لشکرګاه

تاند- راپورونه وايي چې یو شمېر وسله وال حمله کوونکي د هلمند د ولایت جامع جومات ته ننوتي او له هغه ځایه د ولایت پر مقام ډزې کوي.

د امنیتي چارواکو په وینا بريد شاوخوا لس نيمې بجې پيل شو او لا هم (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) دوام لري.

 د هلمند د امنيت امر پاچاګل بختيار د پېښې پخلی کوي خو اوس يې د نورو جزياتو ورکولو ډډه وکړه.

راپورونه وايي چې د ولايت په جامع کې د ديني عالمانو غونډه هم روانه وه.

ویل شوي چې وسله والو حمله کوونکو، چې غالباً طالبان دي، جومات ته له ننوتو سره سم د علماوو د شورا ريیس مولوي خدای نظر او د سیمه ییزو پولیسو یو مدیر وژلي دي.

د نورو دقیق حال نشته.

دا برید افغانستان ته د پاکستان د ولسمشر، لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس له سفره یوه ورځ وروسته کېږي. نوازشریف په کابل کې وویل چې د طالبانو وروستي بریدونه تروریستي اعمال ګڼي او نور به په خپله خاوره کې طالبان په کرار پرېنږدي.

د لشکرګاه د ننني برید په اړه نور معلومات به همدلته وړاندې شي.

3 thoughts on “د هلمند د ولایت پر مقام له جامع جومات څخه حمله روانه ده”
  1. الله دی خپل رحم وکړی الله دی دی ظالمانو ته خپل هدایت وکړی که هدایت نه وی خدای دی د ځمکی مخ تری نه خلاص کړی وحشت پسی وحشت

  2. یو وخت وو چي د افغان نا مسلمانه (اهل هنود، هندوانو) به هم د مشکل پر وخت یو اسلامي مرکز ( جومات، جامع) ته ننوتل نو بیا د جو مات د سپېڅلتیا له خاطره هیڅ مسلمان په مسجد کي پر هغو لاس نه پورته کاوه، خو اوس د ملايي ځناورتوب له کبله د جهاد په نامه په مسجد کي په عبادت بوخت مسلمان په شهادت رسېږي، او یا هم د سپېڅلي جومات څه پر مسلمانانو حمله کېږي. فکر کوم چي تاریخ به زموږ د جاهلو شاهواني څاند ربو و حشت او ځناور توب په هیڅ ډول ثبت نه سي کړای، ځکه د دوی وحشت په الفاظو نه سي بیانېداي.

ځواب ورکول نثار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *