شريف الله دوست

سروان څه مانا ښندي؟

دعلامه حبيبي په قول چي دسور نوم تر اسلام وړاندي له (زور) څخه پاته دی چي سوری قبيله په اسلامي دورې کي هم په غور،زينداور،سروان،سرخس او دهرات شمال باغيس کی استوګن وه او د(زورآباد) ښار دياقوت حموي په قول دهمدې قبيلې په نوم شهرت درلود، نو ويلای سو چي زور،سور،سوروان، زوروان د اريايې لمر لمانځونکو دالهي نوم و چي زور،سون، سور، زور يې دلمر مانا او وان يې دپالونکي مانا ښندي.

علامه رشاد بابا هم دا تائيد وي : چي سروان کلمه په اغلب ګمان زور وان)( ) ده چي ديوه رب النوعه نوم دی.

سرواني کلمه په پښتوکي ديوې قبيلې نوم دی او زور وان ته منسوبه کلمه اِيسي .

داخبره حدود العالم هم تائيدوي او هلته ليکل سوي دي:

دزون معبد هندويې دی، مينورسکی ( ) هم په تعليقاتو کي ورسره هم همږغی دی.( )

دافاغنه قبايلو په نومونوکي هم (زن پال=زون پال) هريپال،(سن پال=سون پال) ټول دلمر او لمر د رب النوع سره چي دسروان يا زوروان سره يوه ريښه لري.

دامختاړي موږ د سروان په زمبلي( ) (زون+ پالی) کي هم وينو،نو(پالی-Palli) کلمه يې سنکريټ کي دکور، کهول او کوچني کلي مانا ښندي چي ددې کلمې ريښه تر اوسه دهند په)(Non_Aryanژبو کی خو ندي ده( ) په پای کي وايو چي زور+ وان (سروان)دلمر الهه وه چي زينداور،سروان کابل،زونبلي، ملتان او هند او منځني ختيځ او ډيرو اسايي هيوادونوکي يې لمانځنه کېدله،دملتان دبت او الهي اړوند اصطخري ليکي : ((د ملتان په بت کي يې سره کالي اغوستي دي بې له سترګو يې بل ځای نه معلوميږي، سترګي يې دمر غلرو دي دسرو زرو تاج يې پر سر وي.))   دپښتو زور( ) چي دقوت په مفهوم دی هم زينداور د جبل الزور دالهي سره يوه ريښه لري، هغه وخت چي لا زينداور ته مسلماني نه وه راغلې خلکو د زور الهه يوه غښتلې اوزور لرونکې رب النوع ګڼل اوبلل،خوکله چي په (۳۰ هجري ) کي عبدالرحمن بن سمره د داور زرو غره ، زور (Zor) مجسمه او الهه زره ، زره کړل ، دزينداور خلکو ته يې دامنطق پيش کړ چي ((هغه ناتوان جسم اوبت چي دځان دساتلو زور نه لري تاسوبه څنګه وساتي؟!))

همداډول دکندهار په شمال ختيځ کی ديوه کلي نوم اوس هم (زون آباد) دی، دې ته ورته زنګاوات (زون+ګا+وات) (زنه خان = زون + خونه؟) يا دولای سو.

د(سروان) دنامه په هکله دې پايلي ته رسيږو چي زون يا زوني لمر لمانځونکو ته وايې په جرمني کي(زني) لمرته وايې،په انګريزي کي(Sun= سن) بلل کيږي( ) دشابهار په ۱۲مخ کي هم زون = سون راغلی دی ( )نوپه قوي احتمال ويلای سو چي سروان تراسلام مخکي زور+وان= زور وان يازون +وان زور+ وان و چي د وخت په تېريدو سره سون+ وان= سون وان تري جوړ سو دابياپه (سور + وان = سروان) اوښتی دی، (کلا) دظرفي لاحقې (ورستاړي) په توګه ورسره يو ځای سوې ، چي اوس يې خلک (سروان کلا او ځايې خلک يې د ژبي دتسهيل له مخي بيخي (سرن کلااو ساروان کلا) وايې.

دوهم څپرکی

روذان (Rozan)

ابن حوقل۳۶۵هجري کي فيروزقند ته نژدې راسته لاس کي هغه دبُست څخه درخج (کندهار) په خواکي يو ځای د روذان په نامه ښيې او وايې چي تر قرنين کوچنی دی، دکرهڼي او پرېمانه اوبو لرونکی دی، محصول يې منج(منګ) دي.

منګ چي معرب يې(منج)دی،په لومړي زور دهغه خرما په مانا چي سره مښتي وي، او د(م)په پېښ سره د(شنو ماشو) مانا ورکوي، دلته کېدای سي د ليکوال مطلب له شنو ماشو څخه وي، ځکه اوس هم په سروان کلا کي شنه ماش پراخ کرل کيږي

دسيستان دتاريخ ليکوال( ۴۵۰هجريشاوخوا) داسيمه د سروان سره تړلې بللې ده او دبست له توابعو څخه يې بولي، وايې: عوايد يې يوازي پاچاته تلل،په منځنۍ پيړۍ کي داځای له رخج (کندهار) سره تړي او وايې : داښار رخج له ښارونو څخه دی( ) اوس ددې ځای ټاکلې نقطه نه معلومېږي.

نور بيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

3 thoughts on “د هلمند د سروان کلا تاريخي شاليد/ شريف الله دوست/ اوومه برخه”
  1. د لیکوال د معلوماتو لپاره: یو کلی اوس هم په هلمند کی د نهر سراج په اولسوالی پوری مربوط د زنبلی په نامه شته. زنبلی یو بل کلی ته چه حیدر اباد یی بولی نژدی پورت دی. زنبلی سنګین ولسوالی ته هم نژدی دی

  2. شریف الله دوست صیب ډیره په زړه پوری لیکنه مو کړی الله د اجرونه درکړی ………………..

ځواب ورکول Abdul Bari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *