ولسمشر رسنیو سره په خبرو کې څه وویل؟! همدا یې ویل چې امریکا دې خپلو تعهداتو ته د ژمنتیا یو ثبوت راکړي. … او دا هماغه پخوانی جنجال دی چې امریکا یې ور سره په منښته کې هاغه او دغه کوي. د ولسمشر دې کور ودان وي ډېر څه یې بربنډ کړل او په ځانګړي ډول وروستیو څرګندونو یې   افغانان د سولې ترڅنګ د افغانستان د بقا په اړه د امریکا پر دریځ کاملاً شکمن کړي دي او دغه شک که پخوا لږ و ډېر د لوستو خلکو سره و، خو اوس هر سړی اندېښنو نیولی او له نیکه مرغه دغه شک  د افغان ولسمشر د شرایطو پر وړاندې د امریکا له دریځه خړوبېږي.

د افغانستان د بقا سوال ولې مطرح دی؟ ځکه چې امریکا په خپلو ناسمو پالیسیو او د افغانستان د منافعو سره په ټکر کې ستراتیژۍ خپلولو له امله(چې خلک یې د ناباوریو په رواني ناروغي مبتلا کړي) او له دغه تخدیر نه په استفاده غواړي افغانستان د ټول عمر لپاره بې ثباته کړي، څو دوی په خړو اوبو کې پرېمانه ماهیان ونیولای شي.

ددې تر ټولو ستر، څرګند او کوټلی دلیل په خورا بې وخته او سطحي مسایلو د قومونو تحریکول دي، چې کله ورته د افغان کلیمه او کله ورته د دین کلیمه په خولو کې ورکوي او سړکونو ته یې راباسي او په دې توګه هڅه کېږي چې د کورنیو تاوتریخوالي اور تود کاندي.

په کور دننه هم یو شمېر له هویته کنګال مزدوران شته،  چې د ښېرازه افغانستان لیدل یې پر سترګو توره  تیاره راولي او د نامشروع عوایدو چټلې دروازې یې تړل کېږي، په اصطلاح د ارتزاق نامشروع مدارک یی رسوا کېږي، نو در گرده اړم دي د قومونو له احساساتو څخه منفي ګټه اخلي، چې پایلو نه یې بالاخره  د افغانستان د امحا او تجزیې بوی راځي. … که دا د نامشروعو مدارکو د تحفظ مسئله نه وي نو بیا ولې دوی تجزیې ته خوشاله دي؟ ولې د ملي وحدت سیوری په کاڼو ولي؟ ولې خپلو مشاهیرو ته سپکاوی او د نورو هغو ته درناوی کوي؟ موږ په هندوستان کې وینو چې د افغانستان هندوانو سره د بهرنیو اتباعو په توګه چلند کېږی او افغانان یې بولي، هغوی هم په ډېر ویاړ سره دا مني چې دوی افغانان دي ځکه دوی د لوی افغانستان زېږنده دي. … مګر په هېواد دننه یو شمېر داسې خلک را پیدا شول چې له بده مرغه د منصب په ساتلو پوهېږي، خو د نسب نه.

ولسمشر کرزي د وینا له مخې چې طالبانو ته د څو ولایتونو د واک سپارلو غوښتنه ورڅخه شوې وه، نو دا د تجزیې ستراتیژي ده او نننی بحران د همدغې ستراتېژۍ د پلیتابه یو اړخ او یوه برخه ده چې؛ امریکایان یې پلي کوي.

امریکایان وایي؛ چې هغوی طالب ته ترهګر نه وایي، ځانمرګي ته ترهګر نه وایي، بلکې د دوی له کړو وړو مالومېږي چې څوک د امریکا د اهدافو مخالف وي بس ترهګر بلل کېږي.

که یو توپیر ته نظر وکړو، هغه دا چې کله روسان له لښکرو سره زموږ پر هېواد راننوتل نو د وخت حاکم رژیم ورسره دغې تړون ته ورته یو تړونګی امضا کړی و او په دغه تړون کې روسانو تضمین کړې وه، چې کله هم افغانستان د نورو تر تجاوز لاندې راځي دوی به یې مستقیمه دفاع کوي او ددې ښه بېلګه د پاکستان د تجاوزاتو په غبرګون کې د روسانو له خوا په نوښار او کالاباغ د راکټونو وېشتل وو، سالنګونه او نورې لویې لارې یې جوړې کړې، برېښنا کوټونه یې جوړ کړل او نظامي وسایل یې په واک کې راکړل او. …

مګر امریکایان وایي، چې طالب سره یې څه کار نشته. … د پاکستان او ایران د مداخلو پر وړاندې وایي چې دا ستاسو سرحدي کړکېچونه دي. … پوځي او نظامي وسایل افغان حکومت ته د سپارلو پر ځای بېرته لېږدوي او یایې ړنګوي او ستر توپیر یې دادی چې روسان د شپې د ماشومانو او تورسرو او سپین ږیرو په وژنه پسې پر کورونو نه ور اوښتل؛ اما امریکایان ددې کار د مخنیوي او مخالفت له هلو ځلو سره سره دغه ستر بشري جنایت ترسره کوي او داسې نور کورټ توپیرونه هم  شته چې امریکا یې له پخواني شوروي اتحاد سره لري او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د سیاسي او نظامي بریالیتوب د انکسار لامل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په پوره شهامت او برالا د امریکا له اهدافو سره د افغانستان د ملي منافعو د ټکر مسئله رابرسیره کړه او یو بشپړ افغاني دریځ یې ونیوه، چې په کور دننه ورسره د امریکا ډول ته نڅېدونکو نڅاګرو سخت مخالفت وښوده؛ اما په امریکا کې پروت په میلیونونو نفوس ته یې دا جوته کړه،  چې رښتیا هم امریکا په ناروا او بدمعاشانه لاره روانه ده او هغوی سره یې د امریکا پر پالیسیو شکونه رامنځ ته کړل، چې د ولسي اغتشاش او غبرګون د بحران د رامنځ ته کېدو له ډاره امریکا اړه شوه څو د شرایطو په منښته کې افغان لوري ته انعطاف وښیي.

د امنیتي تړون په کړکېچ کې د ولسونو له احساساتو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې لړۍ دومره ګرمه پر مخ لاړه چې اصلاً موږ یې تصور نه شو کولای او پرته له دې چې سر خلاص کړو د زنده باد او مرده باد نعرې وختې، خو وروسته وروسته هر څه رابرسیره  شول او لا  را برسیره کېږي. نن هغه ښاغلي چې د تړون په ملاتړ یې ججورې پړسېدلې وې او پر سړکونو یې شعارونه ورکول، یو هم نه ښکاري او آن اف قدرې یې هم ونکړ چې ولې په غوربند کې مېندې بورې شوې؟ ولې په لغمان کې تنکي لوبغاړي په وینو ولمبول شول؟ ولې په هېلمند کې بېوزله ژورنالست شهید کړای شو؟ ولې چاودنې؟ ولې بمبارۍ. …؟

اوس چې هر څه سپین صفا او په ډاګه شول، نو د ولسمشر هماغه خبره د مسئلې حل دی چې وایي د سیاست وخت دی او د جوش پرځای باید هوش نه کار واخلو، ځکه ولسمشر ته پته ده چې اوس نو د افغانستان د بقا سوال مطرح دی او دا کار په سیاسي مبارزې سره شونی دی، نه په جوش او خروش او نه هم په توی وړی واک ورکولو.

سید اختیار سباوون

One thought on “د ولسمشرکرزي زوړ موقف او د لویدیزنوې اندېښنې/ سباوون”

ځواب ورکول ګل ملوک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *