تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین یا مبارزو په لومړۍ ورځ د هوا له خرابوالي سره سره د کاندیدانو فعالیت د پام وړ و.

عبدالله عبدالله د کمپاین په لومړۍ ورځ په انتخاباتو کې د درغلۍ په وړاندې خبرداری ورکړ. اشرف غني احمدزي، په داسي حال کې چې د بزکشۍ ټوکه بیا تکرار کړه خپل پروګرامونه اعلان کړل.

ښاغلي عبدالله افغانستان په قومي، سمتي او ژبني بنیاد وېشل شوی وباله او ویې ویل چې په تېرو کلونو کې د افغانستان دې اساسي ستونزې ته توجه نه ده شوې.

د زلمي رسول د خبرو په اړه، چې ویل کېږي له خبرو سره یې چندان جوړه نه ده، کوم راپور نه لرو خو پرون /یکشنبه/ د انتخاباتي کمپیان په پیل کې لږترلږه دوو پخوانیو ویندویانو له ده سره یووالی اعلان کړ.

د ولسمشر کرزي پخوانی ویاند وحید عمر له زلمي رسول سره له یوځای کېدو وروسته د ده د انتخاباتي درستیزوالۍ (کمېټې) یا د ایرانیانو په اصطلاح د (ستاد) د عمومي اړیکو د دفتر ريیس وټاکل شو. دغه راز د کندهار د والي یو پخوانی ویندوی هم له زلمي رسول سره ملګری شو.

1خپلو پلویانو ته قیوم کرزي وویل«تروسه وسه به هڅه وکړم چې له خپل ژمن او متخصص ټیم سره داسي حکومت وکړم چې هم د تېرو ۱۲ کلونو بریاوې وساتم او لا یې تقویه کړم او هم د بې عدالتیو او قانون ماتونو پر ضد مبارزه وکړم او له نړیوالو سره هم همکاري او رغنده اړیکې ولرم.»

عبدالرب رسول سیاف، چې د ډېرو په باور به یو له څلورو مخکښو کاندیدانو څخه وي، پر خپل دې شعار ټینګار وکړ:«د امنیت ټینګښت، د قانون حاکمیت او له فساد سره مبارزه.»

محمد شفیق ګل اغا د کابل په ستاره هوټل کې خپلو ګڼ شمېر پلویانو ته په وینا کې درې خبرې د خپلو پروګرامونو د اساس په توګه یادې کړې:

ملي یووالی، په هیواد کې عمومي امنیت او سوله او د افغانستان بیا رغونه او پرمختګ

له بلې خوا د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د حضرت مجددي، پير ګيلاني او ډاکټر احدي په مشرۍ درېيو سياسي ګوندونو د ولسمشرۍ د کانديد  ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه کړې ده.

ډاکتر انوار الحق احدي په خپله فېسبوک پاڼه کې هم اعلان کړی چې د ښاغلي اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.
له ښاغلي احمدزي څخه د پیرسید احمد ګیلاني، چې په افغانستان کې زیات نفوذ لري، او حضرت صبغت الله مجددي ترڅنګ د حق او عدالت ګوند مشر حنیف اتمر هم ملاتړ اعلان کړی دی.

په دې توګه د انتخاباتي مبارزو په لومړۍ ورځ له ډاکتر احمدزي سره د درو ګوندونو مشرانو او له ډاکتر رسول سره دوو ویندویانو ملاتړ اعلان کړی دی.

ښايي په راتلونکو څو ورځو کې نه یوازې نور شخصیتونه او ګوندونه بلکې انتخاباتي کاندیدان هم د یو بل په ګټه میدان پرېږدي.

7 thoughts on “د ولسمرۍ د کمپیان د لومړۍ ورځې لوړې ژورې”
  1. ماشا الله د افغانستان خلکو له سلیم عقل نه کار واخیست او خپل واقعی مشرته د احترام او درناوی له پاره له شخصی ګټو تیریږی هغوی چی سیاسی درک او شعور لری د افغانستان ځلانده راتلونکی لپاره خپل ملی ، افغانی او بین المللی شخصیت ښاغلی دوکتور اشرف غنی احمدزی د افغانستان د راتلونکی زغیم په حیث غوره کوی او دا الحمدالله یو ښه زیری دی.

  2. دافغانستان مسلمان ولس بايدپوه شي چي داگوندونه د بزكشي تيم سره يوزاي كيژي اول بايددريس عقل اومعاون سابقه داري په نظركي نيولي واي مجددي نه خوگيله مه كوي په دي خاطرچي هغه خومخكي دينه هم دخالدبن وليدلقب وركريوه

  3. د احدي صاحب ، پیر صاحب او مجددی صاحب پریکړې خوشحاله کړم. وطن تحول غواړي او هغوی چې د اوسنی حالت ادامه او ریاستونه او د ځمکو غصبونه او … غواړی تر ای ایس آی هم لوی دښمنان دي.

  4. که هر څومره د محترم احدی، حضرت صاحب او ګیلانی صاحب منتقد وم خو اوس پوه شوم چی دا خلک بد خلک هم نه دی بلکه د حالاتو له وجی ددوې څخه ځینې وخت اشتباهات شوې دې. اوس یی منم چی دوی واقعا د افغانستان او افغانانو ګټې په نظر کې نیولې دی. ددوې څخه ډیره مننه کوم چې د فکر او عمل د اتل څخه یی ملاتړ اعلان کړو. بری مو په نصیب شه. آمین.

  5. د تاند د کارکوونکو څخه هیله کوم چی په خپله صفحه دغه ویډیو کلیپونه وروانه چوې مطلب می دادی چی مونږ هره صفحه خلاصه کړو نو پورته کیڼ اړخ ته یو کلیپ پلی شې. زه په یو دفتر کې کار کوم چی دا کلیپونه او هررنګه ویډیو کلیپونه په کې بند دې نو هیله کوم چی تاسو دا بند کړی. ډیره مننه

  6. زه ډیر خوښ یم چی د افغانستان له مهموګوندونو څخه څلور اوس مهال له ډاکټراشرف غنی څخه خپل ملاتړ وکړ دنورو کوندونو په هیله یم چی خپل ملاتړ له ښاغلی ډاکټرصاحب اشرف غنی څخه وکړی ترسو افغانستان دامنیت اقتصاد او تعلیم په برخه کی پرمختګ وکړی دا مونږ ته اوس مهال ډیر د خوښی خبره دی چی مهمه ګوندونه له ډاکټرصاحب احمدزی څخه ملاتړ کوی ماشاالله

ځواب ورکول توریالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *