تاند- په هلمند کې مدني فعالانو وروسته له دې لوږتړ پای ته ورساوه چې د علماوو شورا ورڅخه وغوښتل چې که اعتصاب ختم کړي؛ دوی حاضر دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره هلې ځلې وکړي.

په لشکر ګاه کې یو شمېر فعالانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ماښام (مارچ ۲۳) پر لوبغالي له موټر بمي بریده وروسته لومړی احتجاجي پرلت پیل کړ او وروسته یې په دې خاطر د نه خوړولو اعتصاب وکړ چې د اوربند په اړه طالبانو د دوی غوښتنه ونه منله.

په انتحاري برید کې ۱۶ ماشومان او نور ملکیان شهیدان او ۵۳ نور ژوبل شول.

مخکې تر دې چې د دیني عالمانو شورا له پرلت والو د لوږتړ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي، ۱۲ تنه په روغتون کې بستري شوي دي.

پرلت والو د دیني عالمانو د غوښتنې په درناوي لوږتړ پای ته رسولی خو ویلي یې دي چې د اعتراض خیمې به یې درولي وي او پرلت ته به دوام ورکوي.

یوه پرلت وال عبدالسلام الجزیرې تلویزیون ته وویل«نن /یکشنبه/ سهار وختي د علماوو شورا غړي زموږ خیمې ته راغلل، راسره کېښناستل، ژمنه یې وکړه چې حکومت او طالبانو ته د سولې د یوې طرحې په وړاندې کولو به په ګډه کار وکړو.»

ده زیاته کړه«موږ هیله لرو چې د دیني عالمانو په مرسته به ژر تر ژره یوه طرحه برابره کړو.»

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د معلوماتو پر اساس تېر کال (۲۰۱۷) په افغانستان کې تر ۱۰ زره زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. خو سږ کال یوازې په مارچ میاشت کې، چې پرون پای ته ورسېده، ۱۲۱ ملکیان وژل شوي او ۳۲۲ نور ژوبل شوي دي.

One thought on “د هلمند پرلت والو د علماوو په غوښتنه لوږتړ پای ته ورساوه”

ځواب ورکول noor ah,ad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *