خبریال بشیرالحق عادل- د هلمند ولايتي شورا غړيو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې وويل، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هلمند پر خاوره معامله وکړي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې د سولې په خبرو کې هلمند ولایت طالبانو ته ورکول کېږي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي محمد کريم اتل وايي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هلمند د خلکو قربانۍ په اوبو لاهو کړي.

هغه وويل، داسې اوازې خپرې شوي چې يو شمېر سياسيون او دولتي چارواکي د سولې په خبرو کې هلمند قرباني کوي.

اتل وويل: «هلمند د افغانانو کور دی، که څوک د هلمند ساتنه نه سي کولی نو ولس به يې ساتنه وکړي.»

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې په دغه اوازو دې باور نه کوي او د هغه چا ملا دې ور وتړي چې ولس ته کار کوي.

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردا محمد همدرد هم وويل: د هلمند خلکو په تېره يوه نيمه لسيزه کې ډېر زيانونه وليدل.

هغه وويل د هلمند د جغرافيايي وېش اوازو خلک ډېر اندېښمن کړي، که ولس له خپلې خاورې ساتنه ونه کړي نو دا اوازې به په حقيقت بدلې شي.

په دغه پراخه غونډه کې د کجکي د ټولنيزې شورا مشر دولت ملامته کړ چې هلته خپلو عسکرو ته پر وخت تجهيزات او عاشه نه رسوي.

نوموړي وويل، دولت د امنيت په راوستلو کې بې غوره او پاتې دی.

يو شمېر نورو ويناوالو هم د هلمند د سياسي معاملې د اوازو په اړه غبرګون ښکاره کړ او ويې ويل چې ولس به له خپلې خاورې ساتنه کوي.

د غونډې په وروستيو کې پرېکړه ليک هم صادر شو چې د هلمند د خاورې څخه پکې د ساتنې کلک هوډ او له ولسمشر څخه پکې جدي غوښتنه شوې وه چې هلمند کې نوره جګړه کابو کړي.

هلمند کې دا غونډه وروسته له هغه جوړيږي چې په دې وروستيو کې داسې ګنګوسي دي چې د سولې په خبرو کې يو شمېر جنوبي ولايتونو باندې سياسي معاملې کېږي چې هلمند هم پکې دی، خو دولت دا اوازې په کلکه رد کړي دي.Helmand

One thought on “د هلمند د ولایتي شورا غړیو پر خپل ولایت د سیاسي معاملې په وړاندې خبرداری ورکړ”
  1. د سولې په خبرو کې په دې سره جوړ شوېدې چې هغه ولاېاتونه ېا ولسوالۍ چې د طالبانو نفوس ورپکې زېاد ده باېد طالبانو ته خوشې کړاۍ شې او طالبان به نور د ځان مرګې حملو او په سړاکونو کې بامونه او د بې امنۍ سبب نه جوړېږې دا په دې معنه چې پاکستان غواړې طالبانو ته په افغانستان کې ېو خاصه منطقه په اختېار کې وار کړې او لکه چې څنګه نن پاکستان غواړې چې په افغانستان کې جنک بند کړې همداسې صبا بېرته وکوالۍ شې چې که وغواړې په افغانستان کې بې امنې بېرته په اسانه را منځ ته کړې او د افغانستان د سوله په بدل کې پاکستان به د امرېکه او افغانستان څخه تر ورځ د قېامت باج اخلې او که نه نو …… دې ته واېې سېاست پاکستانۍ

ځواب ورکول ځدران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *