تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن/شنبه/ د هند صدراعظم نریندر مودي ته د افغانستان تر ټولو لوړ دولتي نښان ورکړ.
ولسمشر غني د هند صدراعظم ته د امان الله خان نښان د هرات په چیشت شریف کې د افغان- هند د دوستۍ د بند له افتتاح وروسته ورکړ.
هند په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.
د دغه هیواد په مالي مرسته د دلارام – زرنج لویه لار، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، ګڼ شمېر ښوونځي، کلینیکونه او د سلما بند جوړ شوي دي.
هند دغه راز د افغانستان ملي اردو ته څو هیلي کوپترونه ورکړي دي.
هند نن د افغان – هند د دوستۍ بند په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې هند به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو حتي کرکټ کې مرستو ته دوام ورکړي.
.له خدایه ورته اباد او خوشاله او متحد هند غواړم مودی واقعا ددی مدال لایق دی