تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو د تفتیش کار ځنډول شوی دی.

کمیسیون وویل چې د رایو تفتیش د سو تفاهم په وجه درول شوی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون توضیح نه کړه چې منظور یې له څه ډول سو تفاهمه دی.

خو راپورونه وايي چې د رایو د تفتیش د څرنګوالي پر سر د دواړو خواوو اختلاف دی او د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړیو پر هغې شیوې اعتراض کړی چې د عبدالله عبدالله پلویان پرې ټینګار لري.

داسي هم ویل شوي چې یو کاندید وايي چې که پر رایپاڼې لاسلیک نه وي هغه د منلو نه ده خو بل وايي چې که رایپاڼه په نښه شوې وي یا ټیک مار شوې وي کافي ده.

دا بهیر پرون مازدیګر درول شوی او اوس دواړه خواوې په دې موضوع د ملګروملتو د یوناما مشوره غواړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د ټولو ۸ ملیونه او ۱ لک رایو پر بشپړ تفتیش تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه وشوه.

د جوزا د څلرویشتمې نېټې دوهم ځلي انتخابات اشرف غني احمدزي په څه باندې ۵۶ فیصدو وګټل خ۰و عبدالله عبدالله د انتخاباتو پر نتیجې جنجال وکړ او د رایو د بیا تفتیش او شمېرلو غوښتونکی شو.

د دې موضوع نور جزییات به وروسته خپاره شي.

0 thoughts on “د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش کار ځنډول شوی”
  1. همدا گدودي به كيدي چي كار يي د شيطانانو ولآس ته واچاوه (خاريجيان)
    د كرزي بي كفايتي أفغانستان د بحران لامل ده.
    كه نه عبدالله هيچ هم نه شو كواي او صرف يوه سخته خبره يي غوشته.
    دا نيويارك تايم او خاريجيان هسي د چغال سه زمري جوروي.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *