علامه محمود طرزی ټولنه – هلمند –

د وخت پای د ډاکټر شاهد مسعود اثر دی، له اردو ژبې په دې وروستو کې هلمندي لیکوال او ژباړن احمد شاه پاڅون پښتو کړی. کتاب پنخو څپرکو کې د کیامت نښې، قرانکریم او قیامت نښې، د سپوږمۍ د ماتېدو پېښه، د مهدې امام څرګندېدل، د دجال فتنه، د یهودو مسیح دجال او دې ته ورته نور اړین موضوعات د قرآن او احادیثو په رڼا کې را اخیستي.

پر دې سربیره کتاب کې دې پوښتنو هم ځوابونه موندلای شئ. د مسلمانانو اوسنی وضعیت کومه خوا روان دی؟ د نړیوالو او غرب سیاسي حالت د څه شي په لټه دی؟ د اسلام او ننني ساینس څه تړاو دی؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې ځوابېدلای شي.

ژباړن هڅه کړې چې کتاب په ډېره خوږه او روانه پښتو وژباړي. کتاب کې راغلي قرآنې ایاتونه، نبوي احادیت، دینې او اکاډمیک ویې یې په ډېر غور ژباړلي. د کتاب لیکنه دومره خوږه ده، په اند مې چې هر څوک به یې په خوند بې له کومې ستونزې ولوستلای شي.

کتاب په ښه کیفیت تاج منور کتاب او قرطاسیه بنسټ– هلمند چاپ او علامه محمود طرزي ټولنې زر ټوکه په اندازه خپور کړی. کتاب څه باندي ۱۷۰ مخونو کې راټول شوی، د کتاب د سختو ویو او نورو اړوند موضوعاتو ښه روښانتیا لپاره ژاړن لمن لیکونه هم راوړي.

3 thoughts on “د وخت پای کتاب په پښتو کې خپور شو”
  1. کور یې ودان، خو له همدا اول پاراګراف نه اوچته ښکاري چې دغه کتاب په اوس وخت کې زمونږ د ټولنې له پاره نه یوازې دا چې ګټه نه رسوي بلکه لا نور یې هم له ډیپریشن او ذهني تکلیفونو سره مخامخ کوي. زمونږ اوس د قیامت په هکله اندېښنې، د دجال په هکله اندېښنه، یاجوج او ماجوجو په هکله معلوماتو ته نه بلکه دې ته ضرورت دی چې څنګه په هلمند او په ټول افغانستان کې خلک کار ته وهڅوو، یو له بل سره مینې او محبت، اشر، یو له بل سره مرستې، د دین په رڼا کې د انسان حیثیت، د مسلمان حیثیت، د ګاونډي حیثیت او یو له بل سره د نېکۍ په بدل کې د الهي رحمت او د رسول الله (ص) د مینې او لورینې په هکله د معلوماتو خپرولو او د خلکو پوهولو ته کار وکړو. په پاکستان کې له ټول رذالت او پدرنالتۍ سره سره د ټولنې د پرمختګ، تعلیم او ټولنیزو مسایلو په هکله کتابونه شته نو که دا ښاغلی وخت لري داسې کتابونه دې ترجمه کړي چې خلک له دا تیار له پښو لوېدلي، اسکېرلي، غمړلي، په ډیپریشن اخته او نهیلي حالت څخه را وباسي نه دا چې د قیامت په هکله معلومات ولولي او منډه کړي کونې پورې بم وتړي او ډز ځان هم والوزوي او نور هم له ځان سره یوځای کړي.

ځواب ورکول Habib ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *