د افغانستان ولسمشر د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ولیدل

تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي له سبا /شنبه – جون ۴/ څخه د افغانستان په شمول پنځو اسیايي، اروپايي او امریکايي هیوادونو ته سفر پیلوي.

ښاغلی مودي به دا ۵ ورځینی سفر له افغانستانه پیل کړي، بیا به قطر، له هغه ځایه په اروپا کې سویس او هاله مکسیکو او د دغه هیواد ستر ګاونډي متحدو ایالتونو ته لاړ شي.

صدراعظم مودي به د شنبې په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند پرانیزي. دا بند د هند په مرسته جوړ شوی دی.

دا به له کله چې ښاغلی مودي د هند صدراعظم غوره شوی دی، افغانستان ته د ده دوهم سفر وي. دی تر دې وړاندې د تېر میلادي کال په وروستیو ورځو کې کابل ته راغی او د هند په مالي مرسته یې د افغانستان د ملي شورا لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانسته.

2د هند صدراعظم به له افغانستانه قطر ته لاړ شي او د دغه هیواد له امیر سره به د انرژۍ په باب خبرې وکړي.

هند د چټک اقتصادي پرمختګ له کبله د انرژۍ زیاتو سرچینو ته اړتیا لري.

د قطر او هند ترمنځ د اقتصادي راکړو ورکړو ارزښت تر ۱۵ ملیارد ډالرو اوړي.

هند له قطر څخه ډېر ګاز واردوي.

One thought on “د هند صدراعظم د سلما بند د پرانستلو لپاره افغانستان ته راځي”
  1. تاریخ ثابتوی چې له منافقینو نه ، نه یواځې خدای بیزاره دی بلکی ټول بشریت نفرت تری کوی، له منافق مسلمان ګاونډي نه دا زمونږ پخواني ګاونډی هندو ښه دی . لږ تر لږه ستا د وژلو او د خاوری د اشغال نیت خو نه لری حتي ستا بچیانو د تحصیل ، د مریضانو د تداوی ، د کور د ودانولو ، روښانولو او د کروندو د اوبه کولو زمینه در ته برابروي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *