تاند- د هلمند په مرکز لشکرګاه کې یوې موټر بمي تروریستي انتحاري حملې لږترلږه ۱۴ تنه شهیدان کړي او نژدې ۴۰ نور ژوبل کړي دي.

حمله داسې مهال د غازي محمد ایوب خان د لوبغالي مخته وشوه چې د هلمند د والي په شمول دولتي چارواکي او ګڼ شمېر عام ولس د یوې سپورتي سیالۍ نندارې ته راټول شوي وو.

د هلمند د والي ویندوی وايي، یو موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، پرې نښودل شو چې لوبغالي ته ننوځي.

تراوسه د دې تروریستي برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه په هلمند او نورو جنوبي ولایتونو کې عموماً طالبان کوي.

داعش سختدریځه ډله په ننګرهار کې او دغه راز په کابل کې پر شیعه ګانو بریدونه کوي خو طالبانو عموماً په پښتني سیمو کې ډله ییزې وزنې کوي.

د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ داعش تروریستي ډلې په کابل کې د شیعه ګانو پر یوه زیارت د حملې هڅه وکړه. په دې حمله کې، چې ترهګر هدف ته تر رسېدو مخکې ځان والوزاوه، ۳۳ تنه شهیدان او نژدې ۶۰ نور ژوبل شول.

3 thoughts on “د هلمند په تروریستي برید کې لږترلږه ۱۴ تنه شهیدان او ۴۰ ژوبل شول”
  1. دا د پنجاب سپي او د مدرسو مفعولان هره هغه ورځ چې افغانستان کرکټ وګټي دغسې یو برید کوي. دا د لعنتي اولاد په دې نه پوهېږي چې پنجابیان یې ولې په داسې ورځ خرمرګي برید ته هڅوي.‌ چې د افغانانو خوښۍ پرې وغموي.

  2. طالیبانو یو بل غټ ظلم د خپلو ظلمونو په لړی کی ور ګډ کړ.په مظلمو او بیګناه خلکو یی ښایسته پسرلې نیماخوا کړ.ایا ډی قتل او قتول پوښتنه به له د قاتیلینو څخه الله ج ونکړی؟په کوم ګناه طالیبانو دا خلک قتل کړل؟.په کوم دین کی ډی خلکوقتل روا وه؟راځی چه الله ج ته عذر او د زړه له اخلاصه دا سوال وکړو.چه ېا الله ج زر تر زره مو له دی خوارجو څخحه خلاص کړی.شهیدانو ته جنتونه.او وارثاو ته یی صبر جمیل غواړو

  3. I don’t think the people who caused this attack believe in Holy Quran and Mohammad’s(PBH) teachings, because Holy Quran forbids the killing of innocent people, even the killing of non Muslim innocents.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *