خبریال: نصیب (لشکرګاه) د ۲۱۵ میوند قولي اردو مسؤلان وايي، د سلواغې پر ۲۶ مه يې د افغان ځواکونو له لوري د هلمند په شمالي ولسواليو کې پراخ عمليات پيل کړل چې اوس مهال په سنګين ولسوالۍ کې روان دي.

د ۲۱۵ میوند قولي اردو دعامه چارو  امر ډګروال محمدرسول ځاځي رسنيو ته ويلي دي چې، د يادو عملياتو پيل يې له سنګين ولسوالۍ کړی دی چې پر هوايي ځواک سربېره پکې پياده توپچي، افغان کمانډو، ملي پوليس، د عامه نظم او د ملي امنيت سرتېري شامل دي.

ځاځی وايي: په دې عملیاتو کې تر دې دمه د ماین جوړونې یوه لویه فابریکه، د مخدره توکو یو لوی ګودام ویجاړشوي او ۲۴ طالب وسلوال وژل شوي دي.

ياد عمليات د دفاع وزارت په مشرۍ په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو لخوا پر مخ وړل کيږي.

ډګروال محمدرسول ځاځی وایي؛ دغه عملیات به د هلمند په شمالي ولسوالیو کې تر هغو روان وي ترڅو سيمه په بشپړه توګه له امنيت برخمنه شي.

ورته وخت کې د هلمند والي ویاند عمرځواک وایي: په دې عملیاتو کې یو شمیر سیمې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ځواک په خبره چې په یو شمیر سیمو کې د دولت وسلوالو مخالفینوته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې تر اوسه نه ده څرګنده.

که څه هم ځواک په دې عملياتو کې د ملکي خلکو د خونديتوب ډاډ ورکړ خو ويې ويل چې د وسله والو له لوري ښخ شوي ماينونه د ملکي خلکو پر وړاندې لوی خنډ دی او اکثره وخت د دوی د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د دغو پراخو تصفیوي عملیاتو د پیل خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې؛ ویل کیږي د دې عملیاتو لپاره شاوخوا۷۰۰۰ زره ځواکونه ګمارل شوي، چې په توپچي او هوایي ځواک سمبال یي پرسنګین ولسوالۍ خپله حمله تیره ورځ ناوخته کړې او دا مهال د دوی په قول چې پوره لاسته راوړنې لري.

سره له دې چې د هلمند درې ولسوالۍ ديشو، باغران، او ناومېش د دولت د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي، امنيتي ځواکونه به په دې عملياتو کې بريالي شي که پاتې به راشي؟

دا هغه پوښتنه ده چې وخت به يې روښانه کړي.

له بلې خوا د سرحدي ځواکونو عمومي قومنداني وايي چې سرحدي ځواکونو د هلمند په تریخ ناور سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

په هلمندکي د شپږسوه څلورم سرحدي زون د اپراسیون مدیر سمونمل میرزا محمدخان، چي د تریخ ناور په سیمه کي د سرحدي ځواکونو د عملیاتو مشري پرغاړه لري، وايي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ دغه عملیات پیل شوي څو هغه سیمې چې د وسلوالو مخالفانو تر تهدید یا کنټرول لاندي وې پاکې کړي .

د هغه په وینا اوسمهال دوی یو شمیر سیمې ترخپلې ولکې لاندي راوستي او سیمه یې امن کړې ده.

One thought on “د هلمند په شمالي ولسواليو کې تصفیوي عمليات پيل شول”
  1. (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د دولتي عسکرو له لوري په پیل شويو عملیاتو کې د سنګین ولسوالي د مالمند بازار سلګونه دوکانونه سوځول شوي دي.

    د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو، عامه نظم عسکرو او اربکیانو په ګډه د دې بازار دوه سوه دوکانونه او یو موټر پلورنځی چې لسګونه موټر پکې ولاړ و، سوځولي دي.

    د سیمې یو قومي مخور حاجي روح الله وايي چې عسکرو ټوله ورځ له طالبانو سره په جګړه تېرکړه «تیاره ماښام يې خپل غچ له عامو خلکو واخیست، دوکانو ته يې له مخې اورونه اچول.»

    حاجي روح الله وايي چې د دې عملیاتو عمومي قومندان دادان لونګ ته يې هم شکایت کړی دی، خو په خبره هغه ورته ویلي چې په دې دوکانونو کې طالبانو ماینونه جوړول، ځکه باید وسوځول شي.

    هغه وايي: «قومندان ویل چې په دې دوکانو کې طالبان بمونه جوړوي او تاسې ټول ورسره همکار یاست، نو وه زوی مړې دا خو د خلکو دوکانونه و.»

    په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسوول هم وايي چې دوی په سنګین کې یوه د هیروینو او یوه د بم جوړولو فابریکه ویجاړه کړې ده.

    محمد رسول ځاځی وايي چې دوی په دې عملیاتو کې تر دېرشو ډېرو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

    بل اړخ ته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي چې دولتي عسکرو د عامو خلکو دوکانونه او یو موټر پلورنځی سوځولی دی، چې دوی پورې يې هیڅ اړه نه درلوده.

    یاده دې وي په هلمند کې د دې اوونۍ له پیل سره د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي، چې د سیمې د خلکو په خبره دولتي عسکر له طالبانو سره د مقابلې او جګړې پر ځای د دوی ځورولو ته «چاڼیز» عملیات وايي.

ځواب ورکول سیف الله منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *