د تنګي شنه دره چې ۱۵ کیلومتره اوږده پرته ده د کابل- کندهار سړک د کابل- ګردیز له سړک سره نښلوي او له کابل ښار څخه ۸۰ کیلومتره واټن لري. د روسانو په وړاندې جهاد په وخت کې د مجاهدینو د تګ راتګ لاره او د جهادي تنظیمونو پوخ د مبارزې مرکز و. د کابل، میدان ښار، غزني او نورو ولایاتو مجاهدینو به په ډاډه توګه پرې خپل کاروانونه تیرول. په جوماتو کې به مسافرو او مجاهدینو ته د شپې ځای او ډوډی په وړیا توګه ورکول کیده. لومړیو کالو کې د حرکت تنظیم ډیر غښتلی و، وروسته حزب اسلامي ورو، ورو خپل فعالیت پراخ کړ. د جهاد په لومړیو کالو کې مجاهدینو د جهادي فعالیتو په خوا کې په زړو کلاګانو، باغونو او شنو پټو کې د ښونځیو په جوړولو پیل وکړ. مجاهد به نیمه ورځ جهاد کولو او پاتې به یې د وطن بچیانو ته درس ورکولو. وروسته پکې د حزب اسلامي او سویډین کمیټې په مرسته پاخه تعمیرونه هم د ښونځیو لپاره جوړ شول.

سره له دې چې حرکت تنظیم مخالفت کولو خو کله چې دوی ته اسلامي علومو د تدریس چاره سره له معاشه وسپارل شوه دوی هم له ښونځیو سره حساسیت ونه ښود. وروسته بیا ځینو عربي موسساتو له دغه ښونځیو سره مرسته پیل کړه. په تیرو څلورویشت کالو کې په سلګونو متعلمین له دغه ښونځیو فارغ او د لیسانس او ماسټری تر کچې یې پوهنتونو کې زدکړې وکړې. دا چې ددغه ښونځیو تعلیمي کچه لوړه وه نو د استاد رباني او طالبانو په وخت کې ډیر معلمین لوړو پوهنځیو ته بریالي شول. او اوس په دولتي او غیر دولتي دندو بوخت او ډالري معاشونه اخلي. د کرزي صاحب د حکومت له پیل څخه عربي موسسات د معارف وزیر یونس قانوني پوسیله د خدمت کولو څخه منعه شول. دولتي معاش لږ و او تکړه معلمین هم له ښونځیو لاړل.

امنیتي حالت له د۲۰۰۷ م  کال راهیسي خراب شو، طالبانو را پيدا شول، د نجونو ښونځي بند او د هلکانو ښونځیو حالت نور هم خراب شو. وروسته امریکایانو هلته پوستې جوړې کړې چې د طالبانو فعالیت یې مقابل کې څو چنده شو. هغه خلکو چې وس درلود وکوچیدل نور پاتې شول. د ښونځي د متعلم سر او کار له ترانو، موبایل، مخابرې موټر سیکل، بمونو او جنګ سره شو. معلمین تهدید او مجبوره شول چې متعلم کامیاب کړي.  دوه کاله وړاندې امریکایانو بیرته ووتل او طالبانو یې ځای ونیو. د امریکایانو سره د جګړې د پیل راهیسې څو ډوله طالبان موجود دي.

لومړی ډله: هغه طالبان چې په ځانګړې توګه د امریکایانو په وړاندې جګړه کوي او په غلو، شوکو، لار نیونه، تښتونه کې لاس نه لري. دغه ډول طالبان ډیر لنډ عمر لري ډیر زر د چاپو، ډرون، بمبارد او جنګ وخت کې وژل کیږي.
دویمه ډله: چې پخوا سم طالب و خو اوس ټوپک سالار دی.

دریمه ډله: چې له اوله ټوپک سالار و.

دویمه او دریمه ډله طالبانو اکثریت هغه ځوانان دي چې نه یې لوست کړی، نه کسب لري نه له دینه خبر دي. که طالبتوب پریږدي بیا به کابل کې جوالي کیږي یا به ایران او پاکستان کې روزانه کوي. دغه طالبانو له امریکایانو سره چندان کار نه لري یواځې د ملي اردو، ملي پولیسو او حکومتي مامورینو په وژلو مصروف دي. په خوا کې یې د خلکو موټر دروي، موټر ترې اخلي ، څښتن یې د پیسو مقابل کې خوشي کوي یا یې وژني. داسې هم شوي چې خوشي شوي کسانو د کوټې شورا په امرخوشي شوي وروسته بیا تښتونکي مجبوره شوي چې تښتول شوي اموال بیرته ور وسپاري. خو اوس چې دغه ټوپکیان په دې وپوهیدل چې که څوک حکومت یا موسسه کې نه وی کیدای شي د کوټې شورا یې مرسته وکړي نو ځکه یې په لومړي قدم کې وژني او وروسته یې مال، موټراو دارایي ترې اخلي. ځینو حالاتو کې یې د تښتونې او د پیسو تر لاسه کولو وروسته وژني.

د عام ولس پرې زور نه رسیږي، امریکایان ورسره کار نه لري او طالب لوړپوړي چارواکي ترې نه خبریږي یا غوږونه پرې کاڼه اچوي. ځینو یې اوس دویم ځل واده ته هم پیل کړی چې د واده مصارف د راګرځول شویو موټرو له خرڅولو پوره کوي. دوی د خیریه موسساتو کارو ته اجازه نه ورکوي که یې ورکړي نو باید د پروژې د قیمت دیرش فیصده دوی ته ورکړل شي. که ښو،نځی په یولک ډالر جوړیږي نو دیرش زره ډالره باید دوی ته ورکړل شي. کله چې خلک له موټره را ښکته کړي نو موبایل یې ترې واخلي او د کورنۍ غړو ته یې زنګ وروهي، ورته وایې زه د ملي امنیت غړی یم، ستا زوی مې دلته د طالب په شک درولی، تاسې څه کاره یاست او زوی مو څه کار کوي. د کورنۍ غړي که هیڅ دولت کې هم نه وي ځان ورته دولتي کس معرفي کوي چې کله د هغوی له خولې اقرار واخلي نو اختطاف شوي کس ته وایي دغه دي خپله کورنۍ دې درباندې شاهدي وایې دغه ډول خلک بیا نو د دوی په اند واجب القتل دي. د کوټې شورا په نزد هم د دوی مرګ مباح دی.

د وردګو اوسیدونکې د دغه ټوپکیانو لومړی درجه قربانیان دي بیا هغه خلک چې د تنګي په لاره باندې لوګر یا کابل ته ځي د دوی ښکار ګرځي.

د حل لاره یې څه ده؟

د دغه ډول ټوپکیانو شمیر تر شل یا دیرشو ډیر نه دی. طالبان، حکومت او امریکایان درې واړه یې چاره کولای شي که یې وکړي!

طالبان:

دغه کسانو ته تاسې مخابره، موټرسایکل او اسلحه ورکړې، مشران مو یې کوټه کې درسره کینولي او دوی مو خپلو مخو ته خوشي کړي. که غواړئ د اسلام، جهاد، طالب او پښتون نوم پرې بد کړئ بیله خبره ده او که داسې نه وي نو چاره یې وکړئ. له دوی سره ټړلي کسان چې متعلمین دي درس نه وایي د ټوپک په میل باندې ځانونه کامیابوي. دا چې اوس تنګي دره کې امریکایان نه شته هیله ده خپل ټول جنګي فعالیت هلته ودروئ او په ځای یې د خلکو لپاره خدمت وکړئ. د وردګو جغتو، شنیز، چک او جیلګه کې حالت تر دې هم خراب دی.

حکومت :

هر اونۍ په دې لاره باندې خلک له موټره ښکته کیږي، وژل کیږي او موټر یې ترې اخیستل کیږي. که چیرې تاسي وغواړئ نو د څو لنډه غرانو چاره سخته نه ده.

ولس:

شل، دیرش کسه ټوپکیانو د ټولو وردګو رنګه بده کړې، تاسې خپله ترې تر پوزو راغلي یاست که ویره لرئ چې حکومت ته راتګ به مو په زیان تمام شي حد اقل خو د دوی لوړپوړو (طالب) چارواکو تر غوږو شکایت ورسوئ.

هغه هیوادوال چې په دې لاره ځي او راځي هیله ده نور په دې لاره نه ځی. همدا ټوپکیان د خپل ژوند، خپلې کورنۍ، طالب، حکومت او امریکایې کیسه کې نه دي نو په تاسي به څه رحم وکړي. کاش چې پښتانه هم هزاره ګان شوي وای چې ښوونځي یې فعال وای، طالب، پنجاب او امریکایي ورسره کار نه درلودی.

شهیر

7 thoughts on “د وردګو تنګي دره کې د لیوانو حکومت/ شهیر”
  1. شهیر وروره ! پوهیږم چې دهیواد او هیوادوالو سره همدردې لرې خدای دې ژوندی لره.زموږ په ولایت لوی کندهار کښې هم دروسانو اوددوی دغلامانو سره دجها د په وختونو کښې مکتبونه دمجاهدینو په لا س تخریبیدل. دمجاهدینو په حکومت کښې هیڅ کا ر ومعا رف ته نه دی سوی.دطالبانو دحکومت په وخت کښې هم تقریبا مکا تب په هیڅ حسا ب وه ځکه دوی په نامه مکاتب درلودل او په حقیقت دوی دمکتب سره پټ په زړه کې جوړ نه وه اوتوجه ودینې علومو ته وه چې جنګې سنګرونه یې تاوده سا تل سوې وای.او دکرزې دحکومت په دوره کښې هم په لوی کندها ر کښې مکا تب دطالبانو په لاس ورا نیږې.اوزما په یاددې چې دظاهر شاه وحکو مت په وخت کښې دغسې تبلیغات کیده چې مکتب ویل څوک کافر کوې. کیدا ی سې چې په دغو تبلیغاتو کښې به هم دګا ونډیانو لاسوو.زموږ سره دجنوب ختیځ ګاونډې دتولد سره په یوه وخت کښې دښمنې شروع سویده.او هغه دمیوند دغزا اود لوی احمد شا ه بابا دغزا ګا نو انتقا م خپل دلاس پوڅو په واسطه راڅخه اخلې . تا سې دوردګو ولا یت خلګ تر موږ بختور یاست.په پښتنو کې موږ ته تا سې او جلال ابا د خلګ را پاته یا ست چې څه دسوا د دنګاه څخه ښه یا ست اوخدای مو مه کموه

  2. پورتنی موضوع ډیره پر ځای ده او دا یو ښکاره حقیقت دی چی دا ډول پیښی هر هفته تکراریز خو حیران پدی چی ولی یی خلک په خپله مخنوی نه کوی هغه غله ټولی دری ته معلوم دی او دولت ورسره کار نلری ځکه دوی اکثره په کابل کی ګرځی را ګرځی ولی څوک څه نه ورته ووایی
    نور خو څه نشو کولی خو الله دی دوی ته هدایت وکړی

  3. افسوس خو داده چه دایم د پښتنو په سیمه کی دا ستونزی پیدا کیږی دبل چا په وینا دوی نه غواړی چه بچی یی ښوونځی ته ولاړ شی او ددایم لپاره دنورو غلامان پاتی شی په هره سیمه کی چه تعلیم نه وی هغه سیمه به بی سواده وی او ځوانان به یی غلا چور چپاوو او وروروژنی به کوی دخدای په خاطر پښتنو وروڼو نور پوهه شی دغلا او چور چپاوو په ځای په خپلو بچیانو تعلیم وکړی تر ځو دراتلونکی نسل ژوند مو برابر شی او د بل چا غلامان پاتی نه شی

  4. دایو واضیح خبره ده چه دتنګی دره فی الحال دغلو او تو فک سا لارانو او مخریبینو مر کز دی او نه غوا ړی چه و طن اباد کړی

  5. ټولوته سلامونه
    دوستانو همدا حال اوس د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کی هم دی هلته خو لادری یا دوه ډلی طالبان هم ندی فقد یوه ډله پخوانی د سیاف د ډلی چرسیان او نور هغه بی تعلیمه نوی ځلمی شوی کسان ورسره دی چی یا له پلاره تښتیدلی او یا هم له مکتب نه تښتیدلی سره یو ځای شوی او د طالب په نامه فعالیت کوی مخلصو مجاهدینو ته بوشکه یی بمونه جوړوی او الوزوی یی د نجونو مکتبونه یی بند کړی او یا یی هم تهدیدوی ددوی اکثره په ژمی کی امریکایی کمپاین سره کار کوی او په دوبی بیا طالب شی یا حزبیان وژنی یا ملی اوردو کسان بیا وایی دااربکیان دی د امریکایی خاصو ځواکونو دی سیمه کی بد ترین فجایع وکړی خو یوه ورځ هم دی طالبانو پری ډز ونه کړ مګر د حزب اسلامی حتی هغه کسان چی اوس سپینږیری دی خپله دهقانی کوی دوی وژنی —- دا حالت دی د پیسو لپاره نه د ابادی کارونه او نه موسسی پریږدی که بخه ورکړی بیا هرڅه پریږدی

ځواب ورکول لطیف لونګ وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *