محمد حنیف اتمر

تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر دوې میاشتې پخوا په دوبۍ کې له جمعیت ګوند سره کتلي او له دې ګونده یې په راتلونکو انتخاباتو کې د ځان د کاندیداتورۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې خپرېدونکې (دي نشنل) ورځپاڼه وايي، د ښاغلي اتمر او د جمعیت ګوند د مشرانو ترمنځ د کتنې دقیقه نېټه څرګنده نه ده خو یوه افغان شنونکي، چې ښه ارتباطات لري، د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل چې دواړو خواوو ۲ میاشتې پخوا سره لیدلي دي.

ورځپاڼه وايي چې جمعیت ګوند له اتمر سره کتنه تایید کړه خو په دې اړه چې دوی په څه موضوع خبرې کړي، جزییات څرګند نه کړل.

ورځپاڼه وايي چې حنیف اتمر د جمعیت ګوند له استازو وغوښتل چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده ملاتړ وکړي، خو اتمر د جمعیت ګوند له ځوابه خوشال نه و ځکه چې دا ګوند حاضر نه شو چې د ولسمشرۍ لپاره د اتمر د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې د اتمر او د چپي رژیم د اړیکو، د هغه د ټپي کېدو او د دوستم او محقق له لوري د اتمر په اړه د تورونو او له پخوانیو مجاهدینو سره د اتمر د نظریاتي اختلاف یادونه کړې او دا یې هم ویلي چې د اشرف غني د حکومت په دوره کې اتمر له ولسمشره وروسته د هیواد دوهم مهم او واکمن چارواکی ګڼل کېده چې د ملي امنیت له لوی ريیس پرته ټول امنیتي چارواکي د ده په مشوره او غوښتنه ټاکل شوي او امنیتي وضعیت بیا هم ښه نه و، او د دې ستونزې له کبله اتمر ته ګوته نیول کېږي.

ورځپاڼه د سیاسي چارو د شناند له قوله وايي، سره له دې چې اتمر له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ د ده او امریکا اړیکې ډېرې نژدې نه وې او دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې زیات نفوذ لري.

2 thoughts on “د ولسمشرۍ د کاندیداتورۍ لپاره له جمعیت ګوند سره د حنیف اتمر کتنه”
  1. razaq mamoon write;younes qanony and hanif atmer become united,
    because booth supported by BRITISH,
    SECOND /problem HANIF ATMER TOOKAWAY 25 MILLION DOLLERS,
    FINANCE MINISTERY DO NOT HAVE ANY DOCUMENT FOR THAT ONLY ATMER/
    I BELIVE ONLY ASHRAFGHANI IS HONEST FOR THIS COUNTRY,

    AFGHANS MUST KNOW AND SUPPORT ASHRAFGHANI,

    LONG HAPPY LIFE FOR ASHRAFGHANI,
    THANK YOU

  2. “ورځپاڼه د سیاسي چارو د شناند له قوله وايي، سره له دې چې اتمر له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ د ده او امریکا اړیکې ډېرې نژدې نه وې او دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې زیات نفوذ لري.”

    I think Mr. Hanif Atmar miscalculated thinking that by signing Bilateral Security Agreement will gain him favor all the way to the tone of Afghanistan presidency. The US can hold several balls in one hand and since Mr. Atmar had already delivered the best he was able to, and because of it may lost credibility among some Afghans, the remaining balls at hand will be more valuable without him.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *