تاند- د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو په تېرو ۳ ورځو کې په هلمند ولایت کې په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د هلمند ولایتي چارواکو تایید کړه چې د سې شنبې په ورځ /فبروري ۱۶/ لږترلږه ۱۸ افغان سرتېري د سنګین او موسي کلا په جګړو کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

له دې جلا په ګریشک ولسوالي کې ۱۰ پولیس وژل شوي دي.

همداراز د دوشنبې په شپه په نېښ ولسوالي کې لږترلږه ۲ پولیس هغه مهال ووژل شول چې یوه طالب د پولیسو په جامه کې پرې پولیسو ډزې وکړې.

د یکشنبې په ورځ په یوه خونړۍ پېښه کې، چې په سنګین ولسوالي کې وشوه، ۱۵ پولیس او د ملي اردو ۷ سرتېري ووژل شول.

طالبانو سږ کال (۱۳۹۴) په هلمند کې خورا خونړۍ او سختې حملې کړي چې دا ولایت ونیسي. د هلمند پر سر په جګړو کې په سلګونو وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. د هلمند په لسګونو زره اوسېدونکي بې ځایه شوي، په لکونو ماشومان له زده کړو محروم شوي او د عامو خلکو اقتصاد بد ګوزار خوړلی دی.

2 thoughts on “د هلمند په وروستیو جګړو کې په لسګونو امنیتي ځواکونه وژل شوي”
  1. افرین داسي راپور مو لیکلي لکه طالبانو چي نشر کړی وي یو څه د فکر څخه کار واخلي تاسو اوس د طالبانو نمایندګي کوي؟ که یوه خپلواکه رسنۍ یاست؟

  2. په رښتیا هم تاند وال په رپور جوړولو کی د طوع په قدم روان شول
    زمونږ سرتیری شهیدان کیږی ، وژل کیږی تروریستان

ځواب ورکول نجیب الله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *