وینای کومار

 تاند- هندي رسنۍ وايي چې (وینای کومار) په ستراتیژیک او کلیدي هیواد افغانستان کې  د هند د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

اوسنی سفیر مانپریت ویهرا له ۲۰۱۵ څخه په افغانستان د هند سفیر دی.

نوی سفیر ښاغلی کومار له ۱۹۹۲ م کال راهیسې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي او د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم نوموړی به ژر کابل ته لاړ شي او کار به پیل کړي.

ده تر دې وړاندې په ملګروملتو کې د هند د دایمي استازي په توګه هم کار کړی دی.

هند د افغانستان تر ټولو مهم سیمه ییز متحد دی او سربېره پر دې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې، په زروګونو افغان محصلان یې په خپلو پوهنتونو کې روزلي دي.

هند دغه راز د افغانستان ملي – او دفاعي ځواکونه روزي.

د چاه بهار بندر د لومړي فېز له پرانیستنې او د دوو هیوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز له ایجاد سره د افغانستان او هند راکړې ورکړې مخ په ریاتېدو دي.

One thought on “د هند حکومت وینای کومار د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه”
  1. مونږ ورته ښه راغلاست وایو. هندوستان د افغانستان ریښتنی دوست هېواد دی. هندوستان، د پاکستان د منافق هیواد پر خلاف چې له څلویښتو کالونو راهیسې د افغانستان ورانولو پسې نښتی دی، د افغانستان په ابادولو کې په عملي توګه کار کړی او لا یې کوي. وروستۍ بیلګه یې په کابل کې د اوبو د یوه بند د جوړولو تړون دی چې له افغان حکومت سره یې کړی دی او ویل کیږي چې د کابل ښار خواوشا ۲ میلیونو خلکو ته به پاکې اوبه ورکړي. لعنت پر آی ایس آی او د پاکستان په منافق پوځ چې د افغانانو د وژلو لپاره ترورستان تربیه کوي.

ځواب ورکول افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *