تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: ولسمشرۍ ماڼۍ، حامد کرزي، اجرائیه ریاست، ملګرو ملتونو، د امریکا سفارت او ناټو سازمان په ننګرهار کې تېره ورځ په یو جومات کې برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ولسمشر غني امر کړی چې د پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشي.

جمهوررئیس غني وایي، طالبان چې هم په خپله خونړي او تروریستي بریدونه ترسره کوي او هم یې د داعش په ګډون نورو تروریستي ډلو او ګروپونو ته د ترور، وحشت، بریدونو او جنایتونو زمینه برابره کړې د خدای (ج)، قانون او خلکو پر وړاندې مسوول دي.

د امریکا سفیر جان باس بیا پر خپله ټویټر پاڼه د هسکې مېنې برید غندلی او ویلي یې دي، ټول افغانان حق لري چې ازادانه خپل عبادات وکړي.
په همدې حال کې ناټو هم د هسکې مېنې برید په کلکو ټکو غندلی او وايي، دا سازمان به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو تر خوا ولاړ وي.

اجرائیه ریاست او د حامد کرزي دفتر هم په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې او په افغانستان کې یې د وینې توېیدنې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه کې په یو جومات کې غبرګو چاودنو ۶۷ ملکیان ووژل او ۵۰ نور یې ټپيان کړل.

One thought on “د هسکې مېنې د برید په اړه پراخ غبرګونونه راپورته شوي”
  1. د اسلام په نامه غرقه شوه دنیا
    نه اولاد د چا خوندی دی نه بابا
    تفسیرونه رنګارنګه لکه دلی
    هر ه ډله ځان ګڼي تر بل صفا
    مجاهد چی قران ونه شی لوستلی
    بیا نو هیځ دی له نظره د اقرا
    د قران اولین حکم خو اقرا دی
    بیا نو ولی خوله پری پټه د ملا
    که اسلام وی همدغه چی قتلول کړي
    بله لویه بلا نه شته بیا تر دا

    عجب کار دی د اسلام د دښمنانو
    عالمان چې تربیه کیږي په هیرا
    د هیرا له عالمانو جاهل زیږي
    هر ملا یې د نمرود غوندې بلا
    زمو نږ مشران چې قاتل ونیسی بالفعل
    د بشر حقوق یې کلکه کړي ورملا
    بیا یې بیا د جهاد درنګ ته را رهی کړي
    په امید د ښایسته حوروپه بیا بیا
    دا مسلم چي مسلم وژني راته ښکاري
    ماببرک ته په غو جل کی خر او غوا
    چې یې علم حاصل کړی پاکستان کې
    علم نه دی دشمنی ده بر اعلا

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *