تاند- په کابل کې د هندوستان سفارت په خپل هیواد کې د افغانانو لپاره د دیپلوماسۍ، حقونو، قانون او اقتصاد په برخو کې د ماسترۍ د دورې سکالرشیپونه اعلان کړل.
په کابل کې د هند سفارت وايي چې دا بوروسنه د (جې جي یو) جیندل ګلوبل پوهنتون (JGU) له لوري افغانانو ته ورکول کېږي.
(JGU) یو غیرانتفاعي پوهنتون دی او غواړي چې د خپلو پوهنځیو له لارې د نړیوالې زده کړو پروګرامونه، نړیوال کرکولم یا نصاب، نړیواله څېړنه، نړیواله همکاري او نړیوالې اړیکې ترویج او تدریس کړي.
په تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو کې هند زرګونو افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکړي او په سلګونو افغانان د هند له پوهنتونو فارغ شوي دي مګر ګڼ شمېر افغان محصلانو په هند کې خپلې زده کړې نیمګړې پرې ایښي دي.
په انګلیسي ژبه نه پوهېدا او په ځینو مواردو کې په واسطه د کمزورو زده کوونکو لېږل سبب شوي چې افغانانو ته د هند بورسونه ضایع شي.
په کابل کې د هند سفارت له هغو لیسانس لرونکو زده کوونکو څخه، چې غواړي په هند کې ماستري وکړي غوښتنه کړې د روان جولای تر دېرشمې پوري دې انلاین غوښتنلیک ثبت کړي.
په دې پته فورمه ډکولی شئ: http://www.admissions.jgu.edu.in/jsiaadmissions
http://www.jsia.edu.in/PDF/AdmissionFAQ-M.A.pdf
I did my B pharmacy
And I would like to have PG in MS or M Pharm or Pharma D
دد دوست هیواد ځخه دهمداسی کارونو توقع وی زنده باد دوستی افغانستان او هندوستان
هندوستان یک ازپوهنتون های جهان معتبرمیباشدواستادان مجرب وتجربه کافی دتدریس میباشد.
One of the best university in the world and world class teachers.
i hope you give chance to deserving people
Mohibullah
مونږ د دوست هیواد هندوستان څخه دزړه له کومی مننه کوو او د هند سره په دوستۍ ویاړو ، تل دی وی د افغانستان او دوست هیواد هندوستان دوستی او ملګرتیا او تباه دی شی ددواړو هیوادونو دښمنان
we proud on relationship with our dear friend country India , and we are thankful from Indian people , and we always wish a good friendship with India , once again most thanks from Indian people.
Thanks The university for the help to Afghan students
i like 100%
0093 77 28 49 858