تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هند د بهرنیو چارو وزیر خورشید سلمان نن کندهار ته لاړل چې په دغه ښار کې د هند په مرسته په افغانستان کې د کرنیز ساینس او ټکنالوژۍ لومړنی پوهنتون پرانیزي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر خورشید سلمان په کندهار کې د خپل هیواد په مرسته د دغه مهم پوهنتون د پرانستلو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
کندهار، چې په افغانستان کې یو مهم زراعتي مرکز بلل کېږي او مېوې یې په سیمه کې خاص نوم لري، د هندي چارواکو له لوري د دغسي یوه مهم پوهنتون لپاره غوره ځای بلل شوی دی.
کندهار ته د ولسمشر کرزي نننی سفر د ۲۰۱۱ کال له جولایه راوروسته، چې ورور یې احمدولي کرزی وژل شوی و، لومړنی سفر دی.
له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د کابینې اکثره غړي هم ملګري دي.
مبارک ، د لا بریو په هیله
سلامونه
د زراعت پوهنتون، د افغانستان او بیا په تېره د جنوبي ولايتونو لپاره ستر بری دی، ټولو ته دي مبارک وي، د نورو په هیله .