تاند- د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد موهل وهونکي یا ماسک لرونکي جنګیالي پیدا شوي دي.
د دغو جنګیالیو هویت تراوسه څرګند نه دی خو ځیني خلک وايي چې دا کسان د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې غړي دي.
د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار رسنیو ته ویلي چې دا مول وهونکي جنګیالي حاضردمه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جنګ دي.
د رسولیار په ادعا تر اوسه پوري د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې د دواړو لورو په لسګونو کسان وژل شوي دي.
رسولیار په زغرده ونه ویل چې دا کسان د داعش غړي دي او که په کومې بلې ډلې پوري تړاو لري خو د هلمند د ولایتي شورا د رييس په ګډون یو شمېر نورو چارواکو وویل چې مول لرونکي ځانونه د داعش غړي ګڼي.
دوی وايي چې د دې ډلې مشري د طالبانو د واکمنۍ د مهاال د یوه قومندان ملا عبدالروف په غاړه ده.
په وروستیو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې کلکې اوازې دي چې د طالبانو ځای د داعش توندلارې ډله نیسي.
تر دې مخکې په نورستان ولایت کې دې ته ورته مول وهونکو د طالبانو یو شمېر قومندانان په دار وځړول. د سیمې اوسېدونکي د نورستان مول وهونکي د پاکستان د لشکر طیبه د توندلارې ډلې غړي بللي ول.
خو طالبانو تراوسه پوري نه د هغې او نه د هلمند د پېښو په اړه څه ویلي دي.
چه د روغ لیونی ورځ تیاره وی نور دی ټول خدای ورک کړی، له طالبه نیولی تر مقاومت پوری،له جنش نه نیولی تر جمیعت پوری
جالب خبر دی .یواځی الله ج به دایم باقی وی. . زما په ګمان هرشی آخر لری او له دی معلومیږی چی د طالبانو مرګوټی هم را ورسید. د دی طاعون نوم خو داعش دی یعنی د عراق او شام ( سوریی ) اسلامی دولت . مګر کوم شی چی دلته په افغانستان کی هیڅ معنی نه لری ، عراق او سوریه چیرته او افغانستان چیرته ؟ هسی د افغانانو وژل او مرګی راغلی دی کله یو او کله بل نوم ورته جوړوی. داټول پلانونه د پنجابستان دی .ملافضلو یا ملا ډیزلی یی قراردادی دی او په هلمند کی زیات ګمان د ایران په آخندی رژیم هم کیدای شی چی غواړی سیمه ناآرامه او اوبه خړی کړی چی بیا د هلمند مست او سرشاره سیند زاهدان او نورو برخو ته وغځوی. د خبرونو په خپرولو کی باید زمونږ چارواکی له دقت او کره معلوماتو نه کار واخلی .
د کابل ادارې د مزدورو چارواکو او ځينو مغرضو کړیو لخوا آوازه خپره شوې چې په هلمند ولایت کې د مجاهدينو ترمنځ خپل منځي نښته شوې چې ډيرتلفات اوښتي او د اسلامي امارت په خلاف تور بیرغونه پورته شوي او داسې نور افواهات….
موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، په هلمند ولایت کې ټول مجاهدين د خوږو وروڼو په شان ديوقيادت او يوه بیرغ تر سیوري لاندې د يوه سپيڅلي هدف لپاره په جهاد او مبارزه بوخت دي، داچې په هلمند کې په دا وروستيو کې د دښمن تلفات او زیانونه ډير شوي، عسکرو او پولیسو يي روحيه بايللې او محلي چارواکي يې وارخطا شوي غواړي د حالاتو د کابو کولو لپاره د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف او تفرقو غلط خبرونه خپاره کړي او په تأسف سره چې د ځينو په نوم آزادو خو په واقعيت کې مغرضو رسنیو له خوا هم بې له دې چې د مجاهدينو غبرګون په نظر کې ونیول شي او اعلان کړل شي، په يولوريز ډول د دښمن د زهرجنو تبلیغاتو په شیندلو کې هڅه کيږي.
موږ دغه راز ټول افواهات په کلکه ردوو، او خپل ملت ته ډاډ ورکوو چې دښمن به د مجاهدینو ترمنځ د درځ اچولو په شومو دسیسو او هڅو کې بریالی نشي. ان شاءالله
سلام علیکم.
که دا خبره رښتیا شوه چی داعش دلته افغانستان راغلېوی.نو داد سرطان دمریضې شروع ده چه عاجل یې مخه باید ونیول شې .؛؛؛ که نه نو دسوریې او عراق په شان به په څو ټوټو خدای مکړه افغانستان تجزیه شې.دا خبره په یاد ساتې چه ګران وطن به مو ټوټه ټوټه شې؛؛؛. خدایه خپل دلوی خدایې په روی سره فضل وکړې. امین
د داعش له نظره طالبان کافران دی
د دوي ویبپاڼه لیکي، ملا عمر جاهل او قریشي سید نه دی چی امیر المومنین شوی وای، دوهم ذاچی د نړیوال کفر نماینده دفتر ته دوي سیاسي نماینده استولی وو او له دغه ارګانه یي په مکرر ډول غړیتوب غوښتل، بل داچه طالبان پاکستان کی جهاد نه مني، او د طالبانو وروستی کفر د اوسني خلیفة الاسلام الشیخ ابوبکر البغدادي بیعت نه کړل دی، د دوي په آند د مسلمانو شرعی امیر دا مهال بغدادی دی نه جاهل ملا عمر.