تاند- د واده د ګټو په اړه تر دې پخوا هم ځیني څېړنې شوي او واده یې د انسانانو لپاره طبیعي او ګټور بللی و خو په امریکا کې یوې تازه څېړنه ښيي چې واده د نارینه وو د هډوکو لپاره ګټه لري.
د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو له څېړنې سره سم واده د نارینه وو هډوکي کلکوي خو شرط دا دی چې تر ۲۵ کلنۍ مخکې واده ونه کړي.
په څېړنه کې ویل شوي چې د هغو کسانو هډوکي ژر نه پوده کېږي چې واده یې کړی وي. څېړنه وايي چې که څوک تر پنځه ویشت کلنۍ مخکې واده وکړي د هډوکي حالت یې له ناوده کړیو سره توپیر نه لري.
دا لومړی ځل دی چې د واده او هډوکو د تړاو په اړه څېړنه کېږي.
شاه وزيواحمدزي ستاسوته له كويت نه سلاموانه وايي
د ساینس هر کشف د اسلام د حقانیت تائید کوي، دا څیړنه هم د اسلام د سپیڅلي پیغمبر صلی الله علیه
وسلم د واده وخت تائیدوي، ځکه هغه صلی الله علیه وسلم په پینځه ویشت کلنۍ کې واده کړی ؤ
محمد عارف جانه سلام،
کولای شي چې ووایئ چې دا لیکنه څنګه د محمد (ص) له واده سره څه تړاو لري؟ زه پوه نه شوم چې ځکه چې په دې لیکنې کې خو څه شی نه و لیکل شوی.
په درناوی
حیدر