تاند- په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ملا هیبة الله او ملا رسول د ډلو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت امنیه قوماندان جنرال توریالي عبدیاني نن /دوشنبه/ وویل، تېره شپه د هیبة الله د ډلې طالبانو د رباط په سیمه کې د ملا رسول د ډلې پر طالبانو حمله وکړه.

امنیه قوماندان په دې نښته کې د دواړو خواوو د ۶ جګړه مارو وژل کېدا او د ۴ نورو ټپي کېدا تایید کړه خو شاهدان وايي چې په دې نښته کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

د هیبة الله ډلې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د رباط او شیخان سیمې یې نیولي دي.

مجاهد مقابله ډله د ملا رسول طالبان ونه نومول بلکې ویې ویل چې دوی له اربکیانو سره جګړه کړې ده.

خو د پکتیا ولایت امنیه قوماندان او نور چارواکي دا خبره په کلکه ردوي او وايي چې د جګړې په سیمه کې سیمه ییز پولیس یا اربکیان نشته.

دا نښته په داسي حال شوې چې د افغانستان له دولت سره د حکمتیار له پخلاینې وروسته له دولت سره پخلاینې ته د ملا رسول د ډلې د لېوالتیا خبرونه خپاره شول.

دغه راز ویل شوي چې د پخواني جهادي مشر مولوي خالص زوی هم غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي.

2 thoughts on “د هیبة الله او ملا رسول د ډلو ترمنځ په نښته کې ۱۰ تنه ووژل شول”
  1. پنجاب له تورو غوړو حورو ډک دی ، ټالیبان د هلته هیرامنډه یی ته تشریف یوسی ، چې بعضې دې خوا او بعضې هغې خواته په حورو پسې ورک شي.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *