تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید نن له کندهاره تر ستنېدو وروسته وویل، هیواد به یې د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک ته هیلي کوپترې ورکړي.

سلمان خورشید په کندهار کې د هند په مرسته د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ د پوهنتون په مراسمو کې له ګډونه وروسته وویل:«موږ دوی ته څرخکې ورکوو، او ژر به یې ورکړو. موږ دوی ته ځیني لوژیستیکي مرستې هم ورکوو او هیله لرو چې د دوی ترانسپورتي الوتکې به ترمیم او په نویو وسایلو سمبال کړای شو.»

ښاغلي خورشید د افغانستان ثبات مهم وباله، ویې ویل:«فکر کوم چې د افغانستان ملي اردو لوی کارونه کړي. موږ د دوی د ظرفیتونو په جوړولو او مسلکي روزنې کې برخه اخیستې ده. د دې هڅو نتیجه له ورایه ده، دوی (افغان ځواکونه) مسوولیتونه په خپله غاړه اخلي. دوی خطرونو ته ښه ځواب وايي.»

د هند د بهرنیو چارو افغان الاصله وزیر په دې ټینګار وکړ چې هند له افغانستان سره مرستې نه سپموي او هیواد یې څرګنده پالیسي لري چې هدف یې دا دی چې افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

ده په عین حال کې وویل چې هیواد یې افغانستان ته ډېر شمېر وسلې او تجهیزات نه ورکوي.

سلمان خورشید افغانستان ډېر ځانګړی وباله، او ویې ویل هند افغانانو ته هر هغه څه ورکوي چې دوی احساس کوي اوس ورته اړتیا لري.

3 thoughts on “د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې افغانستان ته هیلي کوپترې ورکوي”
  1. د هند هدف د پاکستان رټل او انزوا دوی به له چا سره مرسته کوي چې دپاکستان خلاف و ي او هغوی د افغانستان په غم کې ندي !
    هند د احمد شاه مسود سره د مجاهدینو او طالبانو په وخت کې مرسته کوله!!

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *