حیات الله حیات

تاند- د هلمند والي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم قوماندان وژل شوی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات نن /پنجشنبه/ د چین خبري اژانس سینهوا ته وویل، د طالبانو قوماندان سردار محمد الیاس، چې په ملا اقدام مشهور و، وژل شوی دی.

ده ویلي چې ملا اقدام د هلمند د نیولو لپاره د طالب جګړه مارو قومانده په غاړه لرله.

د افغان چارواکو په وینا ملا اقدام په تېرو څو کلونو کې په هلمند کې د طالبانو د عملیاتو مسوول و.

د هلمند چارواکي وايي، ملا اقدام د هلمند د مرکز لشکرګاه د نیولو لپاره د ۵۰۰ طالبانو قومانده په غاړه لرله خو پرون /چهارشنبه/ سهار مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.

طالبانو، چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې د هلمند شمالي ولسوالۍ په تدریجي ډول ونیولې، اوس د هلمند د مرکز لشکرګاه د نیولو هڅې کوي خو له څو پراخو بریدونو سره سره بریالي شوي نه دي چې د ولایت مرکز ته ننوځي.

دې ډلې روانه اوونۍ لشکرګاه ته نژدې د ناوې ولسوالي د لنډ وخت لپاره ونیوله خو بېرته شاتګ ته اړ ایستل شوه.

2 thoughts on “د هلمند والي وايي، د دغه ولایت د نیولو لپاره د طالبانو مسوول قوماندان وژل شوی”
  1. دهلمند والی دروغ وایی هره ورځ دی یو والی ښی چی شهید شوی دی دا هلمند کی فقد نور څوک نشته فقد والیان دی که دامارت یو عادی کس هم شهید شی دای وایی چی والی دی

ځواب ورکول ایمل خاکسار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *