې په دې موده کې یې ډېر شمېر دولتي مځکې د مځکو د غضب له مافیا څخه بېرته اخیستي دي.

    4 تبصرې
    HaedariJune 27, 2013 په 18:40تبصره
    Unfortunately he is the cousin of Spanta so any thing can be imagined about him.

    پټ ریسJune 27, 2013 په 23:53تبصره
    .ښه سړې په افغانستان کې خدمت نه شي کولي او دا دير د خواشینی ځای دی

    RahmatullahJune 28, 2013 په 01:23تبصره
    زه د محترم والی صاحب سره څـــــــــــــه روابط نلرم که چرته ددی والی د استعفـــــــــــــــــی سبب همدا وی چه ده په ګوته کړیدی نو په موراو پلار افرین شــــــــــــــ-ه زه فقــــــــــــد دومره وایم که چرته افغانان خپل هیواد جوړول غـــــــــــــــــــواړی ددی محتر په پل دی پل کیــــــــــــــــــــــــږی ترڅو دکرزی ددی فاســــــــــــــــــــ-دی اداری د فساد مخه ونیول شــــــــــــــــــــــــی ټول وکیــــــــــــــــــــــــلان چه په خپله تر سره په فساد کی غرق دی وایی چه دولت فاســــــــــــــــــــــــد دی که رښتیاوایی نو ولی د محترم والــــــــــــــــــــــــــــــی صاحب لاره نه تعیبـــــــــــــوی ترڅو مفســــــــــــــــدین ملت وپیژنـــــــــــــــی او پر وړاندی یی ودریږی ځــــــــــــــــــــلانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد ځاځی .

    platoJune 28, 2013 په 03:34تبصره
    Down to corruption and Corrupt gangs in Afghanistan.

  4. دا خو د ډیر تاسف خای دی چی رښتینی او خدمتګاران مسلکی خلک نور د افغانستان د دولت او حکومت په چوکاټ کی ځای نه لری او هغوی چی چور او چپاول کوی یا یی لاسونه د بیګناه انسانانو په وینو سره دی دوی به تر ابد پوری د خلکو په اوږو سپاره او لکه خمنډکی د دوی وینې به ځبیښی.
    که د ښاغلی صبا استعفی تراوسه نه وی منظوره شوی نو ده تا ښایی چی خپل کار ته ادامه ورکړی او حد اقل يو څو وطن دوسته او په خپل هیواد مین والیان د خلکو او ولس په خدمت کی ولرو. د ده ښاغلی په استعفی سره به ښاغلی کرزی یو بل ماما صادق علی نجفی حسینی کلب علی ….. مقرر او دا لږ پاته مځکه به خپلو ملګرو او ….. ته وربخشش کړی . نور یی نو ستاسو زړه چی څه کول په کار دی.

  5. دغه حقیقت دی د سیمیزو اورګانونو اداره او د اداری فساد پر ضد اداره دواړی په اداری فساد کښی ښکیل دی دوی هغه کسان ولایتونو ته ورمعرفی کوی چه اول نه اول په مرکز کښی ورسره معامله وکړی په خپله زمونږ ولایت خوست ته هغه د امنیی قوماندان دوباره راوليږل شوچه څوکاله په خواد شکایتونو له امله تبدیل شوی وو او زمونږ ولی چه دغه څلورم کال چه دغه ولایت کښی کوم د پام وړ کار نه دی کړی که دغه ښه خلک وی نو اوس به وخته تبدیل شوی وی د خوست اولس ډیر تری خفه دی

  6. تاسی وګوری چیرته چی غل دی ، رهزن دی ، قاتل دی ، جاهل دی په دی دولت کی په غټو پستونو ګمارل شویدی او څوک چی د کار اهل وه هغه په یو نوم او بل نوم د حکومت نه شړیی دی او یا یی لیری کړی که زه دروغ وایم ووایی همداسی نه ده لالا کرزیه

  7. زما په آند چی دغه څو اداری له سمیز اورګانونه ، مبارزه با فساد اداری و کمیسیون اصلاحات اداری دا ټولی اداری د فساد منبع دی او کرزی باید دا ټول له منیځه وسی کنه نو د کرزی نو م به په تاریخ کی په زرینو کرښو ولیکل شی که دا فاسدی اداری له منیځه ونه سی

ځواب ورکول Rahmatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *