تاند- د هلمند د پرلت لږترلږه ۶ لوږتړ کوونکي وروسته له دې روغتون ته ولېږل شول چې روغتیايي وضعیت یې خراب شو.

راپورونه وايي چې د دوی په منځ کې د دوو حال ښه نه دی.

پرلت والو، چې په خپل ولایت کې د بمي او انتحاري حملو د پای ته رسېدو او اوربند غوښتنه کوي، دوه ورځې وړاندې لوږ تړ وکړ، ویې ویل تر هغو چې ښکېلو خواوو د دوی غوښتنې منلې نه وي، د نه خوړولو اعتصاب ته دوام ورکوي.

د هلمند مرستیال والي پرلت کوونکو ته ویلي چې د اوربند غوښتنه مني خو وسله والو طالبانو ویلي چې پرلت وال دې د دوی سیمې ته د سولې او اوربند لپاره په ننواتي نه ورځي او د دې پر ځای دې په ښوراب او کندهار کې د امریکايي پوځیانو اډو ته ورشي او له هغوی دې وغواړي چې له افغانستانه ووځي.

خو د کوټې شورا په یوه اعلامیه کې پرلت والو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې موسي کلا ته ورنه شي او که ورغلل د هرې ناوړه پېښې مسوولیت به د دوی په خپله غاړه وي.

پرلت والو مخکې ویلي وو چې له لشکرګاه څخه به تر موسي کلا پورې پلی لاریون وکړي او له طالبانو به وغواړي چې اوربند ومني.

2 thoughts on “د هلمند ۶ پرلت کوونکي په روغتون کې بستر شول”
  1. د مسلمان لوږتړ نو داسې نه وي لکه د نور غیره قومونو په شان.‌ مسلمان به د حلاتو پر وخت الله ج ته متوجې کيږي او ددې لوږتړ پر ځای دې روژې ونیسي او په عامو افغانانو دې ژغ وکړي چې ددوی سره يو ځای روژې پیل کړي نو امید دی چې الله ج حالات بدل کړي.‌ حالات چې خراب دي خو خپل عملونه دې هم
    پا کوو چې کوم هغه څه دي چې مسلمان یې نه کوي.‌
    هسې دې ځانونه په لوږه نه خرابوي نه یې صحت فایده رسيږي او نه الله ج داسې جاهلانه اعمال قبلوي.‌

  2. دا خلك هسي ليونيان دي چي اعتصاب كُوي. اعتصاب په هغو كسانو تأثير كُوي چي په خپله إنسان وي أو يا هم د إنسان اولاد وي او ترحم ولري. په تاسف چي طالبان دا يؤ خصوصيت هم نلري. نو اعتصاب د چا لپاره

ځواب ورکول Fahimjan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *