نورالحق علومي

تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیداتورۍ لپاره یوازې څلور ورځې پاتې دي خو تر نن /چهارشنبې/ پورې یوازې ۶ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي دي.

د کورنیو پخوانی وزیر نورالحق علومي شپږم کاندید دی چې نن یې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې خپل نوم ثبت کړ.

بشیر بېژن او نعیم غیور د ښاغلي علومي مرستیالان دي.

تر دې وړاندې پرون زلمي رسول ځان کاندید کړی و.

حکیم تورسن، لطیف پدرام، عنایت الله حفیظ او نورالله جلیلي هم ځانونه کاندید کړي دي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان د روانې جدې میاشتې تر ۳۰ پورې وخت لري چې نومونه ثبت کړي خو تراوسه پورې هیڅ جدي کاندید خپل نوم نه دی ثبت کړی.

شاوخوا ۸۰ تنو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ځان د نومونې لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه معلوماتي کڅوړې اخیستي دي.

مراد علي مراد نن /چهارشنبه/ د کابل د ګارنیزیون له مشرتابه څخه استعفا وکړه او ویل کېږي چې غواړي د رحمت الله نبیل د یوه مرستیال په توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

همداراز د اصلي کاندیدانو؛ اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او حنیف اتمر ترڅنګ شیدا محمد ابدالي او احمد ولي مسعود هم ځانونه کاندیدوي.

د چارو کتونکي وايي، ښه دا ده چې ډېر کسان کاندید نه شي څو د کاندیدانو لیست کوچنی وي او رای ورکوونکو ته د خپلې خوښې کاندید موندل اسانه وي.

ډېر کسان په دې حیرانتیا ښيي چې ځینو کسانو، چې په خپله هم پوهېږي چې د بریالیتوب هیڅ چانس نه لري، ولې ځانونه کاندید کړي دي.

همداراز ډېر نور په دې حیرانتیا ښيي چې دا کاندیدان څرنګه بریالي شوي چې د یولک تنو تذکرې چمتو او د ټاکنو کمیسیون ته وښيي.

3 thoughts on “د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوملیکنې ته ۴ ورځې پاتې دي – ۶ تنو ځانونه کاندید کړي”
  1. د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوم لیکنی ته ۴ ورځی پاتی دی
    پورته جمله له ګرامری نظره نېمګړې ښکاری البته زما په ډنګر فکر
    باید لیکل سوی وای
    د ولسمشری د انتخاباتو وروستۍ مهلت ته ۴ ورځی پاتی دی
    ستاسی لخوا په لیکلی شوی عنوان کی داسی مفهوم تر لاسه کیږی چي ګواکی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوم لیکنی پروسې ته ۴ ورځی پاتی دی

  2. NOOR UL HAQ WOLOOMY IS CASTRO/MANDELA&GANDY OF AFGHANISTAN.if peoples like to have an honest president/and finish corruption in the country.but sorry our peoples are poor from the love of country.pakistani fundamentalism is strong.
    THE BEST CANDIDATE WILL BE NOORULHAQ ULOOMY,
    I HAVE FOOR YEARS EXPERIENCE IN THE DUTY WITH HIM,
    HE IS THE BEST FROM ALL.
    ULOOMY LOVE AFGHANISTAN,

  3. عجب د ټوکو او ماشومانو مملکت شو. ریاست جمهورۍ ته داسې نوماندان او معاونین یې وینو چې د چوکیدارۍ او معمولي ماموریت وړتیا نلري. دې ته حیران یو چې دا هیواد کوم خواته روان دی او د چا په لاسونو کې لویږي. ملت هم داسې ویده او غافل دی چې خپلې تذکرې د هر چا په واک کې ورکوي او دا هیواد پخپلو لاسو کندې ته دیکه کوي. دا یو څو نومونه مې په سوشل میډيا ولیدل چې یو یې شخصي پيژنم، فرامرز تمنا، سید قیاس سعیدي او ارشادت چې نوماند او معاونین یې دي حتی په خپلو کوڅو کې پرې څوک اعتماد نه کوي. سید قیاس سعیدي شخصا پيژنم، په پاکستان کې د یو کورس استاد و بیا طالب شو او د ننګرهار د طب متوسط امر، وروسته یې د کرزی په دور کې اقتصاد ووایه او د ننګرهار د اقتصاد ریس شو. یوه روپۍ رشوت یې هم اخسته، په زور ځان په خلکو میلمه کول او په فیسبوک کې د هر شي سره د عکس شریکول یواځې په تشناب کې په کمود سیلفي به یې نه وي شریکه کړې نور یې هر څه کړي. داسې شخص چې د هلک سره په ریاست کې ونیول شو اوس به دا هیواد اداره کوي او د ټول مملکت واک به ورسره وي هم د نوماند معاون دی. ښه داده چې هیواد پریږدو او د کوم بل هیواد تابعت واخلو.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *