تاند- په ګریشک ولسوالي کې د القاعده د غړیتوب په تور د دوو ښځو پر نیولو د هلمند یو شمېر خلک په غوسه شوي او د هغو د فوري خلاصون غوښتنه کوي.

امنیتي چارواکي او د هلمند ولایتي اداره وايي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د ګریشک ولسوالي په مالګیر سیمه چاپه واچوله چې په لړ کې یې د القاعده شبکې دوه فعالان ووژل شول او د دوو ښځو په ګډون څلور نور ونیول شول.

له پېښې وروسته د هلمند یو شمېر قومي مشران د اعتراض لپاره د هلمند د والي دفتر ته لاړل او له محمد یاسین خان څخه یې وغوښتل چې ښځې ژر تر ژره خوشی کړي.

دوی والي ته وویل چې د ښځو نیولو د ګریشک د مالګیر د سیمې خلک سخت په غوسه کړي دي.

د هلمند والي قومي مشرانو ته وویل چې دواړه ښځې په دې تور نیول شوي چې د القاعده شبکې غړیتوب لري او د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیول شوي دي.

د هلمند والي په عین حال کې قومي مشرانو ته وویل چې د دوی غوښتنه به په کابل کې له مرکزي حکومت سره شریکه کړي او د خلکو د دود په درناوي به ښځې خوشي شي خو نارینه به تر هغو خوشي نه شي چې تحقیقات بشپړ شوي نه وي.

3 thoughts on “د هلمند یو شمېر قومي مشرانو له والي وغوښتل چې د القاعده په تور نیول شوې ښځې پرېږدي”
  1. د ا د هلمند مشران چې دومره د ښځو پر حق او پر عزت او حيا ولاړ دي، نو نران دې سي او همدارنګه مظاهره دې هم د هغو وحشي او د پاکستان پر زد وکړي کوم چې هره ورځ همدا وحشي ځناور هره ورځ پر جوماتونو،ښارونو کې بې ګناه ملکيان هره ورځ پر شهادت رسوي او يا يې پر تيګو ولي او ژوندې يې له خاورو لاندې کوي، زه د هلمند خلکو ته هيران يم چې اوس هم د هغه وحشيانو دفاع کوي چې هره ورځ يې وژنې او په کليو او کوڅو کې يې د پنجاب مزدوران کرځي او دوی مړې سترګې ورته کوري. شاباس ستاسو په عقل او غيرت، لږ خو افغاناني غيرت پیدا کړی.

  2. څومره به ښه وي چې د احساساتو پرځای له عقل او تحمل نه کارواخلو.
    زمونږ مشرانو مونږ ته څومره ښه متلونه او پخې خبرې پرایښې دي . که مونږ پر هغو عمل وکړو ، له ډېرو لږو سهوو ، اشتباه او خطا ګانو سره به مخ شو ؛ مثلا:
    وایی خپل عمل د لارې مل دی .
    چې بد ګرځي ، بد به پرځي.
    که شمال نه وي ، د ونې پاڼې نه ښوري.
    خپل مال ساته او ګاونډی غل مه نیسه.
    ترڅو چې رښتیا راځي ، درواغو به کلي وران کړي وي.
    دا متلونه مې د هلمندیانو ورونو تر وروستیو غمیزو دلته نقل کړل.
    ستاسو احساسات ډېر پاک او حق پر جانب یاست . مونږ پښتانه هېڅکله د ښځو سپکاوی نشو زغملی. ښځو ته ډېر درناوی لرو او څو مو په وس کې وي د ظالمانو منګولو ته یې نه پرېږدو.
    اما نن زمانه بدله شوېده، زمونږ د خاورې ، دین او کلتور دښمنان له هرې وسیلې کار اخلي . دوي خپلواهدافو ته د رسېدو لپاره له سپین ږیرو ، ماشومانو او ښځو نه هم استفاده کوي. ځوانانو ته د ښځو کالي او چادري وراغوندي. ماشومان ځان مرګي ته هڅوي او د حورو د دیدار لپاره یې د بېګناه ولس وژلو ته رالېږي . پر ښځو جاسوسي کوي او پرځوانانو خپل ولس او قوم وژني .
    بنا جرم چې څه ډول وي هغه جرم دی، خصوصا سنګین جرایم چې د یو ملت ټولو ګټو ته پکې تاوان رسیږي د بښلو نه وي.
    په هلمند کې دولتي مقامات وایې چې په نیول شویو خلکو د جاسوسی تور دی . که داخبره رښتیا وي نو پرېږدئ چې تور او سپین مالوم شي. که بې ګناه ثابت شول ، برائت به واخلي او خپل کورته به راستانه شي. که مجرم ثابت شول خپله جزا به وویني.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *