د ښوونځي نه له فارغیدو وروسته مو لا هم پوهنتون ته د تګ لپاره یو کال درلود، نو باید وزګار نه وی ناست، د غریبې دې رنګ ورک شي باید کانکور ته مو چمتوالی نیولی وای، سیکه يي نه وه راپاتې. سوداګري مې پیل کړه ځیني واړه ټغرونه، د پخلنځي ځیني وسایل مې له ښآره لیرې کلیو ته وړل که شپه به وه او که ورځ څو مو چې ټول نه وو پلورلي کور ته نه راتلو.

سوداګري، د کور نه په شپو شپو لیرې والی، د لوږې او تندې د راتګ زغم دا هم عجیب خوند لري او یو ځانګړې پوهنتون دی، دا ځکه البته زما په نظر سړی له هغه نازولتوب او نازکتوبه راباسي، د مسولیت احساس ورسره پیداکیږي، پخوا خو به د زور عسکري وه او پورتنې تجرې هلته تکراریدې نو هغه د چا خبره سړی به له خپل نازولتوبه وتې وه، یو اصولي شخص به ترې جوړ وو.

موږ چې کله تل لیرې سیمو ته تلو نو بیا به بډه (جوړه) ګرځیدو ګټه او تاوان به مو د الله په توره نیم وو.

یوه ورځ مو خپل د خرڅلاو توکي بار کړل د مري پر خوا وخوځیدو که څوک تللي وي د پاکستان د مري سیمه ډیره سمسوره سیمه ده خو زموږ لغمان ته نشي رسیدای، لاندې کلي يي بریښنا لا څه کوئ سړک يي نه درلود چا يي ادرس راکړی وو چې توکي به مو ژر وپلورل شي.

ماسره یو ټوکي ملګری وو، خیال محمد يي نوم وو له خوږوالی مې ورته خیالوټی ویلې موږ تل پلي وو یوه نیمه، څلوریزه، ټپه، غزل په دې لارو کوڅو کې سره ښه په لوړ اواز بدرګه کولې هسې هم زموږ په ژبه څوک نه پوهیدل.یوه مې اوس هم رایاد شي، چې د سندرغاړي هارون باچا یوه مشهوره ټپه به يي تکراروله:

ارمان ارمان د دادا کوره،

له ډکه شکوره به چاپیره تاویدمه

تل به موږ سړو سیمو ته تللو ځکه زموږ بازارګکی به هم ښه تود وه او هوا به هم بده نه وه.

یوه ورځ موږ تر مري په موټر کې لاړو نور له خپلو وسایلو سره پلي روان شو، له څلور یا پنځو ساتو وروسته لاندې کلیو ته ورسیدو، پوره ورځ وګرځیدو بازار مو سوړ وو، لا هم روان وو، چې نه پوهیږم سر مو کوم ځای ته ورسید خو نه هوټل وو او نه کومه هټۍ چې لوږي په سر راخیستي وو، په دې پلمه چې زه اوبه وړیا دي له دې کورو به اوبه وغواړو ګوندې د ډوډی ست دوي وکړي خو دوي به ډک جګ د اوبو را وویست موږ ویل زه دوي په نیمه نه پوهیږي شپه په موږ راغله مخکې روان وو، له چا مو پوښتنه وکړه چې جومات دلته چیرې دی؟ هغوي داسې یوې تپې ته اشاره وکړه چې هلته پورته یو جومات دی ماسختن وو چې ایله ستړي ستومانه پاس تپې سرته له خپلو وسایلو سره وختو لمونځ مو وکړ، له لوږې بغیر په دې ورځ ستومانه ډیر وو موږ غوښتل چې همدلته سر کیږدو، خو له مرګه مو شوه، چې د کلي مشر يي راغی پوښتنه يي وکړه چې لمونځ مو وکړ موږ ویل هو ویل يي ځئ نو ……..

دلته پخوا ستاسې(پټانانو) غلا کړې او پر تاسې هم نشي کیدای، ما ویل خیالوټیه راځه د وچو له کبله لامده هم وسوځیدل خپلې غوټې غولاشې مو را واخیستې شپه هم ده، لوږه هم ده ټوله ورځ مو بغیر له اوبو څه نه دي خوړلي او هغه لا څه کوی چې بار مو هم نه دی کم شوی ځکه څه مو نه وو پلورلي د غره په لمنه کې روان یو تیاره ده څه نه ښکاري د نښترو راغورځیدلي پاڼې ډیرې ښويي وي کله مو پښه پکې وښویيږي لاندې څو سرکونډالې وخورو کله زه او کله مې ملګری.

په داسې حالاتو کې بیا خیالوټی ناځوانه نه وو، د سکوت د پای ته رسولو لپاره له ده سره زیاتې نسخې وې څو وخاندو ځکه هیڅ مو لاسته نه راتلل پردی وطن وو، ویل يي ترکله به ښوييږو او سرکونډالی به خورو، راځه دا رواړي ټغرونه ویړ کړه یويي لاندې کړه او بله يي پر سر چیرته ځئ؟

همداسې مو وکړل، چې له ډیر ځنډه وروسته سپوږمۍ له وریځو راووته وړانګې يي له نښترو راتیرې شوې زموږ برخه روښنايي يي پر موږ وسپارله، ماته خوب نه راته ایله مې په همدې روښنايي کې ننداره کوله چې څه عجیبه ځای کې د شپه ده، خیالوټی لا وختي بیده شوی وو ، لا مې خپل شاوخوا ته پام شوی نه وو لیرې ځایونه مې له سترګو تیرول چې پر خیالوټي مې پام شوچې یو اوږد مار ورسره غځیدلی پروت دی نور هم څک شوم چې په ژوندوني مې د قبر خځندې ولیدلې شاوخوا مو هره بلا وه، دی مې ورو راویښ کړ چې؛ زړګیه خوب نه کیږي، خدايي مرسته راسره ده غږ مه کوه روښنايي شته زه چې مزل کوو، رهي وو چې نور د سپوږمی رڼا هم تته تته کیږي ځای مو وکوت بیا مو نو سم خوب وکړ تر سهار لمانځه وروسته بیا د ګیډې غم پسې واخیستو عجیبه لوږه وه بې سیکه وو، دا ځل نو دې ته راغلی وو چې که څوک دا ټول توکي په یوه پاستي(ډوډی) راسره بدلوي نو حاضر یو،

خو چاهم د توکو پوښتنه نه کوله لامل مې يي وپوښت، ویل يي د دې سیمې خلک په میاشت کې یو ځل ښار ته ځي او په میاشت کې دې سیمې ته یو ځل موټر راځي خوراکي توکي دومره راوړي چې د میاشت سر او اخر يي بس شي. ستاسو د سودا پوښتنه هم څوک نه کوي ځان مه په عذابوئ، ځئ لاړ شئ.

ما ویل ځه اوس يي نو ښه زیات خوند اوکه، په کومه انرژي ووځو موږ کې خو دمه،شیمه نشته په اوبو مو راټنډ کړو د ډوډی درک نه لګیږي اوس نو غرمه شوه لا هم وچې شونډې ګرځو.

نو دا وخت ډیر یو بل ته په غوسه کیدو چې ولې دې سیمې ته راغلو، ما به ویل تا راوستم او ده به ویل تا… له یوې شیبې فکره وروسته خیالوټي د بې هوښی تمثیل پیل کړ د یوه کور تر مخې ما ویل هلی اوبه راوړی، ده له لاندې غږ کړ تیروتې د ډوډی غږ وکړه …….

خندا راغله چې هلکه څوک بې هوښه وي خو اوبه پرې ور اچوي خو بلاخره اوبه داسې ژر راورسیدې چې مه کوه پوښتنه.

اوبه مې پرې ور واچولې سل زړونه مې یوکړل چې دا هلک له لوږې داسې شوی دی که څه درک د کوم پاستي ماستي لګیږي دا ټول سامان به در هدیه کړو.

یانې دروغ نه دي باور وکړئ نه کومه مبالغه مې په کې کړې چې خدای که يي هغه انساني عاطفه زړه ته لاره کړې وي.

موږ به کله کله په خپل منځ کې په دري ژبه هم غږیدو دا ځکه چې ځيني پاکستاني په پښتو پوهیدل لا روان یو څه مو وپلورل او په ښه فال مو ونیو چې ګوندې اوس د ډوډی درک لګیږي له خیره، ځکه هغه د چا خبره دا دوه ورځو کې مو په دواړو بوڼې هم نه وه کړې.

مازدیګر لمر په لویدو وو چې موږ په خپل منځ کې دري ګړیدو، چې له یوې خوا زنانه غږ راغی( برادرا اینجا بیايين) هک پک پاتې شو لوږه لاړه، تنده لاړه حیران شوم چې په داسې کوه قاف غرونو کې چې دا د افغاني خور غږ له کومه راغی، زړه کې ناڅاپي راتیره شوه چې دا کومه کمبخته به وي چې د دې کنجوسانو په کلي کې يي اړولي دي. غږ بیا تکرار شو د غږ درک مو معلوم کړ، او کور ته يي ور ښکته شو. زموږ په راتګ ډیره خوښه شوه هرکلۍ يي راته ووایه. د دې خورکۍ کړه وړه دومره په زړه پورې وو چې موږ بغیر له سکوته هیڅ نه درلودل.

ښځې زموږ سکوت مات کړ ویل يي(من مې فهمم که شما برای چیز حیران هستید، خو اول تر ازه همه باید غم نان تان بخورم) شیبه وروسته له ګوړې سره شین چای راغی، موږ ویل تر هغې چې سړیږي  مازدیګر لمونځ به هم وکړو، چې ګورو خورکۍ له تناره هغه اوږده ډوله ډوډۍ چې په ځينو سیمو کې پنجه کشې بولي را وباسي او خوا کې د شپې لپاره د غوښې دیګ بخار هم په پشیدای دی.

نو پههه پهههه … موږ ته يي په یوه کاسه کې د ډوډی د وړه کیدو وویل، د سترګو په رپ کې مو خپل راسپارلی کار تمام کړ کاسه مې نغري ته یوړه ښځې ښوروا پرې راوچوله ښه په اشتها هم ورته وو، وښکي مو سوځیدل خو په کیسه کې يي هم نه وو ښه کار مو ورته ووایه ایله په سترګو مو رڼايي راغله چای مو هم ورسره خوړ.

پرځای د دې چې موږ خپل د لوږې کیسه ورته تیره کړو، وار يي را ړومبی کړ چې دا پورتني څلور پنځه کلي د ډوډي د ورکړې په اړه سخت بې خونده دي ان د پور له غمه دکان هم نه پرانیزي. ټولې خبرې يي پر همدې کلي راڅرخیدې ددوي پر منفي عاداتو غږیده او دا يي هم زیاته کړه چې نور سوداګر که زما له خوا تیر شي زه يي مانع کیږم چې نه يي سودا کیږي او نه به د کوم ښه چلند سره مخ شي. خو بدبختانه تاسو له هغه خوا راغلي وې.

ماسره د ده په اړه ډیرې نورې پوښتنې وې، خو خیالوټي چیرته نمبر راکاوه په خبرو کې مې ځان ور وغورځاوه چې ته دلته څه کوئ؟د کوم ولایت يي؟ لومړی خو يي ټوکې کولې چې ما هسې دري ژبه زده کړې، زما د ډیر ټینګار نه وروسته يي بیا ویل چې زه افغانی یم ویل يي په دې تیر رژیم کې پلار مې یوه ته ورکړم چې هغه په هغه وخت کې د دې ځای یو لوړ پوړی چارواکی وو او اوس مو درې اولاده دي له خپل ژونده راضي یم زندګي مې هم ښه روانه ده.

له کوره مو رخصت واخیست کور ودانی مو ورته وویل، خو لا هم خواشیني وم ورزیاته مې کړه ، چې خورکۍ نه مو لوریدې پرې  ځواب يي راکړ، څه وکړو د تقدیر معاملې دي.

له یوې شیبې مزله وروسته د سود سودا بازار مو هم تود شو، د شپې د تیرولو لپاره هم ځای پیدا شو په سبا غرمه يي بیرته کور ته ستانه شو.

2 thoughts on “د هېواد “پنجه کشی” ډوډۍ/محمد امين کمالپوري”

ځواب ورکول Ghulammohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *