تاند- د هند صدراعظم ندریندرمودي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان او هند پر اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.
مودي له حامد کرزي سره له کتلو وروسته، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«په نوي ډیلی کې د خپل ملګري حامد کرزي په لیدو خوشاله شوم.»
مودي همداراز حامد کرزي ته ماښامانۍ مېلمستیا وکړه.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې مودي او حامد کرزي له افغانستان سره د هند د مرستو او په کلیدي برخو کې د دوو هیوادونو د همکاریو په شمول د افغانستان او هند پر ستراتیژیکو اړیکو خبرې وکړې.
دواړو خواوو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې.
له کله چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ دوهمه یا وروستۍ دوره پای ته رسېدلې دا څویم ځل دی چې نوموړی هند ته سفر کوي.
هند د افغانستان ستراتیژیک دوست دی.
د امریکا د دفاع وزارت د وروستي راپور پر اساس هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو باوري متحد دی.
پینتاګون کانګریس ته په خپل راپور کې له افغانستان سره د هند د نورو اقتصادي، طبي او مدني مرستو هرکلی وکړ، ویې ویل«هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو د باور وړ شریک دی او د سیمې تر ټولو هیوادونو یې د افغانستان په پرمختیايي چارو کې زیاته برخه اخیستې ده.»
چوربابا ته پکار وه چې سیاست یې پریښودی وی اودس یې تازه کړی وای او یو شه رسټورانت یې جوړ کړی وی، پیسې هم پریمانه لري اواصلي کسب یې هم دی ثواب به یی هم شوی و نوم به یې چوربابا ریسټورانټ ایښودی وههههههههههه
چور با با دهندوانو په چمونواو دوکړو کی ډیر ماهر پړی ته دوکړه ووهی راژوندی کوی أ بالا او س هم …….. دچوربابا اشتها ډیره زیاته ده دهندی دالو زور نه ورباندی رسیږی
وایی زوړغویی په خوب کی کنجاره وهی .