تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لیسته یې د ۸۷ تنو نورو نوماندانو نومونه لېري کړل.

د دې کمیسیون ویندوی نادر محسني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو ۸۷ تنو کاندیدانو له منځه د ۵۵ تنو په تعلیمي اسنادو کې ستونزې وې، د ۳ تنو تذکرې جعلي وې او ۲۹ نور له دې کبله له لیسته ایستل شوي چې عمر یې د کاندیداتورۍ تر قانوني حد ټیټ و.

محسني همداراز وویل، دا کسان د هغو ۴۰۰ تنو په ډله کې شامل دي چې پر تعلیمي اسنادو یې شک کېده.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ولایتي دفتر وویل چې راتلونکې اوونۍ به د دغه ولایت د ولایتي شورا د کاندیدانو له لیسته د ۳۰ تنو نومونه وباسي.

په بلخ کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون کمیشنر داد محمد انابي وویل چې دا کسان د دې لپاره د کاندیدانو له لیسته ایستل کېږي چې تعلیمي اسناد یې نمګړي دي.

 د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په داسي حال کې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو تصفیه پیل کړې چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین څه باندې یوه اوونۍ پخوا پیل شوی او کاندیدانو عکسونه او پوسترونه چاپ او خپاره کړي دي.

2 thoughts on “د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لیسته ۸۷ تنه وایستل شول”
  1. The commission has always been depended to Money and Power.

    To prove my aforementioned statement I would like bring an example of a female candidate for the provincial council in Kandahar; Shakiba Ahmadi Kakar, the daughter of Fariba Ahmadi Kakar which is current member of Afghan Parliament. She is smaller than many other candidates who have been exempted from the list but she is still in the list.

    We had better to count her age from her birthday certificate which can be from Iran or Afghanistan or even her Mother real age. Her mother means Fariba is about 40 years old, since she is from persain tribe and Shia religion thus as many many others, she may have married around 20 or late then that her first child was Zabir Ahmad who has been died in crash in Kabul Kandahar highway a few years back and Shakiba was three years or more smaller than him.

    Now you count.

ځواب ورکول True Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *