تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د ثبات او همپالنې د ټیم ارشد غړي امیر محمد اخونزاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم د ډېر مجبوریت له کبله نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دوه ځایه د تحلیف په مراسمو پوهېږي چې د هیواد اقتصاد او امنیت ته بده ضربه رسوي، خو د دې هر څه مسوولیت ډاکټر اشرف غني دی چې له عبدالله سره جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي.

ښاغلي اخونزاده وویل، همه شمول ولسمشر به د تحلیف له مراسمو وروسته د سولې یو کمېسیون جوړ کړي تر څو له طالبانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي.

د اخونزاده په خبره حامد کرزي او زلمي خلیلزاد تر ډېره هڅه وکړه چې له اشرف غني سره د عبدالله عبدالله یو جوړجاړی رامنځته کړي خو ارګ د دوی هیڅ غوښتنه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې له سهار راهیسې د عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته خلک راټول شوي دي.

2 thoughts on “د همپالنې غړی اخونزاده: د عبدالله د لوړې مراسم مو له ډېر مجبوریته نیولي”
  1. ای ستا ښځه وغیم بی ناموسه. زه دی ښه پیژنم. تا او ورور دی ټوله هلمند لوټ کی اوس بیا غواړی چوکی ته ورسیږی د قاتل زو

  2. دا مو اوریدلی یا لوستلی ( په نکلونو او افسانو کی) وه چی ( مثلاً ) یو ځوان د واده په شپه پر بلی پیغلی هم مین سوی او د مخکنی میرمن سربیره ئی له نوی معشوقی سره هم په عین شپه د واده مراسم تر سره کړی وی
    خو
    دا مو نه دی اوریدلی چی یوه میرمن دی د واده په شپه پر بل ځوان هم مینه سوی او له دواړو سره ئی نکاح تړلی او د واده مراسم تر سره کړی وی
    د نظام او وولس هر اړخیزه (خصوصاً اخلاقی او روحی) ګټه به پدی کی وی چی فقط د همهغه یوه میړه سره د مراسمو د تر سره کیدو شاهدان اوسی.
    د عبدولا جان مراسم به د یو ننګین میراث پتوګه فقط د هغه او د هغه اکوندادګانو او انډیوالانو په غاړه کی د رسوائی او افتضاح یو خیرن امیل او د تاریخ او ټولنی د ترخی خندا پتوګه به ثبت سی او بس
    دا احتمال هم وجود لری چی لویو لوبغاړو رضائیت او پټ توافق د عبدولا جان د مراسمو په را منځته کیدو کی نغښتی او د دولت او نظام د تثبیت او ټینګښت په لیاره کی د یو تخریبی اقدام پتوګه کار تری واخیستل سی

ځواب ورکول عبدالخالق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *