لیکوال: عزيز احمد تسل – 

دغه کیسه له تاسو سره مرسته کوي چې څنګه یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص کړئ، د غلو له چلند او د حکومت پر ساړه غبرګون به هم پوه شئ.

د کابل له زړه په ډېره سړه سینه وتښتول شوه، د ښځې ډرېور يې د توپنګچې د اشارې په واسطه رخصت کړ، په ډير کم وخت کې امنیتي ارګانونه نېږدې ټول خبر شول، خو انسان تښتونکو غوښن ښکار د کابل په کوڅو کې تر شهدای صالحین پورې رسولی و.

له لومړۍ اړیکې وروسته د انسان تښتونکو سره د بیا تماس نیولو ليوالتیا نه وه، هرڅه پټ پاته شول، ددفتر افغان کار کوونکو ته وویل شول هېڅوک حق نلري چې حتی په کور کې هم د پېښې جزیات ووايي.

ددفتر بهرني کسان خپل هېواد ته لاړ ل هلته يې د یوې امنیتي کمپنۍ سره یوه میاشت د ښځې  د خلاصون  پر پلان کار وکړ، د کمپنۍ له لوري درې  بهرني سلاکاران ټاکل شوي وو چې دوی بايد افغانستان ته ولاړ شي او  دنده يې داوه چې له غلو سره چنې ووهي او  هغه ټريکونه وکاروي  چې  ښځه روغه سلامته پرې ژغورل  کیدای شي.

 دغه سلاکاران هغه کسان وو چې په افغانستان، نايجریا، سوډان، اوځینو نورو جنګ ځپلو هېوادونو کې يې د سړي تښتونې لسګو نه  پېښې تجربه کړې وې او د را خلاصون مختلف چلونه يې زده وو.

له یوې میاشتې وروسته یو ځل بیا د خبرو لړۍ پيل شوه، له موږ سره د ښځې د جوړ او نا جوړ تشویش و، له غلو سره د پیسو!

زموږ هره اړیکه له پوره غور او دقیق پلان وروسته ټینګېدله، موږ هېڅکله هم کوښښ ونکړ چې زنګ ووهو، د پالیسۍ له مخې زنګ باید غلو وهلی وای، دوی به هم له هرې اړیکي وروسته شمېره بدلوله، له درېيمې اړيکې وروسته به يې موږ ته هم ویل چې سیم او سیټ دواړه بدل کړئ.

سیمکارت او سیټ به د دوی له لوري را لیږل کيدل، د کابل ښار تر ټولو امن سیمه کې به په ډير مهارت معامله وشوه، دلته موږ هیڅ اختیار نه درلود هر څه به چې تښتوونکو ويل موږ باید کړي وای، یوه ورځ يې د یوه ټلیفون اخیستلو لپاره کسان درې ساعته په ښار کې وګرځول، زموږ د کسانو به یوه ځانګړې نښه دوی ته ویل شوې وه، کسان به يې د ښار مختلفو برخو ته غوښتل، اخري ځل يې د خير خانې پلو ته د تیلو د یوه ټانک نښه ورکړه،دوی لکه پيریان نه لیدل کیدل خو زموږ کسان يې پل پر پل څارل، د سړک پر سر يې د سګریټو کوتی ايښی او په هغه کې ټلیفون و.

له هرې اړيکي وروسته متن لیکل کیدئ د هماغه له مخې باید ما له سړی تښتوونکو سره خبرې کړې وای، بهرنیو کسانو به داسې چنګکي خبر وکړه چې  زموږ به هیڅ ورته پام نه و، غله به په خپلو خبرو کې ګير شول، د ځان خلاصون په خاطر به يې درواغ وويل،چې بیا خبره د اعتبار شوه، تښتوونکو ته یې ویل پر تاسو څنګه باور وکړو چې له پیسو اخیستلو وروسته کس را خوشي کوئ.

 له درېیم متن وروسته پر بهرنیانو شکي شوم، دوی به داسې خبرې لیکلې وې تا به فکر کوئ چې ګنې دا خلک  ور سره لس کلنه شریکه تجربه لري، خو د بهرنیانو ځواب دا و چې د دنیا په هر کونج کې د غلو خبرې، ګواښونه او غوښتنې یو ډول وي، یواځې الفاظ توپير لري.

 موږ د خپلې تجربې له مخې او د دوی د خبرو د تحلیل پر اساس پوهیږو چې په بل ځل اړيکه کې څه ووایو، موږ نه غواړو چې ډيرې خبرې وکړو، ځکه دوی ته چانس په لاس ورځي، موږ نه د دوی غوښتنې په بشپړه توګه منلی شو او نه  ټولې ردولی شو، وخت ترې غواړو، د پیسو کوم رقم چې دوی غواړي کوښښ کوو چې په مهار ت يې پرې کم کړو.

په هره اړیکه کې زما مسؤولیت دا وو چې باید د متن مطابق خبرې وکړم، که به زما  څومره ښه ځواب و؛ خو ما حق نه در لود چې غبرګون مې ښودلی وای.

‎ په متن کې د خلاصون لار وه که به خبرې ډېرې سختې او يا اسانه شوې نو زما ځواب به دا و چې سبا پر همدې وخت او یا نن په دومره بجو زنګ ووهئ،  زه به ستاسو خبرې له نورو همکارانو سره شريکې کړم.

 غلو به کله په ټاکلي وخت زنګ ووهئ کله به يې په زهرجن انتظار ساه را و ایستله، مجبور و  د زنګ په تمه د ميز تر شاه په ساعتونو هم چمتو ناست وای، داسې وخت هم  راغی چې درې ورځې يې هم زنګ ونه وهئ، خو دا هر څه به موږ په ځان منلی و، تر هغې چې به د دوی حوصله نه وای ختمه شوې موږ به صبر کاوه.

له ټولو ګواښوونو او ښکنځلو سره سره باید زه یواځې لیکل شوو خبرو ته متوجه وای د اضافه خبرې حق مې نه درلود، یواځې به مې دغه کليمي تکرار ولې(( په زور او ګواښونو مسله نه خلاصیږي، که غواړئ چې موضوع حل شي راشئ خبرې وکړوو)).

بیا به يې  پر اور اوبه توی شوې او په ډيره غليظه لهجه به يې خبرو ته ادامه ورکړه.

غلو خپل ناروا مسلک ته په ډېره درنه سترګه کتل، په خبرو کې به يې تل  خدای او قران  ډير یادول، ویل به يې چې ((چهل سال شد که ما این کار میکنم، ما از خود خدا داریم، غيرت داریم، ایمان داریم خواستهای مارا قبول کنید ما دیګه مشکل قط تان ندارم ، پامیدي ))

ډير کله به يې په خبرو نه پوهیدم، په کلیواله پنجشيرۍ لهجه به يې خبرې کولې، هميشه به يې په خوله کې یو شئ اچولي وو چې دغږ درک یې ونه لګیږي .

کله کله  چې به ډير غصه شول ویل به يې: (( ګوش کو تا سبا ۳ بجه اګه پیسه را اماده نکدین باز ۶ بجه شام بیایید ناخونها و کیلک اش ببرید، به لا الله قسم میخورم که سر اش روان میکنم))  د بربنډ ولو او جنسي تيري خبرې به يې هم یوه یوه کوله.

دا تر ټولو مهه ده چې د سړي تښتوونکو د دغه ډول خبرو په غبرګون کې څه وویل شي- ځکه خو موږ هیڅ کله هم ندي ويلي چې، سمه ده سر  او ګوتې يې پرې کړئ، هر څه چې کوئ ویې کړئ، دا ډول خبرې ښايي نیول شوي ته سخت زیان ورسوي، نو په داسې یو حالت کې باید کوښښ وشي تښتوونکي باوري شي چې مقابل لوری یې د موضوع حل غواړي.

د پیسو اندازه او وخت هم مه ور يادوئ، لنډ ورته ویلی شئ، موږ په لټه کې یو ژر دا موضوع حل کړو.

کله چې به موږ وغوښتل د ښځې له حال نه خبرشو بیا به د دوی ژباړن  له هغې نه د هماغې ورځې تاريخ  او یا به يې زموږ دکوم ځانګړ سوال ځواب  ثبت کړی و او پر موږ به يې وا ور وئ بیا به موږ ډاډه شوو چې په رنګ پسته او په عمر پخه ښځه لا روغه ده.

د سړي تښتونکو لومړۍ غوښتنه ۱۰ ميلونه ډالر  وو،  له دوونیمو میاشتو خبرو او چنوهلو وروسته دغه رقم  ډير کم شو خو زموږ وړانديز تر دې هم کم وو چې بالاخره دوی هم ومنلو؛ خوکله چې يې پیسې  وا خیستې بیا يې هم دوکه وکړه ښځه يې خوشې نکړه،  ځواب يې داو چې زموږ لومړنۍ غوښتنه مو ونه منله نو باید دویمه غوښتنه مو منل شوې وای.

د اړیکو په دې پړاو کې بهرنیانو د افغانانو د غيرت ، وفا دارۍ او د ښځو د عزت خبرې ورته وکړې خو پر هغوی يې تاثیر ونکړ.

زموږ د معلوماتو پر اساس  له دغو خبرو او اړیکو څخه  داخلي او بهرني استخبارات خبرېدل، دوی دغه جریان د شبکو له لارې تعقیباوه.

هغه و چې نورې پیسې يې هم  یوه اونۍ وروسته ور برا برې کړې او غله عبد الحق څلور لارې ته پسې راغلل موږ چې په کوم موټر کې پیسې ور لیږلې وې، هغه موټر یو ځانګړی رنګ درلود او دوه نفره پکې ناست و هغوی هم ځانګړې جامې او خولۍ در لودې، غلو د پیسو موټر پيدا او په منځ کې یې کړ یو موټر يې یوې خواته یو بلې خواته روان و، له مکریانو څخه يې په ډيرو ګډو وډو کوڅو کې تر عاشقانو عارفانو پوښتې پورې بيولي و، دا وخت لمر لوېدلی و د غونډۍ په سر یوه ډله ادمیان  ولاړ و، ټولو پلنګي دريشۍ کړې وې، موټرونه يې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو پیسې يې د یوه قبر پر سر ور ته اېښې وې.

 کله چې له پیسو سره لېږل شوي کسان بېر ته را ورسیدل، سخت ويريدلي ول، شونډې يې وچې وې، له کېناستلو سره سم د تښتوونکو زنګ راغی په خوښۍ یې وويل، ((ما نا مرد نیستیم)) د شپې لس بجې به نفر در واستوو.

 ایله مو لږ د ارامۍ ساه واخیسته، ماخوستن خواوشا اته بجې وې او موږ د تښتولې شوې مېرمنې د تر لاسه کولو په لارو چارو خبرې کولې چې ناڅاپه مو په افغاني کالیو کې په تازه حمام کړې بهرنۍ سترګې ولګېدې-  شپږ میاشتې مخکې له همدې دروازې تښتول شوې مېرمن بېرته د همدې دروازې په مخ کې هغو کسانو له موټره ښکته کړې وه چې تل به دې اتلان بلل.

دا خیالي نه بلکې یوه رښتیني کیسه ده.

پاي

One thought on “د هغې ښځې کېسه چې انسان تښتونکو له ځان سره ساتله”
  1. رښتیا هم پنجشیریان نامرد نیستند. هم یی پیسې واخیستی او هم روغ رمټ خلاص شول او تښتوول شوې یې هم روغه رمټه راوسته.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *