د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې کترينه کيف چې د خوبونو په شهزادګۍ هم مشهوره ده، د خپل نوي جوړېدونکي فلم د شوټنګ پر مهال له اسه لوېدلې او ژوبله سوې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په اساس، کترينه کيف دا مهال د يو نوي فلم په عکسبندي اخته ده او د شوټينګ پر مهال يې په يوه صحنه کې شديده ژوبله سوې ده.

هندي رسنۍ وايي، کترينه د شوټينګ پر مهال، پر يوه ياغي اس سپره سوې او ټاکل سوې وه چې دا بايد هماغه اس وځغلوي، خو څه د اس ياغيتوب وو او څه د کترينه کيف د تجربې کمولای چې پر اس يې ځان تکيه نه کړای سوای او لاندې ورڅخه رالوېدلې ده.

ډاکټران وايي، د کترينه کيف سر پر ځمکه لګېدلی او غاړه يې خوږ سوې ده، خو وايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

جالبه دا ده چې که څه هم له اس څخه د لوېدو له امله د فلم ډايريکټر ابېشک کپور کترينه کيف ته د ارام لپاره د يوې ورځې رخصتي ورکړې، خو کترينه د خپل ضدي طبيعت له امله ضد کړی او په هماغه شېبه بيا پر هماغه اس سپره سوې ده.

هندي رسنۍ وايي، په دويم ځل کترينه کيف په خورا ډاډه زړه پر اس پښه اړولې او تر منزل پورې يې په خورا مهارت رسولی دی.

هيله حيا

2 thoughts on “د هندي سېنما د خوبونو شهزادګۍ ژوبله سوې”

ځواب ورکول قادرشاه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *