تاند – د یو شمیر هغو معلوماتو له مخې چې تاند تر لاسه کړې دي د اصلاحاتو او همپالني انتخاباتي ټیم هلې ځلې زیاتې کړې دي څو د دوشنبه په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ابتدایي نتیجو اعلان ونه کړي.

دا هڅې وروسته تر دې زیاتې شوې چې د شنبه په ورځ د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام له ټیم سره خبرې وکړې او کومې موافقې ته سره ونه رسیدل.

بل لور ته اشرف غني احمدزي او د ده د کمپاین یوه مخکښ احمدضیا مسعود په کابل کې د شنبه په ورځ وویل چې دوی به ایتلافي حکومت جوړ نه کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ځیني مشران دې ته زړه ښه کوي چې یو مشترک حکومت جوړ کړي. د دې لپاره د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني هم له یوې مودې راهیسې هڅې کوي.

احمد ضیا مسعود د پروان، کاپیسا او پنجشیر له یوشمیر مشرانو او قوماندانانو سره په کابل کې د شنبې په ورځ وویل چې انتخابات د بدلون او دوام ټیم ګټلي دي او که چیرته د عبدالله عبدالله د ټیم ځیني مشران په نوي حکومت کې د ملي مشارکت له لارې برخه اخلي نو دا د افغانستان په ګټه ده، خو ضیا مسعود د ایتلافي حکومت جوړیدل رد کړل.

تر دې مخکې اشرف غني احمدزي هم په خپل حکومت کې د اهل کار خلکو ته د مشارکت خبره کړې وه، خو ځیني مشخص کسان یې یاد کړي وو لکه د بلخ والي عطا محمد نور چې د ده په حکومت کې به شامل نه وي. احمدزي په ورته وخت کې ویلي وو چې ایتلافي حکومت نه جوړوي.

اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړی دی چې ابتدایي نتیجې هرو مرو په دوشنبه اعلان کړي او نورې یې ونه ځنډوي.

ټاکل شوې وه چې دغه نتیجې د تیرې چهارشنبه په ورځ خپرې شي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې دوی غواړی د ۱۹۳۰ محلونو رایي له سره وګڼي او د همدې لپاره ابتدایي نتیجې تر دوشنبه پورې ځنډوي.

اوس سوال دا دی که چیرته کمیسیون بیا هم مصلحت ته وګوري او په دې بهانه ابتدایي نتیجې وځنډوي چې دغه د ۱۹۳۰ محلونو رایي لانه دې ګڼل شوې نو پر انتخاباتو به د ولس اعتماد کمزوری شي. بل لور ته که چیرته کمیسیون ابتدایي نتیجې وځنډولې څو ورځې به یې ځنډوي اخر مجبوره دي چې اعلان یې کړي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شاوخوا څلویښتو هیوادو مشرانو ته بلنلیکونه استولي دي څو د اختر په پنځمه د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

0 thoughts on “د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د ځنډیدو هلې ځلې روانې دي”
  1. اوس معلومه شوه چی د ښاغلی عبدالله له نظره ولس ولی «ګوسفندان » دی.
    د دوی په نظر ولس بیچاره خو هسی هم په سلو غمونو ګرفتار دی . هلته یی طالب په سر سر وهی او لار یی تری ورکه کړی ده او دلته دوی جنابانو د ولس په غوښو لکه ژوری او خمنډکو په شان خولی لګولی او دوی خپلی مزی چړچی کوی. هم له خارجه ورته ډالر را روان دی او هم دلته د ملی دفاع وزارت او ملی امنیت او باندینیو چارو وزارتونه د دوی په اختیار کی دی . د اروپا او امریکا له دولتونو سره شپه او ورځ دوی په تماس کی دی او عذرونه او زاری ورته کوی چی مرسته .
    بسم الله خان او ملګری یی دلته له طالبانو سره لاس یو کړی کله د کابل په نړیوال ډګر توغندی اوروی او کله هم په پغمان کی اورونه بلوی. که اشرف غنی احمدزی او ملګری یی غواړی ولس ته نجات ورکړی نو دوی دستی بلوا جوړوی او په دولت کی ناست اپوزیسیون یا په بل عبارت د افغانستان په دولت کی حاکم او قدرتمندان دسیسی جوړوی ، مظاهری سازمان دهی کوی او د تجزیی اخطارونه ورکوی.
    اما له دی پلیدی ډلی نه د افغانستان د خلکو د خلاصون لپاره ښه داده چی ولس سره متحد شی او نور د دوی واک ته خاتمه ورکړی.

  2. زه هیڅ نه پوهیږم چی دا خلک خپله سیاسی راتلونکی ولی په صفر کی ضربوي؟ داسی ښکاری چی دوی ته د خپلی سیاسی راتلونکی نه زیاته ویره ددوی د جنایاتو د ښکاره کیدو او محکمه کیدو ده. دوي خو داسی ځان وشرمولو چی نور ددوي د کورنۍ غړي هم پر دوی باور او اعتماد نه کوی. ددوی لدی لاس او پښو وهلو داسی ښکاري چی دوي له توقع زیات جنایات کړیدی.

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *