ملېشه

د جمعې په ورځ په پروان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې اووه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

نښته وروسته له هغه د یاد ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د یوې کورنۍ غړي د ځمکې خړبول غوښتل؛ خو د مقابل لوري کورنۍ یوه غړي دغه سړی وواژه او د وژل شوي کورنۍ، د خپل غړي د وژل کېدو په مقابل کې د قاتل د کورنۍ څو غړي ووژل.

د دواړو لوریو د کورنیو مشران پخواني قوماندانانو وو، چې په وژل شویو کې څلور مېرمنې هم شاملې دي.

معمولا پخواني جهادي قوماندان اوس هم ناقانونه وسلې له ځانه سره لري؛ خو د دغې پېښې په تړاو د پروان والي عبدالبصیر سالنګي ویلي، چې په پروان کې د ځینو کړیو له لوري وسلې وېشل شوي دي.

ښاغلي سالنګي ندي ویلي، چې وسلې د چا له لوري وېشل شوي؛ اما لدې وړاندې یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو، چې پخوانۍ نظار شورا پورې تړاو لري په نا مستقیمه توګه د وسلو له وېش څخه یادونه کړې وه.

د تېرې میاشتې په اوږدو کې د ولسمشر لومړي مرستیال قسیم فهیم ویلي و که چېرې د دوی غوښتنې و نه منل شي او په راتلونکي دولت کې پخواني جهادي قوماندانو ته ونډه ور نه کړل شي، نو دی به غره ته پورته شي. غره ته له پورته کېدو څخه د ښاغلي فهیم موخه د راتلونکي دولت پر وړاندې وسله‌واله جګړه وه او دغه جګړه به تر هغه دوام لري، چې د دوی غوښتنې و نه منل شي.

له فهیم سربېره یو شمېر نور وګړي او کړۍ هم د وسلو په وېش تورنې دي، چې ډېری برخه یې پخواني جهادي قوماندانان دي.

د وسلو د وېش اصلي موخه په هېواد کې د ناامنۍ په صورت کې د شخصي او تنظیمي ګټو ساتل په ګوته شوي دي.

د تېرو کلونو په اوږدو کې افغان حکومت ندی توانېدلی، چې د ناقانونه وسله‌والو کسانو او ډلو ټپلو مخنیوی وکړي. پر دې سربېره، چې د دغو ډلو ټپلو له فعالیت څخه د مخنیوي هڅې بې پایلې وې؛ د ولسمشر د مصالحت‌پالنې له مخې حتی په ځینو مواردو کې پدې برخه کې له دولتي امکاناتو څخه هم ګټه پورته شوې ده.

اوس‌مهال افغانستان په حساسو شرایطو کې دی. له یوه لوري د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي له بل لوري په راتلونکي کال کې به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي او همداراز د راتلونکي زېږدي کال تر پایه به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي یا لږ تر لږه د وسله‌والو جنګیالیو پر وړاندې به نېغ په نېغه په جګړه کې ونډه نه اخلي او تر ډېره بریده به ملاتړی رول لري.

پداسې شرایطو کې د وسلو وېش هېواد له جدي ننګونو سره مخ کولای شي.

په شمالي ولایتونو کې تر ډېره بریده د افغان حکومت واکمني ملوک‌الطوایفۍ ته ورته ده؛ هغه څه، چې حکومت ترې وېره لري او په افغانستان کې د ملوک‌الطوایفۍ له وېرې یې په قطر کې د وسله‌والو طالبانو دفتر پر وړاندې جدي غبرګون وښود. پداسې حال کې، چې په کور دننه د تېرو کلونو په اوږدو کې دغه چاره روانه ده او په شمال کې خپل وروستي برید ته رسېدلې ده.

شمالي ولایتونه د زورواکونو ترمنځ وېشل شوي دي: داسې، چې سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب کې د عبدالرشید دوستم پراخ نفوذ شتون لري. په مزار شریف کې عطامحمد نور قدرت لري؛ خو تر ډېره بریده نفوذ بیا هم د دوستم دی. تخار هم دوستم پورې تړلی دی. بدخشان تر ډېره بریده د جمعیت اسلامي تر نفوذ لاندې ولایت دی. کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونه بیا د مارشال او پلویانو ترمنځ وېشل شوي او دغه کسان پکې پراخ نفوذ لري.

د دغو ولایتونو والیان باید د یادو بانفوذو وګړیو او کړیو په خوښه وي، چې ښه بېلګه یې په تېرو دولسو کلونو کې پر مزار شریف د عطامحمد نور واکمني ده. د جوزجان والي تر هغه، چې د دوستم په خوښه یې کار کاوه پر خپل ځای پاتې و؛ خو له دوستم سره د مخالفت په پیل سره پر وړاندې یې لاریونونه وشول او له جوزجان څخه کابل ته وتښتېد. د تخار والي هم د جهادي شورا په نامه د یوې ډلې د مخالفت له امله له خپلې دندې لرې کړی شو او پر ځای یې د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهیمي ورور عبداللطیف ابراهیمي وټاکل شو.

که څه هم د ولسي جرګې غړی عبدالرووف ابراهیمي له حزب‌اسلامي سره پاتې شوی دی؛ خو په وروستیو کلونو کې دوستم ته نږدې کس دی.

پورتنیو ټکو ته په پام سره پر دې سربېره، چې په یادو ولایتونو کې د سیمه‌ییزو زورواکانو له لوري ملوک‌الطوایفي رامنځته شوې د همدغو زورواکانو له لوري وسلې هم وېشل شوي دي.

په شمال کې د وسلو د وېش څرګندې بېلګې د تخار والي پر وړاندې د لاریون‌کوونکو ترمنځ د ناقانونه وسله‌والو شتون او د جوزجان والي پر وړاندې د دوستم پلویانو وسله‌وال برید او د جمعې په ورځ د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د اووه تنو وژل دي.

که چېرې دولت په اوس وخت کې، چې بهرني ځواکونه په هېواد کې پراخ شتون لري و‌نه توانېږي، څو د دغو زورواکانو له قانونه کړنو او په ناقانونه توګه د وسلو له وېش څخه مخنیوی وکړي؛ له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د ولسمشریزو ټاکنو په تر سره کېدو سره به دغه ډلې ټپلې لا ځواکمنې شي او هېواد به له بل کړکیچ سره مخ کړي.

One thought on “د وسلو وېش، ملوک‌الطوایفي او د شمال برخلیک/ مجیب‌الرحمن ساپی”
  1. شاباش دنرزامنو باید یودبله سره وخوری باید یوتربل ځان کمزوری ښکاره نکړی بایدیودبل خبره وانوری
    بیغیرته انسانا دواړه خدایه وجهنم ته ولیږی
    بیغیرته انسانو ښدی چی یودبله سره ځانونه قطل کړی
    بیغیرته انسانان دخپل وروروپه قدرڅه پوهیږی

    په بیغیرته انسانانو پیسی خلګ لاسونه چړپوی

    بیغیرته انسانان دخپل ملک په قدرڅه پوهیږی

ځواب ورکول روغ رمټ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *