محمد عارف رسولي

د هیواد ناخوالې، د خلکو بیوزلي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وروسته والي هروخت سړی ځوروي. خوکله چې تاسو بهر ته سفر وکړئ او دنړۍ د پرمختللو ملکونو حالت ګورئ او د خپل ملک له حالت سره یې پرتله کوئ په لمړي سرکې د ډار حالت درته پیدا کیږي او په دې ناهیلي کیږئ چې موږ کومې خواته روان یو. سړی ویره اخلي چې داسې خو به نه وي چې زموږ په خلکو او هیواد کې د بیوزلۍ، نورو ته احتیاج، کرکې او د شخړو ناولې دایره او کړۍ به د ابد لپاره له موږ سره وي. دا ویره سړی ځوروي چې ایا موږ به کله هم له بشري کاروان سره سیالي وکړلای شو او که نه؟

زه فکر کوم چې دا حالت له ځینو ګوتو په شمار خلکو ور اخوا با احساسه، ټولنیز درد لرونکي او ژمن افغان ته ورپیښیږي. خو دا حالت هغه څوک ډېر ځوروي چې د هیواد د پرمختګ په وړاندې ستونزو، له دې ستونزو د وتو اغزنې لارې او ورکې شته پیچومي، او زموږ په راتلونکي باندې د هغوي اغیزې ښې  ورمعلومیږي.

زموږ ټولنیز حالت

سړی ځوریږي چې زموږ ډېرئ خلک ولې سم فکر نه کوي، ولې هغوی لمړی وار او بیا سوچ کوي، لمړی نظر ورکوي او وروسته څیړنه کوي، ولې قانون نه مني او د عقل په ځای د بیځایه احساساتو په حکم عمل کوي. موږ له ځاني او ټولنیزو تیروتنو او تاریخ څخه ډېره کمه زده کړه کوو. موږ د خپلو ناکامیو او پاته راتلو د لاملونو په هکله هیڅکله هم سم سوچ نه کوو. که څه هم ویل کیږي چې تاریخ څه پټ نه پریږدي خو موږ عادت نلرو چې په خپلو تاریخي پیښو، د ملت د قربانیو، بریاوو او لاسته راوړنو په هکله له شواهدو او اسنادو سره په بې پرې توګه څه ولیکو او که یې لیکو نو ډېر کم او یا په ملي کچه نه وي ترڅو ټول خلک او راتلونکي نسلونه مو ورڅخه زده کړه وکړي.

 که څه هم موږ د دین په نامه ډیرې قربانۍ ورکړي دي خو ډېر ځله مو دین ته تر ګټې تاوان زیات اړولی دی، د خپل هیواد په ځای مو نور پنځولي دي. ځکه موږ د دین په روح او پیغام نه بلکه د دین په فروعاتو او سرسري شیانو ډېره پاملرنه ساتو. همدارنګه، ځینې د دین سوداګر لکه د فرخندې د قتل دسیسه کوونکی او تهمت جوړوونکی او ځینې سیاسي دلالان دین د خپلو دنیوي ګټو لپاره کاروی خو که د دنیا د ګټو لپاره نه کاریده نو دین له پامه غورځوي. د دین هغه مرکزي پیغام چې انسان په ځمکه د الله تعالی ځای ناستئ او خلیفه دئ، هغه به په ځمکه ابادي کوي، له خرابۍ او ورانۍ به ځان ساتي، هغه به خلق الله ته خدمت خپل اخري موخه او نصب العین ټاکي او ثواب، جنت او د الله تعالي رضا به له دې لارې او د الله تعالی د عبادت له لارې ترلاسه کوي.

زموږ ډېرو خلکو ته خپل تیر افتخارات یا ورمعلوم نه دي او یا ورته پام نه کوي، له خپلو تیرو تیروتنو او له تاریخه درس نه اخلی او په بې مفهومه او تبا کوونکو شخړو کې راګیر دي. زموږ خلک لا تر اوسه هم د ثبات، سولې، ورورۍ، ښوونې او روزنې او نورو په رول پوره نه پوهیږي او ان ورته خنډونه جوړوو.

زموږ مجلسونه

ما په یوه بهرني هیواد کې څه موده مخکې زموږ دهیواد ځینې دولتي چارواکي ولیدل چې د تریننګ او زده کړې لپاره هلته تللی وو. په هغه مجلس کې د هیواد په حالاتو، په ملک کې په فساد، رشوت، په حکومتي نظام کې په خپلوۍ پاللو او د هیواد په نورو ستونزو خبرې وشوې. د خواشینۍ ځای دئ چې تر ۹۰ سلنې زیاتو پخله په نظام باندې بې باوري ښودله او له ګډوډیو یې سر ټکاوه او دحل لارو موندلو څخه ناهیلي ښکاریدل. ماته اندیښنه پیدا شوه چې زموږ هغه دولتي چارواکي چې لوړ تحصیلات لري او له پرمختللو هیوادونو څخه د زده کړې تمه ورڅخه کیږي داسې حال لري له ستونزو لرونکو نا لوستو کلیوالو به څه ګیله وي. د حل لاره له چا سره نه وه او نه چا ورباندې بحث کاوه. د هغوي د ارزونې توان ډېر کم وو او د ملک د ناخوالو لاملونه او د وتو لارې سمې نه وې ورمالومې. پوښتنه وشوه چې د حل لاره څه ده ټول پټه خوله شول، د حل لارو پسې ګرځیدل چاته مهم نه ښکاریدل، که به کوم چا څه وړاندیز کاوه نو چا ورته غوږ نه نیوه.

همدارنګه، زموږ د خلکو په هر مجلس کې چې د هیواد په حالاتو بحث کیږي همدا حال وي، مثبت او رغنده دریځونه بیخي کم او یا په نشت شمیرل کیږي او په ځای یې منفي انګیرنې زیاتې وي. نیوکې یوازې د ځان ښودنې او یا د عقدو خالي کولو لپاره کیږي. په خواشینۍ سره رغنده انتقاد، د هغه اسلوب او لاره زموږ په ټولنه کې بیخي لږ پیژندل شوي دي.

زموږ په مجلسونو او غونډو کې ډېر ځله د بې ځایه ناندریو او بې پایلې او عبث مشاجرو پرته کومه علمي ارزونه او وړاندیزونه نه کیږي او نه ګډ نظر ته د رسیدو هڅه کیږي. یوازې ستونزې یادیږي، هر څوک خپل ځان پاک او نور ملامت بولي. ډېرئ خلک د خپل دیني او انساني مسؤلیت په هکله لږ سوچ کوي، په ملي مسئلو کې د وهل شوې لارې او پاته مزل په هکله چې د ښه پلان پیلامه ده څوک څه نه وایي. یا بیخي ناهیلي وي او یا ترحده زیاتې باټې ولي. ځوانان له مشرانو، مشران له ځوانانو او هرڅوک له بل چا نلیږي او ګیلې او ګرمانې کوي.

د پورته ناخوالو د یادولو موخه څه ده؟

دلته موخه دا نده چې یوازې په خلکو تشې نیوکې وکړو او زړه سوړ کړو بلکه موخه داده چې ناخوالوته ګوته ونیسو او د حل لارې ولټوو، لمړيتوبونه وټاکو او عمل وکړو. د پرمختیا او انکشافی علومو پوهان وایي چې ترڅو چې یو کس او یوې ټولنې خپلې ستونزې نه وي درک او حس کړې او یا په هغوي کې ټولنیزه او پرمختیایي ویښتیا نه وي پیدا شوې د بدلون او اصلاحاتو تنده نه ورته پیدا کیږي. ځینې خلک کیدای شي په غلامۍ، جهالت، بیوزلۍ او هر راز ستونزو کې راګیر وي خو هغوي ته د خپلو ستونزو او ورڅخه د نجات په هکله کوم سم انځور نه وي.

د ټولنو او ملتونو د پرمختیا پوهان وایي چې پرمختیا بیروني خلک او موسسې کومې ټولنې او قوم ته نشي راوړلای. بیروني خلک هڅه کولای شي چې له هغه چا سره مرسته وکړي چې پرمختګ، بدلون، او ښو کارونو او ټولنیز عدالت ته یو څه تږي او تیار وي. د مثال په توګه، که زموږ په هیواد که د ملي پیوستون پروګرام ته وګورو ځینو سیمو ورڅخه د خپل ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، ټولنیزې ویښتیا او د خپلو کلو د اساسي زیربناوو لکه اوبه خور، سړکونو، کرنې، ښوونځیو او نورو په رغولو کې کار واخیست خو ځینو بیا یوازې یو څه پیسې ترلاسه کړې او بس. دلته همدا خبره ده لمړۍ ډله خلک پرمختګ ته تیار وو خو دوهمه ډله بیا د پیل په غوږ کې بیده دي او په جهالت کې شپې ورځې تیروي.

که چا خپلې ناخوالې سمې درک کړې، د بدلون تنده او د راتلونکې ښه حالت لیدلوری او سوچ ورته پیداشول نو د بدلون او اصلاح د کړنلارو په هکله هرومرو فکر کوي او لاره مومي. د لارې موندل کیدای شي یو څه وخت، مناسبو شرایطو، د ښو مشرانو رامنځته کیدو او نورو ته  اړتیا ولري خو اساسي ټکي پکې د ستونزو سم درک دی.

قرآني صریح نص موږ ته وایي چې الله تعالی د چا په حالت کې بدلون نه راولي ترڅو هغوي په خپلو ځانونو کې بدلون رانه ولي. که ښه ورته ځیر شو په دې الهی پریکړه کې د بشري انکشاف او ودې ستر ستر رازونه پټ دي خو زموږ کم خلک ورباندې پوهیږي. دلته انسان ته وریاده شوې ده چې په سمه لاره د تلو، د ځان او خپلې ټولنې د اصلاح او ودې، د ځمکې په سر د خدمت کولو، د فساد او ظلم د مخنیوي، دکایناتو درازونو د لوڅولو او نورو مسؤلیت لري. نو انسان او مسلمان باید نوښتګر، ځیرک، هوښیار او خپلو کړو وړو ته ښه ځیر وي چې په کومه خوا روان دی او که اړه وي باید په ځان کې اړین بدلون راولي.

څه کول پکار دي؟

لمړی، که مو ومنله چې زه د یو انسان او مسلمان په توګه مسولیت لرم چې که بل هرڅوک وران کارونه کوي، په فساد، رشوت، غدر او خیانت کې لاس لري خو زه لږ ترلږه لمړی خو باید ځای اصلاح کړم. که مو له ځان سره کلکه ژمنه وکړه چې په فساد کې به نه یوازې مرسته نه کوو بلکه په وړاندې به یې په نره مبارزه کوو. موږ هر یو به په ټولنیزه وده، دعلم او پوهې په خورولو او د خیر ښیګڼې په کار کې ستړیا نه منو او په ملک کې به د یو غوره نظام او سیستم د جوړولو، د سولې او پخلاینې او یو والې د راوستو لپاره به کار کوو او له دې لارې به انرژي او امیدونه په ځان، ټولنه او په تیره په ځوان نسل کې پیدا او تقویه کوو او ځان به له ناهیلۍ ساتو. که زموږ د ټولنې زیاتو خلکو په رښتیا خپل ټولنیزې ناروغۍ او ناخوالې درک کړې او لمړئ یې له ځانه پیل وکړ نو زموږ زیاتې ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ستونزې به حل شي.

دوهم، که مود هیواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزوستونزو د بحث په وخت مو که د اشخاصو په شخصیت نه بلکه دهغوي په ځینو کارونو د معقولو او په ځای نیوکو کولو او په عملي او پایلو لرونکو حل لارو پسې لټون، د خپلو او د نورو په مسؤلیتونو د رڼا اچولو کلتور مو راخپل کړ نو بحثونه او شننې به مو خوندورې او ښې پایلې ولري او خلک به ورڅخه ګټه واخلي

دریم، که دې ژمنو خلکو لاسونه سره وکړل، د ستونزو لاملونه یې وڅیړل، په حل لارو پسې یې په علمي توګه پلټنه وکړه، د نن زمانې له شرایطو او د خپلودیني او کلتوري روایاتو په رڼاکې یې غوره کړنلارې غوره کړې، له صبر او زغم څخه یې کار واخیست او نه ستړی کیدونکی کار یې وکړ نو د اصلاح لپاره به خورا زیاته انرژي او قوت په ځان کې پیدا کړي. داسې خلک او د هغوي ګروپونه به ورځ تربلې په ځان ویسا مومي او د خپلو خلکو او ټولنو اعتماد په لاس راوړي.

څلورم، که دې خلکو ومنله چې د هیوادونو، ټولنو او خلکو د ریښتینې ازادۍ، په ځان د بسیا کیدو، دنیوي او اخروي سرلوړۍ، د ټولنیز عدالت راوستو، د لوږې، بیوزلۍ او نورو ورته شیانو د لاسته رواړو لپاره په همغږۍ سره د مادي او معنوي ارزښتونو لپاره کار کول اړین دي نو نجات به مومي. که دوي دنیا لپاره داسې کار وکړ چې د تل لپار به ژوند کوي خو د الله تعالی ویره او دهغه د رسول هدایات هم هیر نکړل نو بریالي کیږي. خو که په هربحث، د ژوند په هره برخه کې یې یوازې په یوه خوا تکیه وکړه تل پاتې بریا به یې په برخه نشي.

پنځم، دا خلک او ورڅخه جوړ ګروپونه به یې په یقین سره د خپل ملک او ټولنې د سمون لپاره د خپل هیواد په نظام کې ژور اصلاحات او بدلونونه د ټولو خلکو په ګټه پلي کړي او د پردو له احتیاجه به خپل خلک راوباسي.

شپږم، هیله ده زموږ روڼ اندي، دولتي چارواکي، مدني ټولنې، پوهان او لیکوالان د خپل کلتور په سمولو کې پاملرنه وکړي، په مجلسونو او غونډو کې د منظمو هڅو په ترڅ کې هغه ګډ دریځونه چې د هیواد او خلکو په ګټه وي رامنځ ته شي. هیله ده چې زموږ پوهان او لیکوالان په دې هکله نورې لیکنې وکړي او هم په کنفرانسونو، سیمینارونو او غونډو کې ورباندې لانور ډېر پایله لرونکې بحثونه وکړي.

2 thoughts on “د هیواد ستونزې او د حل ځینې لارې/ محمد عارف رسولي”
  1. ډیره ښه لیکنه ده باید له ځان څخه پیل شی ،خو یوشی دی چه هغه لاری او ساحی ته هم با پام وشی چه د کومی نه ستا جوړکړی ماحول هم خرابوی ،که یو کس دا وغواړی چه فساد به نه کوم داسی خلک بیا لکه لوط علیه سلام له کلی او دفتر نه شړل کیږی ،نو په داسی وضیعت کی ضرور نا هیلی توب سړی ته پیدا کیږی ،

  2. پورتنی لکینه می د سر څخه تر اخره ولوستله رسولی صاحب د ستاسو خدمت او هڅی د ستایلو وړ دی مونږ پداسی کدرونو افتخار کوو زه لیکنی ګورم هغوی تل په ستونزو بحث کوی او د اشخاصو توهین کوی خو دا چی تاسو ورته اشاره کړی هغه حالت دی چی درک یی با احساسه هیواد وال کولی شی تاسو هغه واقعتونه رابرسیره کړیدی چی په اوسنی حالت کی د سړی زړه خوری او د
    ملک په کچه کلیدی ستونز یادیږی، خو ستاسو نظر تل مثبت وی او ریښتونی وی د هر مشر په داسی لیکنو او عملی کړنو افتحار کوو
    چی هم ستونزی درک کړی اوهم ورته د حل لاری پیدا کړی

ځواب ورکول Abdul Wadood Zazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *