نور محمد ثاقب

دی د لرې پراته ولایت اوسیدونکی او د دولسم ټولګي فارغ زده کوونکی دی؛ غواړي چې د خپل ولایت د لوړو زده کړو په یوه خصوصي موسسه کې شامل شي. اړوند خصوصي لوړو زده کړو موسسه نوموړي زده کوونکي ته استعلام ورکوي، څو د فراغت ډاډ یې ترلاسه کړي او د کانکور آزموینې ثبت نام ورکړي.

استعلام د لیکل شوي ادارې له خوا مهر او لاسلیک شوی. زده کوونکی استعلام د هغې تعلیمي موسسې د نتایجو مدیر ته وړاندې کوي؛ چې دی ترې فارغ شوی. غواړي چې استعلام د ده د فراغت په تصدیق کولو سره ځواب شي، ترڅو د خصوصي لوړو زده کړو موسیسې د کانکور ازموینې ته شامل شي. د تعلمي ادارې کارکوونکی (د اړوند نتایجو مدیر) یاد استعلام نه ځوابوي. علت یې دا بولي، چې دی د استعلام مهر او لاسلیک نه پېژني. که څه هم چې زده کوونکی د اړوند لایحې له مخې حق لري؛ چې د ده د فراغت په تړاو په اسنادو کې ثبت شوي واقعیتونه پرته له کومې رسمي ادارې له غوښتنې؛ باید تصدیق او ولیکل شي. خو یاد مدیر استعلام نه ځوابوي. د فارغ زده کوونکي تصدیق نه کیږي. زده کوونکی مایوسه خپل ولایت او کور ته راځي او سږ کال د خصوصي لوړو زده کړو موسسې ته نه شاملیږي. په حقیقت کې خو هر فارغ زده کوونکی او محصل خپل تعلیمي او تحصیلي اسناد هر وخت د هرې موضوع لپاره د اخیستلو او تصدیق کولو حق لري. ان که یو فارغ وغواړي، چې د ویاړ په موخه خپلې کورنۍ او ملګرو ته اسناد وروښايي بیا هم دی حق لري، چې د اړوند موسسې یا ادارې له خوا یې سندونه د پروسجر مطابق تصدیق شي. خو مدیر د کمو معلوماتو د لرلو له وجې ویریږي او استعلام ځکه نه ځوابوي، چې د غوښتونکي ادارې مهر او لاسلیک ورته نااشنا ښکاري. خو د زده کوونکي وخت بې موجبه ضایع کیږي.

یادونه کوو چې په نوره نړۍ کې د فارغ کس د ټولې تحصیلي او تعلیمي دورې اسناد هر وخت د اړوند موسسې په ویب پاڼه کې نشر شوي او موجود وي. یا یې کورنۍ ته د پوستې له لارې په رسمي توګه کور ته ورلیږل کیږي. پرته له دې، چې فارغ کس چاته عریضه وړاندې کړي، مصارف وکړي، زارۍ وکړي او انتظار وکړي؛ له خپلو اسنادو ګټه اخیستی شي. زه او ته (دولتي کار کوونکي) که دا اسانتیا نشو برابرولئ، چې اسناد يې هر وخت په واک کې ورکړو، نو دا خو کولای شو؛ چې بې مورده مراجعین ونه زورو او خپل د دندې اړوند معلومات مو ډیر کړو.

د یادې زورونې علت د کارکوونکو د ادارې په مقصدونو، هدفونو ، لایحو، مقررو او اصولو نه پوهیدل، بې ظرفیتي او داسې نور لاملونه کیدای شي. خو په کار ده، چې د هرې ادارې کارکوونکی د اړوند کاري لایحې په تړاو کافي معلومات ولري، ترڅو په ناپوهۍ کې د مراجعینو د زوریدنې سبب نشي. ځانونه باید د خلکو واقعي خدمتګاران کړو. نو بیا شوني ده، چې د دولت او ولس تر منځ واټن کم شي.

۱۳۹۴ زمري ۳

One thought on “د واټن یو علت/ نورمحمدثاقب”
  1. لیکنې دې تر ډیره لولم. د ځوان کهول د روزنې او مسولیت ورپېژندنې کی به ډيرې موثرې تمامې شی. هغه مراجعین چې ستا د چلند په ساحه کې پاتې شوي دی ۹۷ فیصده رضایت لري. یادونه کوم که یو انسان نیمګړتیا ونه لري پرمختګ او لاسته وړنې یی شکمنې کیږي. نو ډیر شه روان یې…..

ځواب ورکول شفیع الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *