تاند- راپورونه وايي چې پرون /سې شنبه/ په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې ۳۵ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پنځه ورځې پخوا په سنګین ولسوالۍ کې پیل شوې وه او راپورونه وايي چې جګړه لا هم روانه ده.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک تایید کړه چې لا هم په سنګین کې نښته روانه ده.

ده په عین حال کې وویل چې په دې خونړۍ جګړه کې تراوسه پوري ۳۵ ملکیان وژل شوي او ۴۰ یا تر دې زیات ژوبل شوي دي.

عمرځواک دا هم وویل چې د سنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کې لږترلږه ۵۰ وسله وال مخالفان وژل شوي دي. ده د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل چې د ملي اردو ۹ سرتېري او د ملي پولیسو ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

عمرځواک دا هم وویل چې د سنګین ولسوالۍ په روانه خونړۍ نښته کې تراوسه پوري د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ۴۰ سرتېري ژوبل شوي دي.

د دې راپور د خپرېدو تر شېبې پوري وسله والو طالبانو د سنګین د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

که د افغانستان په کومه بله سیمه کې دومره حلک وژل شوي واي؟؟؟

0 thoughts on “د هلمند په خونړیو نښتو کې په لسګونو ملکیان او پوځیان وژل شوي”
  1. زه اکثره وخت فکر کومه چی دا افغانان ولی دومری زوریږی چی هر څومره فکر پکښی وهم علت یی یو شی راته مالومیږی هغه دا چی خلګو دین ته شا ګرځولی ده او په دین کښی نوی شیان اضافه کوی او د اسلام دین یی نورو ته ډیر تنګ کړی دی نو دا زه د الله تعالی عذاب بولم.

  2. داخو د ګل مرجان په خبره ګوسفندان دي که مري بلامې ورپسې خو که په پنجشیر او شمالي کې خر هم مرداریږي نو حقوق بشر تر خپو لاندې کی کیږي زه هغه افغان طالبانو ته وایمه چې تر څو به خپل افغان ورونه وژنئ او د تور څټو پنجابیانو او د ریزیلو ایرانیانو په خوله او د هغوی د ګټو لپاره به خپل پلرنی هیواد چې خاپوړې مو په کې کړي دي، ورانوئ. الله د هدایت درته وکړي. راځئ او د خپلو افغانانو ورونو په څنګه کې ودریږي او اوږده په اوږده د کورنې او بهرنې دښمن سره وجنګیږئ او خپل هیواد ته سوله او سوکالي راولئ.

    په درنښت
    نور

  3. پښتانه مری او ګټه ی نورو ته رسیږی دی خوا یی هغه بی فرهنګه متعصبو حلقو ته رسیږی چی ټول عمر یی د پښتنو سره په لا نحو کی تیر کړی لکه فعلا شمالی ټلواله ، فاشصت پدرام، سادات، حفیظ منصور او محقق او داسی ډیر نور او هغی غاړی یی تورو پنجابیانو ته ګټه رسیږی نو ای پښتنو که د طالب په جامه کی یی ، که د مجاهد په جامه کی یی او که د حکومت په جوکاټ کی یی د الله په خاطر د هغه محبوب پیغمبر په خاطر د پاک قران په خاطر که د بل پښتون ناموس او واړه بجیان درته اهمیت نلری د خپلو بچو او ناموس په خاطر بس دی نور په دی مظلوم ملت ورحمیږی دا هم د الله مخلوق دی ، خالق لری او پوښتنه به یی درنه کیږی نور نو د نورو په اشارو ، په غولونکو شعارونو او د یو څو روپو په خاطر نور دا ملت مه قتلوی او هیواد مه ورانوی

ځواب ورکول نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *