تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانی رييس او د هرت والي احمدیوسف نورستاني د اداري فساد په تور په ۱۳ میاشتې بند او یو ملیون افغانۍ جریمې محکوم شو.
څارنوالۍ ادعا کړې چې نورستاني په ۲۰۰۹ کال، چې د هرات والي و، یو ملیون افغانۍ د ملي بس له تصدۍ اخیستي او بېرته یې د دولت خزانې ته نه دي ورکړي.
خو د ښاغلي نورستاني مدافع وکیل محکمې ته ویلي چې موکل یې دا پیسې هغو پوروړو ته ورکړي چې تر ده مخکیني والي له خلکو اخیستي وو.
ښاغلی نورستانی په محکمه کې حاضر نه و او د درنو جرمونو محکمې د نوموړي په غیاب کې پرېکړه وکړه.
د محکمې قاضي وویل چې ښاغلی نورستانی د استیناف غوښتنه کولی شي.
د ده مدافع وکیل وویل، کله چې سید حسین انوري د هرات والي و، له دوکاندارانو څخه یې د هرات د والي د مېلمستون لپاره د یو ملیون افغانیو خوراکي مواد او نور شیان په پور رانیولي و او کله چې نورستانی والي شو، دوکانداران د اعتراض په توګه د والي د دفتر مخته راټول شول او خپلې پیسې یې وغوښتې نو والي مجبوره شو چې د ملي بس د تصدۍ له خزانې پیسې واخلي او پور پرې کړي.
ښاغلي نورستاني د سیدحسین انوري د قرض د اداکولو لپاره مجبور نه وو چې د ملي بس له تصدۍ نور قرض واخلي او هغه تادیه کړي. اصلي مجرم او د فساد منبع هم مالومه ده . سیدحسین انوري له نیم نه زیات د هرات ولایت مځکې غصب کړي اوپه خپل سر یې شهرکونه جوړ کړي او د خپل قوم او بانډ د تقویی لپاره توزیع کړي دي.
کله چې نوموړی د کرنې وزیر وو په کابل ولایت کې یې د دولت او د هغه وزارت مځکې خپلو قومیانو ته توزیع کړې. د مثال په ډول د توبرکلوز روغتون ، د دارلامان د نیله باغ او د ګل باغ مځکې.
محکمه باید د اصلي مجرم وارثین هم مجبور کړي چې د مظلومو هراتیانو حقوق ادا کړي او یوسف نورستاني هم مجبور دی د دولت له سهمه خرابات شوې افغانۍ بېرته ورکړي.