د وږي مياشتې په لسمه نېټه د خوست د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ د سيمه ییزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ته په يوه مطبوعاتي ناسته کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر دپروژې په ګډون پدغه ولايت کې د هندوفارم د غصب شوې ځمکې، د قومي شخړو د هواري ، د ځنګل وهنې د مخنيوي او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو مالومات وړاندې کړل.

ځدراڼ په خپلو خبرو کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر د پروژې په هکله وويل  اته کاله وړاندې پدغه ولايت کې د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي په حکم دغه هوايي ډګر منظور شوى وو، خو دغه ځمکه چې د غاصبينو له خوا غصب شوي وه، په کې ګڼ شمېر کورونه اباد شوي ول، له همدې کبله يې دوخت ولايتي اداره په پلي کېدو کې پاتې راغلي وه، خو دوه کاله مخکې د ګن شمېر تهديدونواو خنډونو سره، سره  ولايتي اداره  پدې وتوانېدله، چې ياده ځمکه له غصبه خلاصه او د هوايي ډګر پر پروژه عملي کار پيل کړي، چې د د څلوردېوالۍ لومړنى کار يې د ١٣٩٠-٦-١٢ مه نېټه پيل او د ١٣٩٩٠-١٢-٢٨  پاى ته ورسېده.

د نوموړي په خبره د سرطان مياشتې په پنځمه نېټه دخوست ولايتي شورا، دملي شورا منتخبو استازو، مدني نهادونو او قومي مشرانو  او ځوانانو د ولسمشرسره پدې او نورو موضوعاتو له ولسمشر سره پداسې حال کې ملاقات وکړ، چې د ټرانسپورت وزير يې هم ملاقات ته راغوښتل شوى وو.د ټرانسپورت وزير له دوى سره د ولسمشر په وړاندې ژمنه وکړه، چې د هوايي ډګر د دوهم پړاو چارې به په څلورو ورځو کې د ننه پيل کړي.خو له بده مرغه دغه څلور ورځېنۍ ژمنه په دوو مياشتو هم واوښته، چې تراوسه يې د عملي کار هېڅ څرک نه ليدل کيږي.

ځدراڼ زياتوله د هوايي ډګر  پروژې په ځنډ کې ولايتي ادارې ته د رارسېدلو دقيقو مالوماتو له مخې په ولسي جرګه کې  دخوست او پکتيا ولايتونو  يو، يو استازى  د اقتصادي شخصي منافعو په موخه څرګند لاس لري، چې هغوى نه پرېږدي، ترڅو دغه پروژه دې د دوى د شخصي ګټو پرته پيل او تطبيق شي.

وياند وويل دخوست خلک د ټرانسپورت وزارت مشرتابه او پدغه پروژه کې د ولسي جرګې ښکېلو غړو ته سخت په غصه دي او وايي، چې استازو يې  ملي مسووليت هېر کړى او يوازې د خپلو شخصي منافعو د تامين لپاره د ولس لپاره د بيارغونې پروژې چېلنجوي.

دا پداسې حال کې ده، چې دخوست ولايتي شورا ،په ملي شورا کې دخوست د خلکو استازي ډاکټرميربات خان منګل، جهادي ، قومي او د کلتوري ټولنو مسوولينو هم افغان ولسمشر حامدکرزي ته په يوه پرانېستي ليک کې د ټرانسپورت وزير پدغه پروژه کې په کمېشن کاريو،معامله او تعصبي چلند تورن کړى او وېلي يې دي، چې دولسي جرګې له ځينو غړو سره چې يو يې د پکتيا او بل يې پخپله دخوست ولايت استازى دى، د هوايي ډګر د پروژې په هکله په پټو معاملو بوخت دى، چې د دوى په خبره تردې مهاله  پنځه مليونه امريکايي ډالره اختلاس په کې ترسره شوى او اوس بيا هم غواړي، چې په دريم لاس يې وپېري.

One thought on “د والي وياند : د ولسي جرګې ځينو غړو خوست د ملکي نړيوال هوايي ډګر د جوړېدو مخه نيولي”
  1. دهر چا سره چې حب الوطن نه وي، خپلې خاوری ته ژمن نه وي، هغه به هیڅکله د عزت او ابرو ژوند ونه کړي، هر وخت به یې د غلامۍ او ذلت هتکړۍ په لاسو نو کې پرتې وي. په هر ترتیب، خوستوال هم باید خپل مسؤولیت، او د خاوری او وطن دین ادا کړي. دوی ډیر ښه پوهیږي او ښه قضاوت کولای شي چې ددوی په منځ کی څوک ددې اهلیت او وړتیا لري، چې ددوی ښه نماینده ګي وکړي، ددوی روا حقوق او ګټی وساتي او شخصي منافع د عام المنفعه څخه قرباني کړي. بلاخره، زما وړاندیز ټولو خوستوالو ته دادی، چې په راتلونکي کې دی خپله ډېره ارزښتناکه او قیمتي رایه په پوره مسؤولیت، اخلاص او خاوری او وطن ته په درنښت، داسې چاته وکاروي چې په واقعي ډول خپل دین او وطن ته ژمن وي. ټولی رسنۍ دی سر د اوس څخه په دی اړوند د خلکو عامه پوهاوي د پاره کار پیل کړي، تر څو خلک په دی پوه شي، چې یوازی ددوی رایه د خوست د ښیرازۍ او بربادۍ سبب کیدای شي.،

ځواب ورکول Sakhi Sardar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *