تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: که څه هم د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله وايي، چې د مشهور دروغجن او درغلګر لخوا د ملت په برخلیک د لوبو وخت ختم شوی او دی به له خپل ټیم سره ډېر ژر نوی حکومت جوړ کړي، خو د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح یې بیا په غبرګون وايي، د کوڅه يي ادبیاتو د کارولو وخت تللی او خلک قانون ته درناوی غواړي.

ښاغلي عبدالله نن ماسپښین درې بجې په یو خبري کنفرانس کې اشرف غني ته په اشاره دا خبرې وکړې او زیاته یې کړه د ملي یووالي حکومت یې د ملي مصلحتونو په اساس ومانه، خو له دې څو ساعته وروسته ښاغلي صالح په یو خبري کنفرانس کې وویل، د بریالی نوماند د اعلان حق یوازې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دی.

نوموړي وویل، که څوک پر ده نیوکه کوي چې ولې یې امریکا غږ ته خپل ټیم بریالی ښودلی، نو د ده په وینا هغه یې یو حدس وهلی دی نه دا چې اعلان یې کړی وي.

هغه له نورو نوماندانو غوښتنه وکړه چې د خلکو ارادې او قانون ته درناوی وکړي، نه دا چې کوڅه يي ادبیات وکاروي: (( د خلکو ذهنیتونه مه خرابوئ، موږ له کوڅه يي او د سړک د سر له قضاوتونو څخه د قانوني قضاوتونو پر لور تلل غواړو.))

 د ثبات او همپالنې او دولت ساز په نوم ټیمونه چې سږ کال بیا تر رسمي پایلو وړاندې یو تر بله د بریا ادعاوې کوي او د درغلۍ تورونه لګوي په اړه یې ولس وايي، اندېښمن دي چې د دغو لوریو د ټکر له کبله یو وار بیا د بحران او کورني جنجال شرایط برابر نه شي.

4 thoughts on “د همپالنې او دولت ساز ټیمونو مشرانو یو پر بل لفظي ټکونه کړي”
  1. عبدالله هیڅ هم نشي کولی، شکر دا ځل د غوبل جوړولو ماستر اوستاذ صالح صاحب ورسره نشته چې د پولیس رنجرې ته وخیژي. کوڅه یي ادبیاتو ته هم ځای نشته، څوک به یې وایي؟ صالح صاحب خورییس جمهور سره دی او رییس جمهور دپوهنتون معلم پاتی شوی،کوڅه یي ادبیاتو ته اجازه نه ورکوي هههههههه

  2. electoral comession working hard. result will announce to all afghans.

    now we have strong army&police.abdullah can not do any thing.
    we want united afghanistan.
    thank you

  3. د ولسمشري لپاره د کاندیدانو هغه ټیم چې د کوڅه ډبو په شان ادبیات استعمالوي ، د افغانستان دولتي او ملي مشرانو ته اهانت او سپکاوی کوي ، هغه معزز شخص ته چې د امریکا په مختلفو پوهنتونونو کې د استادي ویاړ لري ، د دوماستري ترڅنګ دوه دوکتوراوي لري او پنځه کاله د هېواد زعامت کړی دی،
    دوهم مرستیال یې د پښتون لوی قوم ته د فاشیست خطاب کوي ،
    سکرتر یا د دفتر رئیس یې د افغانستان نوم نه مني او خپله لا تر اوسه د افغانستان د تابعیت تذکیره نه لري،
    د افغانستان خلک به له هغه د کوم خدمت توقع وکړي.
    مونږ دغو کسانو ته وایو چې تاسو چریکي او د جنګ په پوستو کې د کنځلو ادبیات ، د وطن د ورانۍ ، د انسانانو د وژلو او ملي نفاق روزنه ترلاسه کړېده او له تاسو نوره ګیله هم نده پکار . بریال

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *