مولانا ابوالکلام ازاد د هند په خپلواکۍ کې ځانته ځاې لري.د ده اصلي نوم مولانا ابوالکلام غلام محی الدین وو، خو د مولانا ازاد په نوم خلکو پیژاند.ازاد په عربی، انګلیسی، اردو، هندی، فارسی او بنګالی ژبو روانې خبرۍ کولی.د فکريخپلواکۍ له امله یې ځانته د ازاد تخلص خوښ کړ.مولاناازاد د هندوستان په خپلواکۍ کې د ځانګړی مشر په نوم پیژندل کیږي.د مولانا ازاد نیکه په اصل کې د افغانستان د هرات له ولایت څخه وؤ. دوی د بابرشاه په وخت کې هند ته راغلي وو.پلار یې مولانا خیرالدین، افغانی الاصل بنګالۍ وو.
مولانا ازاد د روحاني کورنی څخه وؤ.لومړنې اسلاميزده کړی یی د خپل پلار څخه پیل کړۍ.فلسفه، ریاضی، الجبر، تاریخ او سیاسي علوم یې په خپله ولوستل.
مولانا ازاد د خپلی اسلامي مفکوری او لیوالتیاله امله د بیلابیلو اسلامي هیوادونو څخه لیدنی کړی.افغانستان، ایران، مصر، سوریه، ترکیه او عراق یې د بیلګو په توګه یادولای شو.په عراق کی یې د شړل شویو انقلابیانو سره وکتل چې د ایران سره یې د اساسي قانون د جوړیدلو په سر مبارزه په مخ وړله.همدارنګه د عربی نړیله ځینې سترو شخصیتونو او انقلابیانو لکه شیخ محمد ابدوح او سید پاشاه سره په مصر کی لیدنی وکړۍ.
د دی لیدنو نه وروسته کله چې بیرته هندوستان ته راستون شو، د دوه انقلابی ډلو سره چې په بنګال کی یې د انګریزانو په ضد انقلابی مبارزه په مخ وړله، وکتل او ورسره یوځای شو.په دی وخت کی انقلابي مبارزه یواځي په بنګال پوری محدوده وه.مولانا ازاد د دوه کلونو په اوږدو کې د پټو انقلابی مرکزونو له لاری دغهمبارزه ټول ختیځ هندوستان او ممبۍ ته ورسوله.
په لومړیو کی د ده مبارزه د مسلمانانو په ضد وه، ځکه چې انګریزانو مسلمانان د هنديخپلواکۍ غوښتونکو په ضد کارول.په (۱۹۱۲ م) کال کې مولانا ازاد د (الهلال) په نامه د اونیزی په خپرولو پیل وکړ.دا اونیزه چې په اردو ژبه خپریدهاصلی موخه یې د مسلمانانو انقلاب ته جلبول وو.الهلال د هندوانو او مسلمان ترمنځ د یوالی په برخه کې ډير اغیزمن رول ولوبوو.هغه د وینو درز چې انګریز ښکیلاک د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ اچولي وو، تر ډیره بریده له منځه لاړ.په (۱۹۱۴ م) کال کې د بیلتون پلوي په تور نوموړې اونیزه د وخت د رژیم لخوا بنده شو. خو مولانا ازاد ارام نه کښیناست او د (البلاغ) په نوم د بلی اونیزی د ورته موخی سره په خپرولو یې پیل وکړ.په (۱۹۱۶ م) کې د نوموړی اونیزی په خپرولو د وخت رژیم لخوا بندیز ولګیداو خپله دی یې هم بندی کړ.
مولانا ازاد د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته په (۱۹۲۰م) کې له بنده ازاد شو.له ازادیدو وروسته ده مسلمانان د خلافت خوځښت په لور وهڅول او د ګاندي په مشرۍ د خپلواکه خوځښت سره یو شو.ازاد د هندوستان په خپلواکي کې بیساری کارنامی کړی. ده او دی ته ورته ازادی خوښو شخصیتونو د هڅو په پایله کې هندوستان خپله ازادی له انګریزانو واخسته. په داسی حال کې چې د هندوستانیانو هیڅکله دا خیال ته نه راتلل، چې د انګریزانو دوه نیم سوه کلنه امپراتوري دی له منځه ولاړه شی او مونږ به خپلواکه شو.
د هندوستان له خپلواکۍ وروسته د هندوانو او مسلمانانو ترمینځ مذهبي تاوتریخوالې چې بنست یې انګریز ښکیلاک ګرو ایښی وو زور واخست. په ټوله کې د دواړو ډلو واکدار مشران د هندوستان په تجزیې سره سلا شول. خو مولانا ازاد د تجزیې او پاکستان جوړیدنی د نظریې مخالف وو. نه یې غوښتل چې د مسلمانانو قوت په هندوستان کې کمزوری شي. د هندوستان ویش یې د مسلمانانو د قوت ویش ګڼه. د ده په وینا د هند ویش خو نه د هند په ګټه وو او نه هم د مسلمانانو. بلکې یواځی د برتانوی ګټو د خوندی کولو په موخه وو.
لیکوال او ژورنالست شورش کاشمیري په خپل کتاب (ابوالکلام ازاد) کې چې د نوموړي په ژوند لیکل شوی. د پاکستان په هکله د مولانا ازاد د خولی ځینې خبری او وړاندوینې نقل کړی. دلته یې له ځینو یادونه کوو:
- د هندوستان ویش او د پاکستان جوړیدل د مسلمانانو لپاره ښه لاره نده.
- د ده په باور پاکستان یوازی د برتانوي ګټو د خوندي کولو په موخه جوړ شوۍ.
- د پاکستان له جوړیدو وروسته به په پاکستان د غربې نړۍ په ځانګړی توګه د انګریزانو تسلط وی.
- لویدیځ او ختیځ پاکستان به په خپل منځي ستونزو کې ښکېل وي. ځکه د دوی ترمینځ هیڅ ډول ژبنې او کلتورې تړاو نشته. د داخلی ستونزو له امله به ټول واک د پوځ لاس ته شی او پوځ به یواځی دکتاتوری نظام چلوي.
- پاکستان به د نورو هیوادونو څخه زیات پوروړې شي.
- زورواکې هیوادونه به په پاکستان د کنټرول سازشونه زیات کړي. په داسی حالاتو کې به پاکستان تر سخت فشار لاندی وي او اسلامي هیوادونه به یې هیڅ ډول مرستی ته تیار نه وی. ځوانان به له دینې مسایلو نا خوښه ښکاري چې له دی سره به د پاکستان د تیوری زوال پیل شی.
د پاکستان تیر او اوس ته په کتو د مولانا ازاد وړاندوینی ټولی یو په بل پسی د رښتیا کیدو په حال کې دي. د پاکستان انزوا کیدو خوا ته تګ، داخلی ستونزی، لامذهبي، د همسایه هیوادونو سره دوه مخي او غربی نړی ته وفادار پاتی کیدل دا په تیر او اوس کې په ثبوت رسولې.
مولانا ازاد د هند په تاریخ کې د یو اتل حیثیت لری. ده په (۱۹۲۰ م) کال کې د هندوستان ملي ګانګریس ته لاره پیداکړه.په (۱۹۲۳ م) کال کې په ډیلی کې د کانګرس د ځانګړی غونډی د مشر په حیث وټاکل شو.په (۱۹۴۰ م) کال کې د هندوستان د ګانګریس مشر شو، چې تر (۱۹۴۶) کال پوری په دی څوکې پاتی شو.
همدارنګه (۱۹۴۷-۱۹۵۸ م) پوری د پوهنی د وزیر په حیث پاتی شوی.په (۱۹۵۸ م) کال کې د یوی حملی په پایله کې په شهادت ورسید او د هندوستان خلکو ته د لوړ ارزښته او نادره بخشش په ورکولو سره په (۱۹۹۲ م) کال کې د هند ترټولو لوړ ملکي مډالورته ورکړل شو.
د خپلواکۍ د لارویانو او مبارزینو نوم دی تل ژوندۍ وي.
درنښت!
نورالله رحماني
ګرانه ورور د دومره لوی او درانه مبارز په اړه مو ډیر کمزورې مقاله لیکلی ده ، دوه تیرتنی مو سمې کړئ
لومړی داچی د محی الدین ابوالکلام سره عبدالکلام مه لیکه ، ځکه عبدالکلام بل څوک دی .
دویم چې الحلال باید الهلال ولیکۍ
دریم داچې د شورش ژباړل شوې مرکه استاد رشید ترسره کړئ په افغان جرمن اوځینو نورو سایتوکی لوستی شئ .
بس
Zaringul: له تبصری مو مننه. حقیقت خبره ده چې مولانا صاحب په اړه می مالومات کم راټول کړي. د ده شخصیت او د ژوند مبارزه کتابونه ډکوي. د شورش ژباړل شوی مرکی یادونه دی کړی، لاندی لینک پرانیزه د شورش کاشمیری کتاب چې په خپله یې لیکلی پيدا به یې کړی.
https://www.scribd.com/doc/66800686/Abul-Kalam-Azad-Agha-Shorish-Kashmiri-%d8%a7%d8%a8%d9%88%d8%a7%d9%84%da%a9%d9%84%d8%a7%d9%85-%d8%a2%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%a2%d8%ba%d8%a7-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%b4-%da%a9%d8%b4%d9%85%db%8c%d8%b1%db%8c
مننه او درنښت.