تاند- له دې شېبې. چې په افغانستان کې د شپې ۱۲ بجې دي، د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپیان پیل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ۱۱ تنه کاندید دي خو د هغوی په منځ کې ۴ تنه مخکښ کاندیدان بلل کېږي. ټاکل شوې ده چې د راتلونکي لمریز کال د حمل په شپاړسمه نېټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په یووخت ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دا انتخابات له دې کبله هم زیات مهم دي چې د افغانستان په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشر څخه بل ته په سوله ییز او دیموکراتیک ډول واک ولېږدول شي.

د حمل د شپاړسمې نېټې انتخابات د افغانستان په تاریخ کې له دې نظره هم ډېر مهم دي چې

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء ريیس ضیاالحق امرخیل د شنبې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ کاندیدان د انتخاباتي کمپیان لپاره دوې میاشتې او د ولایتي شوراګانو نوماندان یوه میاشت وخت لري.

ده همداراز وویل:« د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ نوماندانو ته د کمپاین لپاره دوې میاشتې او د ولایتي شوراګانو کاندیدانو ته یوه میاشت وخت ټاکلی.او د ولایتي شوراګانو کاندیدان د حوت له ۱۳ د حمل تر ۱۳ پورې کمپیان کولی شي.»

ښاغلی امرخیل هیله حرګنده کړه چې کاندیدان د یکشنبې په ورځ (دلو/سلواغه ۱۳) په رسمي توګه د کاندیدانو کمپاین د کمیسیون له لوري له مقرراتو سره سم پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ۶۸۴۵ انتخاباتي مرکزونو څخه به ۶۴۳۱ د وسله والو سخت دریځو له بریدونو خوندي وي.

ټول بند مرکزونه به د هیواد په جنوب کې وي او ممکن شمېر یې تر دې زیات شي.

د تېر ځل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درو کې یوې برخې رای ورکوونکو خپلې رایې استعمال کړای شوې چې د ولسمشرۍ د لومړیو انتخاباتو په پرتله هخورا لږ و او باور دا دی چې دا ځل به تر تېر ځل هم د رای ورکوونکو شمېر لږ وي ځکه چې وسله والو طالبانو خلکو ته پر له پسې خبرداري ورکړي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

2 thoughts on “د ولسمشرۍ د ۱۱ کاندیدانو رسمي کمپیان پیل شو”
  1. د ډېری افغانانو لپاره د پاموړ کس ښاغلی اشرف غنی دی. په ۱۱ تنو کې پر بل هیچا د سړي زړه اوبه نه څښي، پرته له اشرف غني څخه. اشرف غني یوازیني نوماند دی چې د هیواد د راتلونکې لپاره یوه علمي او عملې کړنلار لري

  2. دا څو کاندیدان حو دی حدای تعالی په دی کمپاین کی مړه کړی چه دا بیچاره ملت تری بیعمه شی د الف نه په بی نه دی حبر او کاندید یمه ځه چیرته کوتری ولی نه ساتی ساعت به دی تیر وی زما د حوښی کاندید نړیوال شحصیت اشرف عنی احمدزی دی نور ستاسی حوښه حپله ده

ځواب ورکول محمد څپاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *