د دې پرځای چې افغان حکومت په یوه حساسه مرحله کې له لویدیځ څخه مرور او پرمخالفو هېوادونو یې یو مخ ملا وتړي،ښه ده چې خپلو اصلي متحدینو یانې لویدیځ سره ترینګلې شوې اړیکې ورغوي.

ولسمشرکرزي د شانګهای سازمان په غونډه کې ویلي،چې له امریکا او ملګرو څخه یې نور د ترهګرۍ او افراطیت د ځپلو تمه په کار نه ده.

د ستونزې ظاهري اړخ

د افغان حکومت او لویدیځ ستونزه له یوه سره دا ښکاري،چې لویدیځ او په سرکې امریکا متحده ایالات له افغان حکومت څخه په سیمه او افغانستان کې د خپلو لویو ښکاره او ناښکاره ګټو او هدفونو د لاسته راوړلو لپاره غواړي د یوې ښې تابع وسیلې په توګه کارواخلي.

دغه هدف ترممکنه حده امریکا ترلاسه کړی هم دی او افغان حکومت کې ځینو ځانګړو اشخاصو او ډلو ته هم پکې ډېره ګټه رسیدلې ده.

خو اوس د ۲۰۱۴ په رانېږدې کیدو او د اوسني افغان حکومت د واک پای ختمیدو ورځو ته په کتو سره امریکا د خپلو نوو هدفونو او ګټو لپاره د خپلې پټې نوي اړخونه میدان ته کول غواړي.

د دې لپاره یې له وسله والو طالبانو سره په قطر او نورو ځایونو کې د سولې د ښکاره او پټو هڅو ترڅنګ داسې هڅه هم پیل کړې،چې د افغانستان د تېرې لسیزې په ستونزو کې خپله ښکېلتیا رد او ټوله ملامتي پرافغان حکومت واچوي.

لږه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي په څرګندو ټکو په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ وګڼله،چې د افغان حکومت توند غبرګون یې راوپاروه.

د ولسمشرکرزي د ویاند او خپله د ولسمشرپه مشرۍ د ملي امنیت شورا د یوې غونډې په حواله وویل شول،چې که د افغانستان روانه جګړه کورنۍ وه،نو امریکا او ملګرو هېوادونو یې ولې پکې ونډه اخیستې وه.

دوی په یوډول په جګړه کې دغه بهرنی حضور ترپوښتنې لاندې راوست او امریکا ته یې د دې پیغام ورکړ،چې د لفظي بریدونو او تورونو په ځواب کې یې خطرناک دلایل او خبرې لري.

د کرزي د طرف بدلیدو هڅه

له دې خبرو وروسته په قرغزستان کې د شانګهای سازمان د دیارلسمې غونډې پروخت د ولسمشرکرزي په وینا کې پرامریکا او ملګرو یې د نیوکې په ډول دا خبره چې له دوی څخه د ترهګرۍ او افراطیت په ځپلو کې د مرستې توقع نه ده په کار،پخپلو نړیوالو اړیکو کې د ولسمشرکرزي د طرف بدلیدو هڅه وه.

د دې هڅې او د غونډې په څنډه کې د روسیې ولسمشرولادیمیرپوتین سره د کتنې هدف دا اټکلیږي،چې ښاغلی کرزی غواړي یا خبرداری ورکوي،چې د امریکا مخالفو سیاسي هېوادونو ته د نېږدې کیدو لېوالتیا او امکان یې شته.

دا کارد ولسمشرکرزي او امریکا په اړیکو کې نوی نه دی،مخکې یوځل ولسمشرکرزي ویلي و،چې که لویدیځ افغان ځواکونو ته مجهزې وسلې ورنه کړي،له روسیې،چین او نورو هېوادونو څخه به د وسلو مرسته وغواړي.

  په دغه تجربه کې ثابته شو ،چې یاد شوي هېوادونه د لویدیځ په کچه د افغان حکومت مرستې ته لېواله او اماده نه دي.

هغوی به په افغانستان کې خپلې ګټې او خوندیتوب یې دومره نه ګوري،چې د امریکا په شان نړیوال قوت او ملګرو سره یې خپلې اړیکې پرې ترینګلې کړي.

 د ولسمشرکرزي د طرف بدلیدو په هڅه کې کیدای شي دی د ځان او ملاتړې سیاسي ډلې لپاره یې ځینې ګټې وویني،خو د افغانستان لپاره دغه هڅه ګټوره،ممکنه او ښه نه تمامیږي.

ښه به وي،چې:

افغان حکومت له لویدیځ سره په اړیکو او نېږدې والي کې د ځان او ولس نسبي ګټو ته يې په کتو سره له لازمو دیپلوماتیکو لارو څخه د دې اړیکو ترینګلتیا کمه کړي.

که څه هم توقعات او د افغانانو عام ذهنیت ته په کتو به دا حکومت ځان د متقابل غبرګون په ښودلو مسول او مجبور ګڼي،خو باید هېرنه شي چې دا حکومت د لویدیځ په مستقیمې همکارۍ،امکاناتو او ملاتړ جوړشوی او دوام کوي.

د احساساتي چلند او شخصي ګټو د تامینولو د هڅې پرځای افغان حکومت باید د خپلو خلکو او اوسني نظام د خوندي ساتلو فکر او د عملي کیدو لپاره یې خپله کمزورې دیپلوماتیکه دستګاه فعاله او پیاوړې کړي.

4 thoughts on “د ولسمشرکرزي او لویدیځ ترینګلي شوي مناسبات/ ارشاد رغاند”
  1. AS a student of International Relations as much i know that today we are going taword regionalization i mean that America and the westeron countries they are not in our region they are strangers
    and in pshto we say pradi kat da nimoshpo vi so they are strangers here in this region they have som specific interest aftere achiveing that intersts the will live you alone and with china and Russia they are our nighbours we have our future life with them we must have good relations compare to America and W
    esteron countriese

  2. I like to say politician can change his mind in 60 seconds, and its logic to involve all neighbours in to Afghan war situation special China and Russia. India is already a good friend of us so we have to have good relation with every single neighbour. Thanks

  3. دلویدیځو هیوادنو په دوه مخی والوکښی زموږ هیڅ ګټه نشته دداسی مرستندوی به څه ګته موږ ته راورسیږی چی خپل قوی او دماین ضد موتر دیوی ترکی کمپنی له لاری زره زره کوی خو موږ ته یی نه راکوی پاکستان ته خپل مودرن تخنیک ورکوی موږ ته نه دایی یودوه لند اوتوپوهه خبری دی نورمسایل خودی په ځای پریږده

ځواب ورکول YASEEN AFGHAN ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *