د هلمند د پولیسو مشره نګاره چې د وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو له ټپي کېدو یوه ورځ وروسته مړه شوه

تاند- د هلمند ولایتي چارواکي وايي، د پولیسو هغې جګپوړې افسرې، چې پرون په دغه ولایت کې د وسله والو کسانو په ډزو ټپي شوې وه، د ټپونو د سختوالي له کبله ساه ورکړه.

د هلمند د پولیسو دا تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې، چې نګینه نومېده، پرون هغه مهال ټپي شوه چې یو شمېر نا پېژندل شویو وسله والو د ولایت په مرکز لشکرګاه ښۍار کې پرې ډزې وکړې.

وسله وال حکله کوونکي، چې نګار یې د خپل کور په مخکې وویشته، په تېښته بریالي شول.

تر دې څو میاشتې مخکې (جولای میاشت) وسله والو کسانو په هلمند کې د دغه ولایت د ښځو پولیسو تر ټولو جګپوړې چارواکې اسلام بي بي دې ته په ورته حمله کې وژلې وه.

پنځه دېرش کلنې نګار د اسلام بي بي له وژل کېدو وروسته د هغې په چوکۍ کار کاوه. دې له تېرو پنځو کلونو راهیسي په پولیسو کې خدمت کاوه.

6 thoughts on “د هلمند د پولیسو جګپوړې افسرې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه”
  1. انا لله و انا الیه راجعون
    الله پاک د جنتونه په برخه کړه، ستا دغه مقدسه دنده زموږ د ولس او خویندو د عزت د ساتنې لپاره تر حج اکبر هم ډیره اکبر ده.

    ستاسو غیرتي میرمنو جرأت او فداکاري وه چې زموږ خویندې په ډاډمن زړه خپل سفرونه کول، د نرانو په لاس نه بلکې تاسو به تلاشي کولې. او همدا ستاسو د دندې ښکاره تقدس دی کچیرې خلک له عقل نه کار واخلي

    1. اوښتون صاحب که ښځینه پولیسې نه وي، د ضرورت په وخت به زما او ستا مور او خور څوک تلاشي کوي؟
      حتي په امریکا او اروپا کې له ښځو ښځینه پولیسې تلاشي اخلي.

  2. زما په اند خو دا موږدپاره یوه بد بخته پیښه ده پدی چی د ښځینه پولیس شتون ډیر کم دی اودا باید په یو ټولنه کښی موجود وی ترڅو وکولای سی هغه جرایم چی د ښځو لخوا ترسره کیږی مخنوی یی وسی

  3. هغه مطل دی وایی دخره دواکه نوو دخره وځل ته یی سوکان بندکړی وه اوس تاسوګوری په افغانستان کښی ډیر شمیر ماشمان اویا سیاسری وژل کیږی ملی اردو اوپولیسو خوښه ځان سمبال کړی دی

  4. خدای پاک دی ظالمان تبااوبربادکړی چی نه پریدی افغانستان کی سوله اوامن فضاراشی او هیوادوال په سوله کی ژوند وکړی

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *