د میدان وردګ ولایت د بدنې روزنې امریت له لورې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۴۴ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ نن ( جمعه ) پیل شوې. دا سیالۍ به درې اونۍ دوام وکړي .
د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د دغه ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین وایي، دا سیالۍ د یونایټډ ایروپ شرکت په مالي لګښت پیل شوي،چې هره ورځ به د لسو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي .
هغه زیاتوي د والیبال دغه سیالۍ د والیبال د ملي فدراسیون او بین المللي معیارونو او په لیګ سیستم برابري کړي،چې په ترڅ کې به ۲۶ غوره لوبغاړې د دغه ولایت د ځوانانو لوبډلې لپاره وټاکل شي .
دا په داسې حال کې ده،چې تېره اونۍ د دغه ولایت د ۱۴ فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې .
ستاسو نه زیاته مننه چی د وردګو ولایت سپورتی خبرونه نشروی خو باید صحی برخی ته هم پاملرنه وکړی صحی کارکونکی اکثریت په خپلو دندو موجود نه وی دبیلګی په توګه تاسو ولاړ شی د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی کلینک وګوری داکتر په هفته کی څلور ورځی کور کی او او دری ورځی کلینک د داکټر دنده یو نرس په مخ وړی زه نه پوهیژم چی دا څرنګه حاضری ده چی هفته کی دری ورځی نده ده هغه هم نیمه ورځ مونژ خو د میاشتی دری ورځي حق لرو هغه هم نه راکوی چی صحی کارکونکی هم نه یو مګر یو داکټر باید همیشه شپه او ورځ خپلی دندی کی حاضر وی که مسولین یا کوم بل څوک دا متن لولی هیله ده چی د دی کلینک مقامات ته خبر وکړی دا به مو مهربانی وی
په ریښتا سره هم د دی کلینک کارکونکی خپله دنده کی نه وی
د وردګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی د کلینک داکتر په هفته کی څلور ورځی کور کی تیروی او د داکټر دنده یو نرس مخ بیایی که دی مشکل ته پاملرنه ونشی زیات خطرناک عواقب به ولری پاملرنه مو غواړم
که په ریښتیا سره هم داسی خبره وی نو باید دی خبری ته جدی توجع وشی