په دې ټول پوهېږو چې طالب زیان دی، خو تر ټولو ستر زیان یې د طالب له لاسه زموږ فرهنګي ویجاړتیا ده.

طالب له ښځتښتونې نیولې، تر ښځوژنې، تر جنسي تېریو او د ښځو په جامو کې تر پټېدلو پورې هر څه وکړل. زموږ د سپین ږیرو بګړۍ، د تور سرو پړوني، د ځلمو واسکټونه، د پېغلوټو کمیسونه یې بدنام کړل.

له څه وخته چې په ښارونو کې د طالبانو د پلویانو لخوا کله په بغلان کې د اردو او کله په اندړو کې د پاڅون خلاف د مدني حرکتونو تر پرده لاندې تخریبي حرکتونه پیل شوي، د کلتور وژنې یوه نوې سلسله په را څرګندېدا ده چې بدترینه صحنه یې په غزني کې د طالب پلوو لخوا د سیاست په سوداګرۍ کې د خپلو غافلو، معصومو او ناخبره خویندو او میندو کارول و.

زه چې تر مخه مې لا د طالبانو د دغسې حرکتونو په اړه بشپړه خبرتیا درلوده، له پرونه راهیسې د طالب پلوو په وروستي لوېدلي حرکت ځکه غلی پاتې شوم چې لومړی باید له رسمي چینلونو څخه د دې خبرې سپناوی شوی وای.

له نېکه مرغه، د غزني ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو زموږ دا باور تایید کړ چې طالبانو د دغې ناموسي ډرامې سکریپټ په کویټه او پنجاب کې لیکلی او د ډرامې کردارچیان یې په غزني کې، په لوېدلیو مافیایي طالب پلویو کې غوره کړي و.

طالبان کله په غزني کې خپل په جګړه کې وژل شوی مړی خلکو ته پر اوږو ور بار کړي چې دا سړک ته یوسئ، سړک بند کړئ او نارې ووهئ چې هله، امنیتي ځواکونو بې ګناه وګړی وژلی.

کله خپل زخمي واخلي، په غزني ښار کې یې په امبولانس کې غځولی وي، د ادرار او سیروم کڅوړې یې هم ورسره ایښي وي چې هله، دا کس اربکیانو تر دې حاله رسولی دی.
عجیبه دا ده چې اکثره د لاریونونو ګډونوال د هغو سیمو وي چې پاڅون هلته حضور نه لري. هیڅوک دا نه ورته وایي چې پاڅون په کوم ځای کې له حضور نه لري، هلته شکایت څنګه ورڅخه کېږي؟

په دې کې شک نشته چې د پولیسو په لیکو، او د سیمې په خلکو کې د قانون د خلا له امله د جرمي پېښو کمی نشته، جرمي پېښې په هره ټولنه کې کېږي او د قضایي او عدلي سیسټمونو له لارې معامله کېږي، خو دلته بیا له جرمي پېښو څخه د طالبانو او پنجابیانو په ګټه پراخه استفاده کېږي چې اکثره په دې استفاده کې د ښارونو طالبان، مافیایي کړۍ او رسنیز چاپلوسان هم ور ګډېږي.

په همدې سلسله کې وړمه ورځ د اندړو د ولس په نامه د غزني په ښار کې یوه بدرنګه ناموسي ډرامه وشوه چې لوبغاړي یې تر لوبېدلو وروسته تری تم شول. نه چا څارنوالۍ، نه قضاء نه قوماندانۍ ته مراجعه وکړه. نه یې ثبوت وړاندې کړ، نه یې خپل تورن مشخص کړ او نه یې د خپل آشوبي حرکت څېره مدني کړای شوه.

د اندړو په نامه پرونی دغه حرکت کاملا پلان شوې، غیر طبیعي او پرکټیس شوې ډرامه وه. نه د هغو ښځو لباس د اندړو د ښځو و، نه اندړ لا دومره ډیموکراټان شوي چې د لاریون په طریقه خپل ناموس ساتي. هلته چې ښځې ډاکټر ته نه پرېښودل کېږي، تر غزني پورې لاریون ته راوستل کېږي؟ په ویډیو کې ښځې جوته معلومېږي چې خبرې یې رټه کړي دي، الفاظ یې ورته ترتیب شوي، پرې پرکټیس شوي او بیا پر هغوی ویل شوي دي.

د اندړو د اطراف ښځې نه چادري پر سروي، نه په هغه طرز چې دوی ولاړې دي، لباس کوی، نه لاریون پېژني، نه مدني حرکت پېژني، نه شعار پېژني، نه رسنۍ پېژني. دا د آی ایس آی د هیډ کوارټر د کمیونیکېشن پلانونه دي چې په یوه او بل شکل د افغانستان د عامه ذهنیتونو، په تېره د پاڅونونو په اړه د ذهنیتونو خرابولو لپاره کارېږي او پلې کېږي او زموږ محلي دله ګان د دې منحوسو پنجابي ډرامو بازیګران دي.
آیا هغه څوک چې پنجابي ته د خپلې ښځې جامې د پټېدلو لپاره ورکوي، ښځه د پنجابي په فرمایش غزني ته لاریون ته نشي را ایستلای؟
آیاڅوک چې دومره مجبور شي چې ښځي لاریون ته را وباسي، د سلو اربکیانو مخه نشي نیولای؟ اربکیان له اسمانه را ښکته شوي دي؟ زغرې لري؟ د تېغ بندۍ تعویذ لري چې مرمۍ اثر نه پرې کوي؟

زموږ ځای ته د میاخېلو کلي ته تبلیغیان راغلي و، خلکو ته یې ویلي و چې ښځې مو باید په تبلیغ کې چیله ولګوي. یو سپین ږیری ورته ولاړ شوی و، وېلې ملا صاحب، په دین به لا دغوره بده ورځ هم نه وي چې ښځې پسې را وباسو.

د اندړو په دری سوه زره کسیزه نفوس به دغوره بده ورځ نه وي چې سړي دې یې تر شا روان وي او ښځې دې تر مخ روانې کړي وي او ناموس دې پرې ګټي. دا ټیټ، پرېوتی، بې کلتوره او لامذهبه کار یواځې طالب او د هغه ملاتړی کولای شي.

ښاري طالبان تر اطرافیو هم دیوثان او بې کلتوره ښکاره شول. د پنجاب پروژه یې عملي کړه. خپله خور او مور یې سپکه کړه.

حقیقت دا دی چې د غزني ښاري طالبان د طالب لپاره یواځې دا نه چې د خپلې خور او مور سپکاوي ته تیار دي، دوی د طالب لپاره ترورونه کوي، بسپنې کوي، بندیان یې ور خلاصوي او پنجابیانو ته د خپلو ښځمنو جامې ور اغوندي.

دا نه لومړی ځل دی، نه وروستی. ما پنځه کاله مخکې دې موضوع ته په تکرار تکرار اشاره کړې ده چې طالبان خپل محلي پولیس د ځان لپاره تر ټول نظام خطرناک بولي او د هغوی د بدنامولو لپاره له هیڅ وسیلې، حتی د خپلو میندو تر بدنامۍ هم نه تېرېږي.

تېر کال چې اردو د اندړو په سیمه کې عملیات وکړل، طالبانو د ځینو ډارنو او بزدلو وکیلانو په مټ د همداسې ډرامې په اجراء کولو عملیات متوقف کړل. تر دې مخکې طالبانو په کراتو کراتو له جرمي پېښو څخه د سیاسي لاریونونو بهانې جوړې او د حکومت د بدنامۍ کار واخیست.

له کله چې په دې سیمه کې پاڅون شوی، د نورو سیمو ملایان په جوماتونو کې د باڅون په سیمه پسې تبلیغ کوي چې هلته خلک خور مور نه پېژني، هلته خلک یو د بل په کورونو ننوځي. یعنې دا چې که طالب په پښتنو کې نه وي، خلک به یو د بل په کورونو ورځي؟

آیا غیرت او ننګ پښتنو ته طالب او پنجابي راوړی دی؟

تر پرونه چې هماغو اندړو طالب ته ډوډۍ ورکوله، تر هغوی ښه مسلمان نه و، نن چې یې د طالب څېره وپېژندله، نو کله یې د واده او ورا موټر د بوشکې په ماین ور الوزوې. کله یې له اته کلنو ماشومانو سرونه پرېکوې او کله بیا به جوماتونو کې خلکو ته خپل تربرونه کافر، مرتد او د ناموس غله معرفي کوې؟

په هغه نارینه دې هم لعنت شي چې ځان ته نارینه وایي، ځان ته غیرتي وایي، او بیا د خپل ناموس دفاع د ښځو په لاریون کوي. دا سړی که بالفرض، که خدای مکړه په حقه هم وي، دله او دیوث دی.

جنرال امرخېل ښه وایي: “که دا خلک ریښتیا د اندړو د ناموس له غمه مړه وي، ولې یې تېره میاشت د وشنونو د کلي په پېښه غږ پورته نه کړ چې مخالفین پکې د اخترمحمد نومي کور ته په بد نیت ورغلي و، او د اختر محمد د زوی لخوا دری مخالفین ووژل شول. که دوی ریښتیا د وحشت خلاف وي نو دا هره ورځ چې پر پاخه سړک خلک ښکته کېږي او د طالبانو لخوا وژل کېږي ولې غږ نه پورته کوي؟”

ریښتیا هم، که پښتنواله، افغانیت او مروت مخته را ته ونه درېږي، د لسګونو هغو کورنیو نومونه به دلته واخلم چې د طالبانو افرادو بې ناموسۍ ور اړولي، ټکونه یې پرې کړي، په زور یې لوڼي ورڅخه کړي، او یا یې د لوڼو پر سر له سیمې کډه کړي دي، خو زه طالب نه یم. زه سپک او بې فرهنګه نه یم.

By Editor2

2 thoughts on “د غزني د وا پنجابا د ناموسي ډرامې بې پښتو لوبغاړو ته! / مجید قرار”
  1. حقیقت دا دی چې طالب له اربکی او اربکی له طالب بدتر دي.‌ نه په حکومت کې داسې د سړي زوی پیدا شو چې د پښتنو خیر وغواړي او نه په طالبانو کې.‌ که نه نو آیا رباني د سولې د شورا رییس کېدای شوای، بیا صلاح الدین چې پلار یې طالب وژلی وو د سولې رییس کېدی شوای او اوس خلیلي؟

  2. قرارصاحبه ستاسوله لیکنو څخه مننه! ډیرې په زړه پورې او حقیقت دي۰
    خـــــــــــــو یوه پوښتنه ماته پیدا کیږي چې زمونږدولتي مشران ولې یوبل ته ناحقه القابونه، مډالونه اوسوغاتونه وکوي لکه پرون چې ولسمشرغني بابر دوستم او مصطفی دوستم ته دښځو پر بې عزته کولو مېډالونه ورکړل ؟ ددې په ځای چې د داسې مرداریو لمنه ټوله کړي لا نور ئې (ملتق پراندګي) ته تشویقوي۰

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *