تاند- د هند په اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر کې یوه افغان مېرمن له ۹ لکه هندي روپیو سره ونیول شوه.

له دې سره موندل شوې پیسې زرګونونه ول چې د هند حکومت یې د بدلېدو امر کړی دی.

د اندراګاندي هوايي ډګر د ګمرک چارواکو /سې شنبه/ وویل چې دا افغان مېرمن سوداګره ده او په کابل کې کاروبار لري.

هغې ویلي چې د هند د صدراعظم نریندر مودي له لوري د پنځه سوه ګونونو او زرګونونو د ناچل اعلانېدو له کبله یې ډېر تاوان کړی دی.

دې همداراز ویلي چې غوښتل یې دا پیسې بدلې کړي.

د ګمرک چارواکو وویل چې دا ښځه یې له کابل څخه تر راسېدو وروسته د استخباراتي معلوماتو له مخې د هوايي ډګر په زرغونه برخه (ګرین زون) کې ودروله او ورڅخه ویې غوښتل چې خپل وسایل تلاشۍ ته وسپاري. په تلاشۍ کې له دې سره ۹ لکه ۶۳ زره هندي روپۍ په ۱۰ بنډلونو کې وموندل شوې.

دې ویلي چې په کابل کې پخوا هندي روپۍ چلېدې خو وروسته له دې چې صدراعظم مودي ناچله اعلان کړې، څوک یې نه اخلي.

تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ یو افغان نارینه په اندراګاندي هوايي ډګر کې له ۴۱ زره امریکايي ډالرو سره ونیول شو. ده غوښتل چې دا پیسې په غیرقانوني ډول له هنده وباسي.

One thought on “د هند په اندراګاندي هوايي ډګر کې یوه افغانه له څه کم یو ملیون روپیو سره ونیول شوه”

ځواب ورکول (محمداحسان ( احسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *