د افغانستان د اوسني نظام هر اړخ چې ګورې نو پکې د فساد رېښې خورا ژورې تللې وي. له ارګه نیولې تر وزاتونو، تر ولایاتو او بیا ولسوالیو او قومندانیو ټول د یوه مافیایې او فساد ککړ نظام په توګه ساه اخلي. داخلې وزارت کې څوکۍ خرڅېږي، د ولایاتو په قومندانیو کې وسلې او د ولسوالیو په قومندانیو کې مرمۍ پیرل کېږي، طالبان د قاچاقبرو پر لاس خپلې وسلې له دولته په پیسو اخلي. د فاع وزارت هم ورته جوړښت لري، سفارتونه خو پرېږده ځینې وختونه خو سفیرانو د بهرنیو چارو د وزیر له لاسلیک پرته له ارګه مستقیم وزیر او سفیر ګمارل کېږي، د بهرنیو چارو وزیر لاسلیک بیا ورسته پسې ورځي.

د هلمند د معارف خبره درته کوم، د هلمند د پوهنې ریاست څخه د هلمند خلک سخت خفه دي، هغوی ترې تر پوزې راغلي، د هلمند د پوهنې ریاست اوسني رئیس له وزیره څوکۍ په پنځوس زره ډالر اخیستې، ویل کېږي چې په هره ربعه کې له وزیر سره حساب کېږي.

د پوهنې ریاست اوسنې رئیس خپل یو زوی په انجنرۍ شعبه کې په دنده ګمارلی، بل زوی یې په استخدام شعبه کې او بل زوی یې په ایکویپ پروګرام کې، او بل پاتي زوی یې په هلمند ولایت کې د یونیسف ادارې تخنیکي مشاوري مقرر کړی، یوه زوی یې اونۍ وړاندي د پوهنې ریاست یو موټر غلا کړ، چې تر دې دمه یې درک نشته، ویل کېږي چې د پوهنې ریاست رئیس ان ددې ریاست د جنرېټر تیل هم غلا کوي.

دلته مې د هلمند د پوهنې ریاست په اړه د فساد په اړه څو کرښې ولیکلې، که په رښتنې توګه غواړئ له دې خبرو خبر سئ، د هلمند د پوهنې ریاست له هر ټيټ رطبه مامور نه چې پوښتنه کوئ، پوه معلومات به درکړي، وزیر صاحب دي په سترګو ړوند شي چې د هلمند معارف نه ویني چې په څومره بد حالت کې دی، الله دې دی په جهنم کې واچوي، مرګ پر دې ظالم او فاسد وزیر- د پښتون قام پوزه یې پرې کړه.

——————————-

په تاند کې د ټولو لیکنو د لیکوالو نظر د دوی شخصي لیدتوګې بیانوي. د لیکوالو نظر تاند نه تاییدوي او نه یې ردوي.

0 thoughts on “د هلمند د پوهنې ریاست په فساد کې تر ستونې غرق دی / محمد سلیم هلمندی”
  1. اي دزبي تيزاو داوربخركي او به باليسي كي رسيدلي محترم وزير صاحب ؟
    داجه له هلمنده ديو بشتون به نامه رتل شوي ءي زه هم بشتون يم ،مونز هم دستا دلاسه رتل شوي يو داسي كار خوك نه كوي جه ديوي مشتركي زبي خلك به ورتول شي
    هغه متل دي يو خان شرموي بل قوم شرموي تا دواره وكره كه جيري دروغ وي عاجل هلمند ته برواز وكره او موضوع تر كنترول لاندي ونيسه او خلكوته قناعت وركره او بشتنوته يو دنيكنامي بايه وكته او دبد نامي خخه ورته نجات وركره

  2. دا خبره خودغرضه حلقي كوي كاملا معكوسه ليكنه ده،د هلمند مكمل دبوهني رياست د بارلمان د وكيلي (نسيمي نيازي) د كورني اختيار كي وه اما اوس زيات خدمت شوي حقيقت مه كتمان كوي.

ځواب ورکول Nasrat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *